د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

د طالبانو لخوا کابل ته د ملا فضل الرحمان د سفر بلنې غبرګونونه پارولي


د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان

یو شمېر سیاسیونو، د چارو شنونکو او د ټولنیزو رسنیو کارونکو د طالبانو حکومت په دې کار غبرګون ښودلی چې کابل ته یې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمان ته د سفر بلنه ورکړې.

وروسته له هغې چې د طالبانو حکومت د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل‌الرحمان ته بلنه ورکړه چې کابل ته سفر وکړي، دا عمل د یو شمېر سیاسیونو، د چارو شنونکو او د ټولنیزو رسنیو د کارونکو له غبرګون سره مخ شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل ازادي راډیو سره خبرو کې پرته له دې چې سند وړاندې کړي وویل، ملا فضل‌الرحمان له مخکني جمهوري نظام په دې پلمه چې ګنې د طالبانو مشران د سولې خبرو ته راولي، میلیونونه ډالر تر لاسه کول او شاید اوس یې د ورته کار لپاره له پاکستاني استخباراتو پیسې اخستې وي.

هغه وویل: "یوې ډلې چې فکر یې کاوه د طالبانو له ځینو مشرانو سره یوه جلا لاره پیدا کولای شي، له همدې امله ملا فضل‌الرحمان او نورو ته ولاړل. دوی فکر کاوه چې د پیسو په وسیله کولای شي د طالبانو یو شمېر مشران دې ته چمتو کړي چې د سولې یو خپلواک بحث له افغان حکومت سره پیل کړي. له بده مرغه داسې مسایل و."

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت‌الله نبیل
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت‌الله نبیل

جمعیت علمای اسلام ګوند تر اوسه د نبیل د څرګندونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی.

په ورته وخت کې د مخیکنۍ ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، ملا فضل‌الرحمان او د هغه په څېر نور کسان د پنجاب د استخباراتو له‌خوا ګمارل شوي دي او کابل ته یې سفر د افغانانو لپاره ښه پیغام نه‌لري.

په جنرال مبین مشهور د طالبانو یو پلوي او د دوی د حکومت یو مخکني کارکوونکي هم په خپله ایکسپاڼه د ملا فضل‌الرحمان د سفر په اړه غبرګون ښودلی او لیکي: "دعا کوي چې ملا فضل‌الرحمان کابل ته له سفر وړاندې شهید شي."

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د دوی تر کنټرول لاندې ملي تلوېزیون ته د یک‌شنبې په ورځ ویلي، د منفي تبلیغاتو مخنیوي او پاکستانیانو ته د واقعیت رسولو په خاطر ملا فضل‌الرحمان ته بلنه ورکړل شوې چې کابل ته ورشي.

هغه زیاته کړې، ملا فضل‌‌الرحمان کولای شي چې په دې اړه ښه رول ولوبوي.

خو د سیاسي مسایلو پوه افراسیاب خټک بیا ازادي راډیو سره خبرو کې کابل ته د ملا فضل‌الرحمان سفر نمایشي او د پاکستاني جنرالانو په غوښتنه وباله.

د سیاسي مسایلو پوه افراسیاب خټک
د سیاسي مسایلو پوه افراسیاب خټک

هغه وايي: "دا یو سیاسي حرکت دی. اصلاً فضل الرحمان څوک دی. هغه په حکومت کې هم نه‌دی او په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه د پاکستان سیاست د جنرالانو په لاس کې دی. بل هیڅوک په دې اړه پرېکړه نه‌شي کولای. هو دا هم کېدای شي چې فضل‌الرحمان د جنرالانو پیغام له ځان سره راوړي."

له دې وړاندې د جمعیت علمای اسلام ګوند په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې په اسلام‌اباد کې د طالبانو حکومت شارژدافېر سرداراحمد شکیب ملا فضل‌الرحمان سره کتنه کې له هغه غوښتي چې کابل ته سفر وکړي.

په دې اعلامیه کې د دې سفر د وخت په اړه څه نه‌ و لیکل شوي.

ښکاره ټکی دا دی چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ په دې هېواد کې د تحریک طالبان پاکستان له بریدونو وروسته اړیکې ترینګلې ښکاري.

پاکستان ادعا کوي چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې په ګټې په پاکستان کې بریدونه کوي، خو د طالبانو حکومت یې دا تور ردوي او زیاتوي، پاکستان باید د خپلې ناکامۍ مسوولیت د افغانستان په اوږو وانه‌چوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG