د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۴

جان اڅکزی: د طالبانو حکومت دې پر پاکستان برید کوونکي ' ترهګر' را وسپاري


له ارشیفه د پاکستان او طالبانو بیرغونه
له ارشیفه د پاکستان او طالبانو بیرغونه

د بلوچستان د اطلاعاتو موقت وزیر جان اڅکزی ادعا کوي چې په پاکستان کې له بریدکوونکو ترهګرو د طالبانو حکومت ملاتړ کوي.

هغه پرون رسنیو ته وویل، دوی څو ځل په دې اړه د بهرنیو چارو وزارت په کچه ټول اسناد او ثبتونه د طالبانو حکومت ته سپارلي، خو د ده له قوله، طالبانو دوه ګونې لوبه پیل کړې چې دوی ته نور د زغم وړ نه‌ده.

هغه د دې ملاتړ د بدو پایلو په اړه خبرداری هم ورکړ.

اڅکزي وویل:

"د دې خلکو"ترهګرو" هلته مرکزونه دي. دوی ته وسلې ورکول کېږي. د طالبانو یو شمېر قوماندان د دوی مرسته کوي. همدا ډول هغه افغان وګړی چې د هلمند و او د ټانک او کرک په پېښو کې یې لاس درلود د هغه یو ورور په کندهار کې لوی قوماندان دی. نو له هغه ځایه په دې ډول لاس‌وهنه او د منظمو ترهګریزو پېښو سنبالولو په اړه یې له موږ سره کره اسناد شته. له همدې امله زموږ غوښتنه دا ده چې پاکستاني ترهګر دې پاکستان ته وسپارل شي. "

جان اڅکزی په وروستیو کې په پرله پسې ډول د طالبانو پر حکومت تورونه لګوي
جان اڅکزی په وروستیو کې په پرله پسې ډول د طالبانو پر حکومت تورونه لګوي

د طالبانو حکومت تر اوسه د بلوچستان د اطلاعاتو موقت وزیر د څرګندونو په اړه غبرګون نه‌دی ښودلی، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ په ډیره اسماعیل خان کې له برید وروسته وویل، دا برید په افغانستان پورې هیڅ اړه نه‌لري.

د بلوچستان موقت وزیر په ډېره اسماعیل خان کې له برید وروسته هم په خپله اېکس‌پاڼه په افغانستان کې د غچ اخیستونکو او هوايي بریدونو، ځانګړو عملیاتو، د ټولو افغان کډوالو د ایستو، له افغانستان سره د پولو تړلو او د القاعده او نورو ترهګرو ډلو د له‌منځه وړو لپاره د متحده‌ایالاتو ډرون الوتکو ته د اډو ورکولو وړاندیز کړی و، خو خپله دا لیکنه یې بېرته پاکه کړه.

په پاکستان کې د نا امنۍ پېښو له ډېرېدو سره، وروستیو کې ډېر شمېر پاکستاني چارواکي د پړې ګوته د طالبانو حکومت ته نیسي او وايي چې دا بریدونه د افغانستان له خاورې په ګټه کېږي، خو د طالبانو حکومت یې په غبرګون کې ویلي چې دوی په نورو هېوادونو کې د نا امنۍ مسوول نه‌دي.

د راپورونو پر بنسټ، همدې دوو بېلابېلو نظریاتو د طالبانو اوسني رژیم او پاکستاني حکومت ترمنځ اړیکې کړکېچنې کړي دي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ د مولانا فضل الرحمان د منځګړتوب خبرونه هم ورکړل شوي
د پاکستان او طالبانو ترمنځ د مولانا فضل الرحمان د منځګړتوب خبرونه هم ورکړل شوي

په همدې حال کې یو شمېر پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړی چې د دې ترینګلو اړیکو د سمون لپاره د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل‌الرحمان منځګړتوب کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دې ګوند له‌خوا خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي چې پرون د طالبانو حکومت ملا فضل‌الرحمان ته بلنه ورکړې چې کابل ته سفر وکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر به له طالب چارواکو سره د تحریک طالبان پاکستان په اړه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د رامنځ‌ته شوې ستونزې د اواري هڅه وکړي.

پاکستان وروسته تر دې د طالبانو په حکومت د تحریک طالبان پاکستان د ملاتړ تورونو ته زور ورکړ چې دوی په کابل کې د پاکستاني حکومت او ټي‌ټي‌پي ترمنځ د سولې خبرو منځګړتوب او کوربه‌توب وکړ.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG