د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

له داعش څخه د پاکستاني طالبانو ملاتړ د پاکستاني استخباراتو نوي دسیسه


د امنیتي او پوځي چارو افغان څیړونکي له داعش وسله والې ډلې څخه د پاکستاني طالبانو ملاتړ د پاکستاني استخباراتو نوي دسیسه بولي.

د افغانستان د امنیتي او پوځي چارو کارپوهان په دې باور دي چې؛ د داعش وسله والې ډلې څخه د پاکستاني طالبانو د ملاتړ ډیره اغیزه به پر پاکستان وي.

دوی وايي، پاکستان غواړي په دې سره نړۍ ته وښیي چې؛ د وسله والو له خطر سره مخ دی او نړیوال باید په دې برخه کې د پاکستان مالي ملاتړ وکړي.

د امنیتي چارو کارپوه جنرال عبدالهادي خالد د سې شنبې په ورځ ازادی راډيو ته وویل؛ طالبان د پاکستان په لاس جوړ شوي دا ملاتړ یې د پاکستان په خوښه کړی او هغه څه وايي، چې د پاکستان خوښه وي.

"په دې کې هیڅ شک نشته چې، پاکستان د طالبانو په جوړولو کې لاس درلود؛ نو ځکه اوس ویلای شو، چې پاکستاني طالبانو اوس هم د پاکستان د استخباراتو په اشارې له داعش څخه خپل ملاتړ اعلان کړی؛ تر څو نړیوالې مرستې تر لاسه او د بودجې کسر پوره کړي."

ښاغلی خالد وايي که داعش وسله وال د پاکستاني طالبانو په مرسته تر پاکستان او افغانستانه رارسیږي؛ نو ډير احتمال شته چې د پاکستان د حکومت له کنټروله ووځي او بیا یې هم ډیر زیان پاکستان ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې، پاکستاني طالبانو د تیرې شنبې په ورځ له خپلو پلویانو وغوښتل چې په منځني ختیځ کې د هغه کمپاین سره مرسته وکړي چې؛ غواړي اسلامي خلافت رامنځته کړي.

په همدې ډول د پاکستاني طالبانو ویاند د لوی اختر د مبارکی په پیغام کې داعش وسله والې ډلې ته په خطاب ویلي وو؛ چې موږ په تاسې ویاړو او ستاسې په غم او خوشحالی کې ځانونه شریک ګڼو.

خو د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر مولانا فضل الله رسنیو ته په یوه استول شوي بیان کې ویلي؛ چې دوی د نړۍ له ټولو مجاهدینو سره همدردي لري؛ خو زیاته کړې ده، چې ټولې هڅې یې د ملا محمد عمر تر مشرۍ لاندې پر مخ ځي.

مولانا فضل الرحمان په دې بیان کې ویلي؛ چې د دوی بیعت له ملاعمر سره دی او له خپلو ملګرو یې غوښتي، چې د اسلام اباد پر ضد خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

خو د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل په دې نظر دی چې؛ له داعش څخه د پاکستاني طالبانو ملاتړ به په پاکستان سربیره په اوږدمهال کې په افغانستان هم اغیز ولري.

خو د نوموړي په وینا، د افغانستان نوی حکومت د امنیت په برخه کې قاطعیت لري او د داعش په شمول نور وسله وال مخالفین به پرې نږدي چې؛ په یوه او بله بهانه د هیواد امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

"دا ملاتړ به د لنډې مودې لپاره په افغانستان هم اغیزې ولري او د دې امکان هم ډیر ده چې هغه طالبان چې په افغانستان کې جنګیږي؛ د داعش هر کلی وکړي، خو دا زر له منځه تلونکي خبره ده او دوام نه کوي.

ځکه زموږ نوی جمهور رییس دا ټینګه اراده لري؛ په هر قیمت چې وي، په افغانستان کې سوله راولي."

ومو غوښتل چې، په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې په احتمالي فعالیتونو او دا چې له دې ډلې څخه به د پاکستاني طالبانو ملاتړ په سیمه څه اغیزې ولري؛ د کورنیو چارو وزارت او د افغانستان د ملي امنیت ریاست نظر هم ولرو؛ خو دوی په دې باره کې له څه ویلو ډډه وکړه.

داعش یا د عراق او شام د اسلامي دولت وسله والې ډلې شاوخوا پنځه میاشتې مخکې په عراق کې خپل فعالیت پیل کړ او د نړی له مسلمانانو یې وغوښتل چې؛ د دوی په وینا، د دوی له اسلامي خلافته ملاتړ وکړي.

سره له دې چې نړیواله ټولنه دا مهال له دې وسله ولې ډلې سره په جګړه بوخته ده؛ خو د داعش یا اسلامي خلافت وسله وال توانیدلي چې؛ د عراق او سوریې ډيری سیمې ونیسي او دا مهال د ترکیې سرحد سره نږدې د کرد وسله والو سره په جګره بوخت دي.

XS
SM
MD
LG