د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

د نوازشریف ګوند، د سولې په اړه د طالبانو پر وړاندیز شک لري


د پاکستان د هغو سیاسي او مذهبي ګوندونو محتاطانه رويې، چې وسله والو طالبانو ترې له پوځ سره د خبرو اترو په لړ کې د منځګړیتوب غوښتنه کړې، د دې ډلې او حکومت ترمنځ د سولې او روغې جوړې امکانات کمزوري کړي دی.

وسله والو طالبانو وړمه ورځ د نوازشریف مسلم لیګ ډلې، جماعت اسلامي او د جمعیت علمای اسلام، چې مولانا فضل الرحمان يې مشري کوي په منځګړتوب په مشروط ډول له پوځ سره د سولې او روغې جوړې خبرو ته چمتو والی وښود.

د نوازشریف ګوند، چې د طالبانو په باب تر ډيره نرمه او محتاطانه تګلاره لري، د طالبانو دې وړاندیز ته د شک په نظر ګوري.

د دې ګوند یو تن مشر سناتور مشاهد الله خان د سې شنبې پر ورځ وویل، سره له دې، چې ګوند يې له وسله والو طالبانو سره د سولې او روغې جوړې د خبرو ملاتړ کوي، خو دغه نوی وړاندیز یا شرایطو يو څه پوښتنې راولاړې کړي او دوي نه پوهیږي، چې د دې ترشا به د چا لاس وي.

د خیبر پښتونخوا یو شمېر ملتپال په دې باور دي، چې وسله وال طالبان د پنجاب صوبې په جنوبي برخو کې روزنیز مرکزونه او پناه ځایونه لري، خو د نوازشریف ګوند تل دا ډول راپورونه رد کړي دي.

د مسلم لیګ په شان جماعت اسلامي هم سوله ييزې خبرې اترې د مسالې اساسي حل بولي، خو سمدستي يې خبرو اترو ته غاړه نده ايښې.

دغه ډله، چې په پاکستان او نوره نړۍ کې د بنسټ پالو ډلو ملاتړې ګڼل کیږي، په برعکس له وسله والو طالبانو سره چندیانې ښې اړيکې نه لري.

د دغې ډلې یو تن مشر، چې نه یې غوښتل غږ يې ثبت شي ازادۍ راډيو ته وویل، چې طالبانو تر اوسه له دوي هیڅ داسې غوښتنه نه ده کړې او یواځې د مطبوعاتو له لارې خبر شوي، چې طالبانو ترې د منځګړیتوب غوښتنه کړې.

نوموړی وايي، دا چې دا یوه ډیره حساسه موضوع ده نو د ګوند د مرکزي کمیټې تر سلا مشورو او پریکړو وړاندې پرې تبصره نه شي کولی.

د طالبانو له خوا په وړاندیز شویو ګوندونو کې یويې دمولانا فضل الرحمان په مشرۍ جمعیت علمای اسلام دی، چې دپردې ترشا ددې ډلې ملاتړي بلل کیږي.

ددې ډلې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ یوه بیړنۍ کميټه ټاکل شوې څو په دې باب وروستۍ پریکړه اعلان کړي.

بل خوا د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک هم په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې حکومت يې لا هم په مشروط ډول له وسله والو طالبانو سره دخبرو ملاتړ کوي.

هغه یوارې بیا ویلي، چې له ټولو وسله والو مخالفینو سره خبرو ته حاضر دي خو شرط دادی چې وسله به پرځمکه ږدي او د پاکستان اساسي قانون به مني.

بل خوا طالبانو پر حکومت تور پورې کوي، چې دسولې په خبرو کې مخلص ندي او تل يې کړې وعدې ماتې کړې دي.

راپور:مجیب الرحمان انګار
XS
SM
MD
LG