د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

ملي شورا دا ځل د سولې په مسئله کې د پاکستان رښتینې همکارۍ ته هیله‌منده ده


پاکستان ته د عمر داوودزي سفر او له هغه هېواده د ښو خبرو راپورونو د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو د نړیوالو اړیکو کمېسیونونه، دا ځل د افغانستان د سولې په مسئله کې د پاکستان رښتینې همکارۍ ته هیله‌مند کړي دي.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړي نادر خان ګټوازي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۰» ازادي راډیو ته وویل، نړیوالو شرایطو بدلون موندلی او پر پاکستان هم فشارونه زیات دي، نو ځکه خوشبیني موجوده ده چې پاکستان دا ځل صادقانه همکاري وکړي.

ارشیف، د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی نادرخان ګټوازی په یوه خبري غونډه کې
ارشیف، د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی نادرخان ګټوازی په یوه خبري غونډه کې

نوموړي زیاته کړه:

"زه پاکستان ته د داوودزي صیب سفر هیله بخښونکی بولم، ځکه چې نړیوالو شرایطو هم تغییر کړی، په پاکستان هم فشارونه ډېر دي، د هغه هېواد په اداره کې هم بدلون راغلی، زه فکر کوم چې یو څه به د پاکستان په نیت کې هم بدلون راغلی وي."

رحیم: د سولې په مسئله کې د پاکستان ژمنه لویه لاسته راوړنه ده

سولې ته باید افغانان ولې هیله‌مند واوسي؟

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی عمر داوودزی دا مهال په یو څلور ورځني سفر په پاکستان کې دی.

د افغانستان د سولې عالي شورا له پاکستاني چارواکو سره د ښاغلي داوودزي لیدنې کتنې او خبرې هیله بخښونکې بللي.

دغې شورا ویلي چې ښاغلي داوودزي تر اوسه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي، د هغه هېواد د جمعیت علماء اسلام له مشر مولانا فضل‌الرحمان او د عوامي نشل ګوند له مشر اسفندیار ولي خان سره کتلي دي.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري ازادي راډیو ته ویلي چې په‌دغو لیدنو کتنو کې په‌دې هوکړه وشوه چې پاکستان باید د افغانستان د سولې په برخه کې عملي ګامونه واخلي او د هغه هېواد په کوربه‌توب د دواړو هېوادونو د علماوو غونډه هم جوړه شي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري
د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

ښاغلي داوودزي بیا پرون اسوشیټېډ پرس خبري اژانس سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې د پاکستان صدراعظم، سیاسي ګوندونه او پوځي ادارې سره ورته نظر لري او دې موږ هیله‌مند کړي یوو.

تمه ده چې نوموړی نن هم له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره وګوري او سبا د جمعې په ورځ بېرته افغانستان ته راستون شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی سید صفي‌الله هاشمي، په افغانستان کې سوله د دواړو هېوادونو په ګټه بولي وايي، تمه ده چې له روانو خبرو یوه مثبته نتیجه ترلاسه شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د سولې موضوع د دواړو هېوادونو په ګټه ده، زه فکر کوم چې پاکستانیان به هم ستړي شوي وي او کرار کرار به یوې نتیجې ته ورسېږي، که څه هم هیله بخښونکې مخینه نه‌لري، خو تمه ده چې په روانو لیدنو کتنو او خبرو کې دوی وکولای شي چې یوې نتیجې ته ورسېږي."

د سولې عالي شورا د دارالانشاء د رئیس او د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه، پاکستان ته دا د ښاغلي داوودزي لومړی سفر دی.

خو هېره دې نه‌وي چې ښاغلي داوودزي له خپل دغه نوي مأموریت نه مخکې د پاکستان په همکارۍ افغانستان ته د سولې راتګ ناممکن بللی او په‌دې برخه کې یې د هغه هېواد په رښتینې همکارۍ په وار وار شک څرګند کړی و.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG