د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

پاکستاني طالبان وايي ډیر ژر به خپل ځوابي بريدونه زيات کړي


پاکستاني طالبانو له دولت سره د سولې او روغې جوړې خبرو هر ډول امکانات رد کړل او ویلي يې دی، چې ډير زر به د خپلو ځوابي بریدونو دایره لاپسې پراخه او ګړندۍ کړي.

د دې ډلې ویاند احسان الله احسان پرون ناوخته مطبوعاتو ته په لیږلي پيغام کې ویلي، چې د دوی مرکزي شورا له دولت سره د خبرو اترو پر ځای د خپل وژل شوي مرستیال امیر ولي الرحمان د غچ اخیستو پریکړه کړې.

د تحریک طالبان پاکستان مرستیال ولي الرحمان وړمه ورځ په شمالي وزیرستان کې د بې پيلوټه الوتکو په یوه برید کې ووژل شو.

وسله والو طالبانو څه موده وړاندې حکومت ته د سولې او روغې جوړې وړاندیز کړی و.

له پخواني ډيپلومات رستم شاه مومند مې وپوښتل، چې طالبان ګوري؛ چې حمله پاکستان نه بلکې امریکا کړې نو ولې يې له اسلام اباد سره د خبرو اترو دروازې وتړلې:

"طالبان په دې باور دي، چې ولي الرحمان د پاکستان په مرسته وژل شوی، دوی وايي که پاکستان د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې له امریکا سره مرسته نه وای کړې نو ولي الرحمان به نه وژل کیده"

رستم شاه مومند وايي؛ طالبان په دې ښه پوهیدلي، چې د پاکستان ملکي حکومت نه یواځې دا چې دپریکړو واک نه لري د پوځ او بې پيلوټه امریکايي الوتکود حملو مخنیوی هم نشي کولی.

دچارو یوشمیر څارونکي د ولي الرحمان مرګ د وسله والو طالبانو لپاره یو نه جبرانیدونکی زیان بولي، خو ژورنالیست و ورځپاڼه لیکونکی عقیل یوسفزی بیا په دې باور دی چې دې پيښې یواځې طالبانو ته نه بلکې د پاکستان راتلونکي ملکي حکومت ته هم د پام وړ زیان ورساوه:

"د ولي الرحمان مرګ به پاکستان له ډیرو مشکلاتو سره مخ کړي، یو خو دا چې دسولې خبرو امید ختم شو بل دا چې طالبان به پاکستان کې دننه خپل بریدونه پراخ او ګړندي کړي.

بل مشکل به د حکومت لپاره دا وي چې ځينې مذهبي ګوندونه او مطبوعات به پرې فشار زیات کړي چې نور باید له امریکا سره د بې پيلوټه الوتکو خبره سپينه او مخه يې ونیسي"


طالب ویاند احسان الله احسان په خپل تازه پيغام کې همداراز د پاکستان ملکي و نظامي ادارې د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې له متحدو ایالاتو سره په همکارۍ تورنې کړي او زیاته کړې يې ده، چې په دغسې شرائطو کې دسولې خبرې اترې هیڅ ډول ګټه نه لري.

د مسلم لیګ ګوند مشر نوازشریف چې راتلونکیو څو ورځو کې به ددې هیواد دنوي صدراعظم په توګه وټاکل شي تل له وسله والو طالبانو سره دخبرو اترو ملاتړ کړی.

عقیل یوسفزی، چې له سواته تر وزیرستانونو پر طالبانو د څو کتابونو لیکوال دی وايي، نوازشریف به بیا هم له طالبانو سره دخبرو اترو هڅې جاري وساتي خو ترڅنګ به يې پر نورو لارو چارو هم غور وکړي:

"نوازشریف به مذاکراتو ته ترجیح ورکړي خو که طالبان بیاهم خبرو ته غاړه کینږدي نو د نظامي عملیاتو امکانات هم لیدل کیږي، خو ددې هرڅه لپاره د مرکزي حکومت، دخیبرپښتونخوا صوبايي حکومت، آی اس آی، پوځ او نورې پالیسي جووړونکیو ادارو ترمنځ باید همغږي رامنځته شي کنه نو ښې پایلې به ونه لري"

وسله والو طالبانو تیره فبروري ویلي و چې که نوازشریف، مولانا فضل الرحمان او دجماعت اسلامي ګوند مشر منورحسن دپوځ ضمانت وکړي نو دوی دسولې خبرو ته حاضر دي.

د نوازشریف سیاسي مخالفانو تل داخبره کړې چې هغه له طالبانو سره خواخوږي لري. همداراز پخپله ده هم په کراتو له دغې ډلې سره دسولې خبرو ملاتړ او نظامي عملیاتو مخالفت کړی.

ښايي نوازشریف به واک ته تر رسیدو وروسته هم تر ډيره خپله پخوانۍ تګلاره پر مخ یوسي خو ګرانه به وي، چې وسله وال طالبان دې پرې باور وکړی او یوارې بیا دخبرو اترو میز ته حاظر شي.

مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG