د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

پاکستان ته د سولې شورا د پلاوي سفر ستونزې او لاسته راوړنې


دا اونۍ په افغانستان کې د سولې عالي شورا او افغان حکومت له خوا له وسله والو طالبانو سره د سولې د نوو کوښښونو په اړه خبرې کوو.

د راپورونو له مخې د افغانستان د سولې هڅې او د طالبانو خبرو ته حاضرول تر ډیره له ګاونډي هېواد پاکستان سره تړل کیږي او ویل کیږي، چې دغه هېواد که وغواړي نو ډیره مرسته کولای شي.

د تیرې دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې عالي شورا یو پلاوی پاکستان ته تللی، چې بیا هم دغه هېواد وهڅوي، چې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې عملي کار وکړي.

د پاکستان رسنیو د سولې عالي شورا د ځینو غړو له خولې ویلي، چې د شورا پلاوی به په پاکستان کې د بندي طالبانو د خوشې کولو او خپل هېواد ته د را انتقالولو خبرې هم وکړي.

دا سفر داسې وخت کیږي، چې په همدې ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغان سفیر احضار کړی وو او شکایت یې ورته کړی، چې شمالي وزیرستان ته ولې افغان ځواکونه راکیټونه راغورځوي؟

په همدې ترڅ کې ولسمشر حامد کرزی د پاکستان سخت سیال هېواد هندوستان ته په سفر تللی او هلته یې د پاکستان په اړه هم خبرې کړي.

ایا د سولې عالي شورا دا سفر به نتیجه ورکړي؟

په افغانستان کې د سولې راوستلو په مخ کې یو بل چیلنج هم د شمالي ټلوالي یو شمېر مشران بلل کیږي، چې هغوي طالبان نه قبلوي. پردې موضوع مو د بحث مېلمانه دي:

۱- د سیاسي چارو څېړونکی حاجي سید داود
۲- د ولسي جرګې غړی ډاکتر میربت خان منګل
۳- د افغان حکومت د اپوزیسیون ګوند ملي ائتلاف غړی فضل الرحمان اوریا

د بحث کوربه معصوم میوند دی:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:01 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG