د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

د تورخم دروازه د باروړونکو موټرو پرمخ بېرته پرانیستل شوه


د تورخم دروازې یوه څنډه
د تورخم دروازې یوه څنډه

پاکستاني او طالب چارواکي وايي چې تورخم لاره د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد لپاره پرانیستل شوه.

په تورخم کې یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته ويلي چې دا دروازه د دواړو لوریو ترمنځ تر مذاکراتو وروسته خلاصه شوې او اسناد لرونکي خلک پرې تګ راتګ کولی شي.

د دغه چارواکي په خبره يوه جنجالي لوحه ليرې کړل شوې او مسئله حل شوې ده.

چارواکو تر دې مخکې مشال راډيو ته ويلي وو چې طالبان بېګا تورخم دروازه تر هغه وروسته بنده کړه چې د پاکستان لخوا په صفري نقطه کې د لوحې لګولو کار روان و.

خو په تورخم کې د طالبانو د حکومت کمېسار عصمت الله رسنيوو ته ويلي چې پاکستاني چارواکو غوښتل د لوحې په پلمه دروازه جوړه کړي چې دا د دواړو خواوو د هوکړو پر خلاف کار دی.

د هغه په وينا ،کله چې طالبانو د دې کار مخه ونيوله نو پاکستان د سوداګرۍ موټرو پرمخ دروازه وتړله.

پخوا هم په بېلابېلو وختونو کې د پاکستانيو او افغان طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمنځ تر جنجالونو وروسته تورخم دوازه تړل شوې.

دواړو خواوو د کشالو د حل لپاره يوه شريکه کمېټه جوړه کړې ده.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول خان جان الکوزي تېره اوونۍ ازادي راډيو ته ويلي وو، د پاکستان حکومت په وار وار افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې کړي او په يوه او بله پلمه د تورخم دروازه تړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG