د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

حکیم الله محسود د وسلو له اېښودلو انکار وکړ


پرون ناوخته یوې نړیوالې رسنۍ د پاکستاني طالبانو دمشر حکیم الله د تازه ویډيويي پيغام جزیات خپاره کړل.

په دې ويډيو کې، چې د رويټر خبري اژانس ته سپارل شوې په مشروط ډول له اسلام اباد سره خبرو ته اترو ته چمتوالی ښوولی، خو دتل پشان يې ډیر سخت شرایط وړاندې کړې دي.

د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود په داسې حال کې، چې د وسلو له ايښودو يې انکار کړی له اسلام اباد سره خبرو اترو ته لیوالتیا ښوولې.

په هغه څلويښت دقیقه ييزه ويډيو کې، چې جزیات يې د یوې نړیوالې رسنۍ له لارې خپاره شوي حکیم الله محسود او د هغه مرستیال ولي الرحمان خواپه خوا ناست لیدل کیږي.

طالب مشرد اسلام اباد هغه وړاندیز چې که طالبان وسله وغورځوي؛ نو خبرې ورسره کیدی شي، هسې ټوکه بللې او ویلي يې دي، چې په هیڅ صورت کې به وسلې کښېنږدي.

نوموړي له اسلام اباد سره د خبرو لپاره د پاکستان په اساسي قانون کې بدلون او له اسلامي شریعت سره برابرول، له امریکا سره هرډول اړیکې پریکول، د جمهوریت پرځای شرعي نظام نافذول او ځينې نور شرطونه وړاندې کړي دي.

که څه هم د شپې تر ناوخته د پاکستان دولت د نوموړي د شرطونو په باب لا څه غبرګون نخ دی ښوولی؛ خو په پيښور کې د "دي نیوز" انګلیسي ژبې ورځپاڼې مدیر رحیم الله یوسفزی په دې باور دی، چې دغه شرایط به نه یواځې د دولت بلکې د سیاسي ګوندونو لپاره هم د قبول وړ نه وي:

"په پاکستان کې جمهوریت دی، اساسي قانون دی، په لسګونو سیاسي ګوندونه فعالیت کوي او د ازادو انتخاباتو له لارې حکومت جوړیږي خو برعکس طالبان بل ډول نظریات لري.

نو دوی که شرطونه وړاندې کوي، بیا هم خبرې اترې امکان نه لري او که د خپلې خوښې حکومت غواړي هغه هم ناممکنه خبره ده."


محسود په پاکستان کې د ځينې مهمو وروستیو پيښو مسوولیت منلی؛ خو د تاوتریخوالي ټوله ملامتي پر اسلام اباد اچوي او وايي، چې هغوی ورسره کړې ژمنې او تړونونه نه دي عملي کړي.

حکیم الله محسود د ده په وینا د پاکستان دولت د امريکا غلام او جمهوریت غیر اسلامي نظام بللی او ګواښنه يې کړی، چې هرهغه سیاستوال به په نښه کوي، چې د جمهوریت ملاتړ کوي.

طالب مشر له افغان طالبانو او القاعده سره د روابطو په باب وايي، چې په حقیقت کې دوی یو دي او د القاعدې لپاره خپل سر هم ورکولی شي.

نوموړي ملا محمد عمر خپل رهبر بللی او ویلي يې دي، چې دوی به پر هغه تګلاره عمل کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو مشرتابه غوره کړې وي.

پاکستاني طالبان تل داخبره کوي، چې د دوی او افغان طالبانو ترمنځ بشپړه همغږي موجوده ده او د یوې لارې لارویان دي، خو رحیم الله یوسفزی بیا دغو څرګندونو ته دشک په نظر ګوري :

"د حکیم الله محسود په ګډون د پاکستان پخوانيو مشرانو لکه مولوي نیک محمد، بیت الله محسود، مولوي فقیر محمد، فضل الله او نورو ملا محمد عمر خپل رهبر بللی او ویلي يې دي، چې د هغه مشري مني.

خو داچې دوی یو دي او د القاعده لپاره کار کوي یا له القاعده سره یو دی، په دې کې بیا تضاد موجود دی، یعنې افغان طالبان بیا دا خبره نه کوي."


د حکیم الله محسود دغه ويډيو په داسې حال کې خپریږي؛ چې پاکستاني مقاماتو په دې وروستیو کې د نوموړي او ولي الرحمان ترمنځ د اختلافاتو خبر ورکړی.

نوموړي همدې مسالې ته په اشارې ویلي، چې دوی د ګډ هدف لپاره کار کوي او په خپل منځ کې هیڅ مشکل او اختلاف نه لري.

د پاکستاني طالبانو د مشر دا ویډيو په داسې حال کې خپریږي؛ چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک څو ورځې وړاندې وویل؛ چې یواځې له هغو کسانو سره خبرو ته حاضر دي؛ چې د پاکستان اساسي قانون مني او له هر ډول شرطونو پرته وسلې پر ځمکه کیږي.

راپور: مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG