د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

​​​​​​​پاکستان: طالبان باید د 'ډېره اسماعیل خان' د برید عاملان اسلام‌اباد ته وسپاري


د روانې ډسمبر میاشتې په دولسمه د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان درابن سیمه کې د پاکستانیو ځواکونو په پوځي مرکز برید کې د رسمي شمېرو له مخې ۲۳ پاکستاني سرتېري ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.
د روانې ډسمبر میاشتې په دولسمه د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان درابن سیمه کې د پاکستانیو ځواکونو په پوځي مرکز برید کې د رسمي شمېرو له مخې ۲۳ پاکستاني سرتېري ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

پاکستان یو وار بیا په افغانستان کې د طالبانو له حکومته د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د انتحاري حملې د عاملانو پر ضد د سختو اقداماتو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې یې د طالبانو له حکومته رسمي بیان ترلاسه کړی چې په ډېره اسماعیل خان کې به د شوې پېښې په اړه څېړنې کوي.

د دې وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ تېره ورځ په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې وویل چې طالبان دې د دې برید د عاملانو پر ضد جدي اقدامات وکړي.

نوموړې وویل چې طالبان باید د دغه برید عاملان او د تحریک طالبان پاکستان مشران اسلام اباد ته وسپاري.

ممتاز زهرا بلوچ
ممتاز زهرا بلوچ

بلوچ زیاتوي: "افغانستان باید د دې بدې پېښې د عاملانو پر وړاندې جدي ګامونه واخلي او هغوی د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره یوځای پاکستاني لوري ته وسپاري. موږ دغه شان له افغانستان تمه لرو چې د تروریستي ډلو له لوري د پاکستان پر ضد د افغانستان له خاورې د استفادې څخه د مخنیوي لپاره مشخص او رښتینې ګامونه پورته کړي."

د روانې ډسمبر میاشتې په دولسمه د پاکستان د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان درابن سیمه کې د پاکستانیو ځواکونو په پوځي مرکز برید کې د رسمي شمېرو له مخې ۲۳ پاکستاني سرتېري ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

تحریک جهاد اسلامي ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

له پېښې سمدستي وروسته پاکستان په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت شارژدافېر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد که څه هم د اسلام اباد د تازه غوښتنو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې یې په ډېره اسماعیل خان کې له انتحاري حملې وروسته رسنیو ته ویلي وو، دوی به په هغه موضوعاتو غور وکړي چې شارژدافېر ته یې سپارل شوي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

پر افغانستان د طالبانو د بیا ځل واکمنۍ له پیل وروسته د پاکستان په بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول خیبرپښتونخوا ایالت کې د تحریک طالبان پاکستان وسله والو بریدونه زیات شوي چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تازه په خپل ایکسپاڼه لیکلي چې په وروستیو کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې بحراني شوي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد

خلیلزاد لیکلي چې پاکستان د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو او په افغانستان کې د طالبانو حکومت اسلام اباد د داعش د خراسان څانګې په ملاتړ تورنوي.

نوموړي زیاه کړې چې دواړه لوري باید د خبرو له لارې یوبل ته ضمانت ورکړي چې خاوره یې د یو بل پر ضد نه استعمالېږي.

په پاکستان کې د ناامنۍ د پېښو په لړ کې د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ نن هم د دغه هېواد د خیبر پښتونخوا ایالت ټانک او باړې سيمې کې دوه حملې شوي چې د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ دوه پولیس او دوه پاکستاني سرتېري په کې وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG