د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

هېواد: طالبان هڅه کوي له افغان حکومت سره سوله وکړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د افغانستان د سولې د موضوع په اړه لیکلي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، تېره یکشنبه په ارګ کې ولسمشر غني د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول له یو شمېر جهادي او سیاسي شخصیتونو سره مهمه غونډه درلوده چې متأسفانه ارګ پرې غلی شو.

په سرمقاله کې راغلي چې په یادې غونډه کې د سولې او له روان بحرانه د هېواد د ژغورنې په هدف د یو لوی چتر او محور د جوړولو پر اړتیا خبرې وشوې.

د سرمقالې لیکوال لیکي:

د روانو بدمرغیو تر ټولو ستر لامل همدا دی چې زموږ ولس د خپلې ارادې د تمثیل مرکز نه‌لري، حکومت له ولس سره واټن لري، له سیاسي کړیو سره د تفاهم ژبه نه‌لري او په اصطلاح له ځانه سره‌یې ډنګوي.

د ورځپاڼې په باور که حکومت او سیاسي ډلې دغه خلا له‌منځه یونه‌سي اوسنی بحران دومره لوی دی چې ټول به په‌کې د خاشاکو په څېر ورسره واخلي.

ویسا په یووالي ټینګار کړی لیکي، یا اوس یا هېڅکله!

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکي چې طالبان هڅه کوي له افغان حکومت سره سوله وکړي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، د ایران د ملي امنیت شورا منشي پرون یوې غونډې ته ویلي چې طالبان هڅه کوي له افغان حکومت سره سوله وکړي او ایران په‌دې برخه کې له افغان حکومت سره مرسته کوي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د راپور پر بنسټ علي شمخاني دا هم ویلي چې امریکا د خپلو استازو له لارې د افغان سولې د مذاکراتو په اړه ایران ته ویلي، چمتو ده چې په دې اړه ورسره خبرې وکړي.

هېواد لیکلي، خو امریکايي چارواکو او طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

په مطلب کې دا هم راغلي چې ایران په‌دې وروستیو کې دوه ځلې له طالب استازو سره لیدلي او د افغانستان د سولې په اړه‌یې ورسره خبرې کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ په جده کې د جوړېدونکې غونډې ځنډېدو ته په اشارې سره لیکلي دي.

ورځپاڼې لیکلي، ولسمشر غني د جنیوا په غونډه کې اعلان وکړ چې سوله وخت غواړي او د ده د سولې پروګرام کم تر کمه پنځه کاله وخت نیسي.

نو ورځپاڼه لیکي چې د سولې د خبرو ځنډ ته که هغه د هر لامل له مخې وي د ملي وحدت حکومت خوشحالېږي.

خو په مطلب کې راغلي، بل‌خوا بیا د ځینو سرچینو په حواله زلمي خلیل‌زاد شپږ میاشتې وخت اخیستی چې د افغانستان د سولې او جګړې برخلیک معلوم کړي، نو ځکه بیړه لري.

XS
SM
MD
LG