د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

د پاکستان انتخابات


د شنبې په ورځ به د پاکستان له يو سل او اتيا ميليونه خلکو ښايي نژدې نيمايي په عمومي انتخاباتو کې برخه واخلي او په دې ډول به د دې هيواد راتلونکې حدود يا غير مذهبي، يا نشنلست او يا هم اسلام پلوه وټاکي.

انتخاباتي هلې ځلې تر دې دمه له شخړو سره ملګرې دي، هم د سياستوالو پر غونډو بريدونه کيږي او هم کانديدان او سياسي څيرې تر اوسه په نښه شوې دي.

تر ټولو پر سيکولر ډلو ډير بريدونه شوې دي. دا حملې تحريک طالبان پاکستان ډلې کړې دي، په ځينو سيمو کې بيا بيلتون غوښتونکو بريدونه کړې دي.

دا انتخابات د رايي ورکونکو د شمېر له اړخه د نړۍ پنځم ستر انتخابات دي، خو ښايي ګڼ کسان چې د رايي ورکولو حق لري، خپلې رايي ونه کاروي. په هغو سيمو کې چې د افراطيانو اغيز ډير دی هلته ښايي په ميليونونو ښځې د رايي اچولو محرومه شي.

د پاکستان د مرکزي پارلمان ۳۴۲ څوکۍ دي، په دغو کې شپيته څوکۍ ښځو ته بيلې شوې او لس اقليتونو ته ځانګړې شوې دي.

د پاکستان په انتخاباتو کې اته څلويښت ميليونه نارينه او اووه ديرش ميليونه ښځې د رايي ورکولو حق لري او د رايي ورکولو مرکزونه اويا زره دي.

د دې انتخاباتو ترڅنګ به په پنجاب، سند، خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې د صوبايي اسمبليو لپاره رايي واچول شي.

مرکزي پارلمان ته څلورنيم زره کسانو ځانونه کانديد کړې دي او ايالتي پارلمانونو ته يولس زره کسانو. مرکزي پارلمان به د پاکستان صدراعظم د اکثريت راييو له مخې غوره کړي او صوبايي پارلمانونه به بيا د ايالتونو وزيراعلی انتخاب کړي.

د پاکستان په مهمو ګوندونو کې يو هم داسې نه ښکارې چې په انتخاباتو کې به برلاسي وي. د دغه هيواد مهم سياسي ګوندونه په دريو ډلو ويشل شوې دي، غيرمذهبي، اسلامي ډلې او نشنلستان.

سيکولر ګوندونه:

پيپلز ګوند: په مهمو سيکولر ګوندونو کې يو پيپلز ګوند دي چې سرپرست مشر يې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري دي. پيپلز ګوند يا پي پي پي په تيرو پنځو کلونو کې د واکمن ايتلاف عمده ګوند و.

د دې ګوند ډير ملاتړي په سند ايالت کې دي، خو د ټول پاکستان په ښاري سيمو کې هغه کسان چې تعليم يې کړي او شتمن دي، همدا راز په کليو بانډو کې په خوارانو کې پيپلز ګوند نفوذ لري.

عوامي نشنل ګوند:

په نشنل عوامي ګوند کې چې؛ يو ليبرال ګوند دي، اکثريت د پښتنو دي، دا ګوند عملا د طالبانو پرضد فعاله دي. عوامي نشنل ګوند د خيبرپښتونخوا ايالتي حکومت کړي او په دې سيمه کې غښتلي ملاتړ لري.

متحده قومي تحريک:

متحده قومي تحريک يا ايم کيو ايم ګوند يو ليبرال سياسي ګوند دي او د پاکستان په سترښار کراچۍ کې يې انتخابات ګټلي دي.

د ايم کيو ايم ملاتړ هغه کسان کوي چې؛ په اردو خبرې کوي، دغو کسانو ته مهاجر وايي، ځکه چې دوي هغه وخت له هنده پاکستان ته کوچيدلي دي چې په ۱۹۴۷ کې پاکستان له هنده بيليده.

قومي ډلې:

پاکستان مسلم ليګ نواز يا پي ايم ايل، اين:

د دې ګوند مشري د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شريف کوي. پي ايم ايل اين د پاکستان په محافظه کاره ګوندونو کې مخکښ ګوند دي، چې د پاکستان په تر ټولو ګڼ ميشته ايالت پنجاب کې يې په تيرو پنځو کلونو کې حکومت کړي او په دې ايالت کې ډير ملاتړي لري.

د پاکستان تحريک انصاف:

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشري د پاکستان د کرکټ پخواني کپتان عمران خان کوي. دغه ګوند په وروستيو کلونو کې د پاکستان په ښارونو کې ګڼ ځوانان جذب کړې دي. دا ګوند په دې مشهوره دي چې په پاکستان کې دننه د بې پيلوټه الوتکو له بريدونو سره سخت مخالف دي او د پاکستان د دوديزو ګوندونو پرضد يې جدي مبارزه پيل کړې ده.

اسلام پلوه ډلې:

جمعيت علماء اسلام:

دا ګوند په څو برخو ويشل شوي دي. د لويې برخې مشري يې مولانا فضل الرحمان کوي. دغه ګوند غواړي چې په پاکستان کې شرعي اسلامي قانون پلي شي. دا ګوند په خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې غښتلي دي.

جمعيت اسلامي:

دا ګوند د مصر د اخوان المسلمين په څير دي. دا ګوند په پاکستان کې په دې مشهوره دي چې ډير منظم دي. د دې ګوند اکثر مشران او غړي د ښارونو اوسيدونکي دي، خو په ټول پاکستان کې يې په انتخاباتو کې ونډه کمزورې ده.

د پاکستان په انتخاباتو کې د يو شمير سياسي څيړونکو په وينا اقتصاد، د بريښنا ستونزه، امنيت او د راتلونکي سياسي سيستم بڼه څلور عمده ټکي دي.

دغه انتخابات په داسې وخت کې کيږي چې پاکستان له خپلو دوو ګاونډيو افغانستان او هند سره ښه اړيکي نه لري، خو بيا هم يو شمير سياسي څيړونکي په دې باور دي چې د پاکستان په روانو انتخاباتو کې کورنۍ ستونزې په انتخاباتي هلو ځلو کې برلاسه دي.

امنيت د پاکستان پر انتخاباتو منفي اغيز کړي دي، په تيره بيا د عوامي نشنل ګوند پر انتخاباتي هلو ځلو. د دغه ګوند پر غړيو تر اوسه هم په خيبر پښتونخوا کې سخت بريدونه شوي او هم په کراچۍ کې د دې ګوند کانديدان وژل شوې دي. په سند کې د عوامي نشنل ګوند صوبايي مشر شاهي سيد ازادي راډيو ته وويل:

« موږ چې څه حالت کې يوو، موږ ته به څوک راييه څرنګه راکوي، موږ به څرنګه ګرځو، دا يو طرفه انتخابات دي، ترهرګر به پکې کاميابه شي او له پاکستانه به افغانستان جوړ شي او نړۍ به بيا وايي چې پاکستان د ترورستانو هيواد دي»

عوامي نشنل ګوند هغه ګوند نه دي چې د پاکستان پر عمومي انتخاباتو يې اغيز ډير وي، ځکه چې د دغو انتخاباتو د ګټې او زيان اصلي مرکز پنجاب دي چې هلته عوامي نشنل ګوند څوک نه لري. له پنجابه د پاکستان د مرکزي پارلمان نيمايي څوکۍ انتخابيږي.

خبريال زاهد حسين د پاکستان پر عمومي انتخاباتو د پنجاب تر اغيزې پورې وايي:

« پنجاب د مسلم ليګ نون او د عمران خان د تحريک انصاف ګوند تر منځ د مبارزې اصلي مرکز دي. پي پي پي اوس په دې سيمه کې ډير کمزوري شوي، نو د دغو دوو ګوندونو تر منځ به اصلي سيالي وي»

د ځينو سياسي څيړونکو په وينا جماعت علما اسلام، متحده قومي تحريک او عوامي نشنل ګوند به د پاکستان په ايالتي او مرکزي پارلمانونو کې ايتلافونه وکړي او له دې لارې کيداي شي چې له انتخاباتو وروسته د نوي حکومت په جوړيدو کې د دوي ونډه د پام وړ شي.
XS
SM
MD
LG