د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

د افغانستان لوی ملي ائتلاف: ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړو


د افغانستان لوی ملي ائتلاف وايي، ډېر ژر به د یوې ځانګړې اجنډا له مخې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ښکېل شي.

د افغانستان لوی ملي ائتلاف چې یو شمېر ګوندونه او سیاسي څېرې په‌کې شاملې دي، وايي چې ډېر ژر به د ائتلاف له ادرسه له طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

د دغه ائتلاف ویاند فضل‌الرحمان اوریا د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۱۴» ازادي راډيو ته وویل، دا چې حکومت د سولې په ملي مسئله کې پاتې راغلی، نو ائتلاف غواړي چې دغه تشه ډکه کړي.

دی زیاتوي:

"حکومت نور نه‌شي کولای چې د سولې او جنګ مدیریت وکړي، ځکه چې ډېر کمزوری او ناتوانه دی، نو دلته یوه تشه رامنځته کېږي، موږ غواړو چې دغه تشه ډکه کړو او بین‌الافغاني خبرې پیل شي، څو په افغانستان کې دایمي سولې او ثبات ته لار هواره شي."

تر دې وړاندې هم د دغه ائتلاف یو شمېر غړو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د مخ ته وړلو لپاره د ائتلاف ترمنځ د پلاوي پر ټاکل کېدو خبرې روانې دي.

د ائتلاف غړي حضرت علي ویلي چې ښايي له طالبانو سره د سولې د پلاوي مشري پخوانی جهادي قوماندان اسماعیل خان او یا هم مخکېنی ولسمشر حامد کرزی وکړي.

خو اسماعیل خان له ازادي راډیو ته سره په خبرو کې په دې اړه بې‌خبري وښوده.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

تېر کال پخواني جهادي قوماندان اسماعیل خان پر طالبانو غږ وکړ چې که طالبان حکومت سره خبرې نه‌کوي، نو کېدای شي چې له مجاهدینو سره خبرو ته حاضر شي چې هغه مهال طالبانو دغې غوښتنې ته په غیر مستقیم ډول مثبت ځواب ویلی و.

د ولسمشر مطبوعاتي سلاکار نبي مصداق بیا وايي چې حکومت د سولې په هلو ځلو کې بریالی دی او په دې برخه کې له شته پرمختګونو سترګې پټول بې‌انصافي ده.

نبي مصداق
نبي مصداق

نوموړي په دې ازادي راډیو ته وویل:

"حکومت د سولې په برخه کې ډېرې هڅې کړي چې ښه بېلګه‌یې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره درې زره علما راټول شول او پر طالبانو یې د جګړې د درېدو غوښتنه وکړه، موږ د دوی (لوی ملي ائتلاف) له هڅو په دې شرط هرکلی او ملاتړ کوو چې د سولې په برخه کې د حکومت په دریځ کې بدلون رانه‌وړي، ځکه چې د دغه بهیر مدیریت حکومت کوي."

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا هم وايي چې سیاسي ګوندونه او جریانونه د سولې په خبرو کې مهم رول لري او باید خپلې عملي طرحې له دوی سره شریکې کړي.

اخوا د سیاسي چارو افغان کارپوه مشتاق رحیم بیا وايي، د سولې په برخه کې د لوی ملي ائتلاف او نورو سیاسي جریانونو هڅې هغه مهال ګټورې تمامېدای شي چې دوی د شخصي ګټو پر ځای، ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG