د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

"يواځې افغانان نه، بلکې ټوله نړۍ غواړي چې امريکا دې له افغانستانه ووځي"


د پاکستان د جمعيت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمن وايي، له طالبانو سره د مذاکراتو او له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو په نامه له نړۍ سره درغلي روانه ده.

نوموړي د يکشنبې په ورځ په لاهور کې د خپل ګوند غړيو ته په خبرو کې وويل، چې د پاکستان مرکزي حکومت دې له طالبانو سره ژر تر ژره عملي خبرې پيل کړي او په وينا يې، په اسماعيل خان دېرې کې د اسرارالله خان ګنډاپور له وژنې داسې ښکاري، چې په خيبر پښتونخوا کې حالات ډېر ترينګلي دي.

فضل الرحمن همداراز وويل، چې نه يواځې افغانان، بلکې ټوله نړۍ غواړي چې امريکا دې له افغانستانه ووځي.

هغه زياته کړه، چې حکومت دې د ټول ګونديز کنفرانس د پريکړو له مخې له وسله والو پاکستاني طالبانو سره خبرې پيل کړي، ګنې هغه قوتونه چې نه غواړي د دواړو غاړو ترمنځ خبرې پيل شي، خپلو دسيسو ته دوام ورکړي او حالات به لا خراب کړي.

د پاکستان د سياسي او افغان چارو څارونکي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خيبر پښتونخوا مختيار يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، د مولانا فضل الرحمان له څرګندونو داسې برېښي، چې دا د هغه نه، بلکې د پاکستان د استخباراتو خبرې دي:

"دا خلک چې کله په اقتدار کې و، افغانستان کې په قبرستان او جېلخانه باندې بدل کړى و د افغانانو په خپله جامه، خپلو وېښتو او خپلو کړو وړو کې اختيار نه و پاتې شوى. د پنجاب او عربو دهشتګردانو سره ټينګونه وو او افغان ولس چاقو قدرې ځان سره نه شو ګرځولاى.

زه دا فکر نه کوم، چې افغانان به بيا هغه خلک ځان باندې مسلط کوي، کوم چې د مولانا صاحب دوستان دي او کومو چې د خلکو ماشومان بچي سکولونو ته نه پرېښودل، نو دا خبرې مولانا فضل الرحمن نه، بلکې د پاکستان استخباراتي کوي."


جمعيت علماء اسلام ګوند د پاکستان د هغو ګوندونو له ډلې څخه دى، چې تل يې له وسله والو طالبانوسره د خبرو اترو غوښتنه کړې او په وينا يې چې روانې بدامنۍ د مخنيوي يواځينۍ لار په افغانستان او پاکستان کې له وسله والو طالبانو سره خبرې دي.

د پاکستان د سياسي چارو کارپوهان په دې اند دي، چې مولانا فضل الرحمن په افغان او پاکستاني طالبانو کې ډېر نفوذ لري او په خبره يې ډېرى طالبان نوموړى خپل استاد ګڼي.

ياده دې وي، چې مولانا فضل الرحمن څو ورځې مخکې د افغان ولسمشر حامد کرزي په رسمي بلنه د يوه جګپوړي پلاوي په ملتيا کابل ته تللى و او د افغان ولسمشر په ګډون يې له جګپوړو افغان چارواکيوسره ليدلي وو.
XS
SM
MD
LG