د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

پاکستان د طالبانو له تورنولو څه تمه لري؟


د طالبانو یو شمېر امنیتي ځواکونه
د طالبانو یو شمېر امنیتي ځواکونه

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر بیا افغان طالبان تورن کړي چې د پاکستان د حکومت غوښتنې نه پوره کوي.

جان اڅکزي تورپورې کړی چې د طالبانو حکومت د دې پرځای چې په پاکستان کې په حملو کې دخیل عناصر چې د ده په وینا د افغانستان له خاورې کاراخلي، دوی ته تسلیم کړي، دوه مخې لوبه کوي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم ویلي چې د طالبانو حکومت باید د پاکستان دښمن خپل دښمن وګڼي.

د پاکستاني چارواکو د دغو څرګندونو په اړه په اړه نوریاس نوري د امنیتي او سیاسي چارو له شنونکي احمدخان اندړ سره مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې پاکستاني چارواکي پرافغان طالبانو د تورونو په دغې لړۍ سره چې له یوې مودې راهیسې یې ډیره تیزه کړې، څه غواړي لاس ته راوړي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:10 0:00

XS
SM
MD
LG