د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

"ملاله یوسفزۍ د سختدریځو وسلوالو په برید کې نه ده ژوبله شوې"


د پاکستان تر ټولو نفوذ لرونکې اسلامي ګوند مشر« فضل الرحمان» ادعا کوي، چې 15 کلنه ملاله یوسفزۍ د سختدریځو وسلوالو په حمله کې نه ده ژوبل شوې، دا یوه توطیه وه، چې په ټول پاکستان کې خپره شوه، چې ګواکې نوموړې د وسلوالو له خوا د توپک په ډزو ټپي شوه.

ملاله د پښتونخوا ایالت د سوات په دره کې د نجونو د تعلیم او تربیې لپاره یوه مخکښه مبارزه ده. ملاله تیره میاشت، په داسې حال کې چې له ښوونځي څخه د کور پر لور روانه وه، د وسلوالو له خوا د توپک په ډزو و ویشتل شوه. هغه په سر کې زخمي شوه او وروسته د درملنې لپاره انګلستان ته ولیږل شوه، اوس یې حالت مخ پر ښه کیدو دی.

ګارډين ورځپاڼه لیکي:

پر ملالې باندې وسلوالې حملې په ټوله نړۍ کې خلک په قهر او غصه کړل. پاکستاني طالبان چې پر هغې یې د حملې مسؤلیت منلی دی، یو دفاعي حالت کې دي.

د جمیعت علمايي اسلام د ګوند مشر او د حاکم ائتلاف پخواني غړي«فضل الرحمان» د رواني اوونۍ په پيل کې خبري کانفرانس کې پر ملالې باندې حمله رد کړه او هغه یې یوه ډرامه وګڼله.

فضل الرحمان د ملالې په اړه، چې لا اوس هم د انګلستان د برمینګم ښار په « ملکه الزابت» روغتون کې تر درملنې لاندې ده او نور جراهي عملیات یې په مخ کې دي، وویل:

“کله چې د ملالې څخه پټۍ لیرې کړل شوې نو د هغې پر سر د زخم نښه نه ښکاریدله.”

فضل الرحمان زیاته کړه، ملاله یوازینۍ ښځه نه ده چې په دغه هېواد کې له بې انصافۍ ، ازار او اذیت سره مخامخ ده:

“ډيرې ښځې د امریکا له خوا د بې پيلوټو الوتکو په حملو کې وژل شوي دي.“

فضل الرحمان زیاته کړه، په کراچۍ کې هم هره ورځ په اوسط توګه له 15 څخه تر 20 کسانو وژل کیږي.

په دې اړه په پيښور کې د ازادي راډيو د مشال د څانګې خبریال عمر داراز وايي:

“د جمعیت علما اسلام د ډلې مشر فضل الرحمان په یوه اجتماع کې خپل ولس ته په وینا کې وويل، دوي پر ملالې یوسفزۍ باندې د وسلوال برید غندنه کوي، ځکه چې اسلام پر زنانوو باندې، تشدد او پر هغې باندې د وسلوال برید اجازه نه ورکوي. خو نوموړي وویل، چې کله هم ملاله د انګلستان برمنګهم ښار د کوین الزابت هسپټال ته ورسول شوه، د هغې له سره څخه پټۍ لیرې شوه، زخم نه ښکاریده.

فضل الرحمان وویل، چې دغه دوي ته، تش یوه ډرامه ښکاري. هغه دا هم وویل، چې د ملالې یوسفزۍ په شان نورې ډيرې نجونې شته، چې له هغوي سره زیاتی شوی دی خو څوک یې تپوس نه کوي. ”


اما، کره کتونکي باور لري چې، فضل الرحمان دا خبرې په دې خاطر کړي دي، چې له انتخاباتو څخه وړاندې د خپل ګوند لپاره د طالبانو ملاتړ اطمناني کړي. اټکل کېږي چې انتخابات به په رانوي پسرلي کې وشي.

ملاله هغه وخت مشهوره شوه کله چې وسلوالو په 2009 م کال د « مینګوړه » سیمه په خپل کنټرول کې ونیوله. په دې وخت کې ملالې په مستعار نوم د« مکۍ» په نامه بي بي سي ته د طالبانو د ظلم په اړه یاداښتونه لیږل.

د ملالې اصلي هویت تير کال څرګند شو او کورنۍ ته یې په مسلسله توګه د مرګ تهدیدونه کیدل.

ګارډين ورځپاڼه زیاتوي:

په هرحال په پاکستان کې همیشه د توطیو جوړولو نظریې شته،ځيني باور لري، چې پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ملالې ډزې کړي، څو په شمالي وزیرستان کې د مخالفو وسلوالو پر ضد پوځي عملیاتو خبره چې ډير پخوا یې انتظار کیده ، توجیه کړي.
XS
SM
MD
LG