د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۸

مولانا فضل الرحمان به د کابل- اسلام اباد اړیکې ورغولی شي؟


مولانا فضل الرحمان او په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد جان شکېب
مولانا فضل الرحمان او په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد جان شکېب

په اسلام آباد کې د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمدجان شکېب پرون د پاکستان د جمیعت العلمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان سره په کتنه کې د کابل او اسلام آباد پر اړیکو خبرې وکړې.

جمیعت العلمای اسلام ګوند پر خپله ایکس پاڼه په یوه بیان کې د دې لیدنې خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې دا کتنه د مولانا په استوګنځي کې وشوه.

د بیان له مخې، په کتنه کې افغان سفیر ښاغلي فضل الرحمان ته د طالبانو د حکومت خصوصي پیغام ورساوه.

په دې اړه چې پر افغانستان د واکمنو طالبانو د پیغام جزییات څه وو، په بیان کې څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ د مهال یو چارواکی اکبر آغا له فضل الرحمان سره د افغان سفیر کتنه ډېره مهمه نه ګڼي او وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانه لانجه د ټیټې کچې چارواکي نه شي حل کولای.

اکبر آغا له فضل الرحمان سره د طالب سفیر کتنه ډېره مهمه نه ګڼي
اکبر آغا له فضل الرحمان سره د طالب سفیر کتنه ډېره مهمه نه ګڼي

نوموړی وایي:

" پاکستان او افغانستان چې خپل مسایل حل کوي، باید له دواړو خواوو څخه په علماوو، قومي سپین ږیرو او حکومت کې قوي قوي خلک وي، یعنې هغوی کولای شي هغه مشکلات حل کړي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دي او د راتلونکي لپاره چې احتمال د مشکلاتو وي هغه حل کړي."

اکبر آغا له مولانا فضل الرحمان سره د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو د وزیر امیرخان متقي د دوو کلونو مخکې لیدنې ته د اشارې په ترڅ کې وايي چې دا ډول لیدنې کتنې عادي دي.

ښاغلی متقي د ۲۰۲۱ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څلور میاشتې وروسته پاکستان ته د سفر پرمهال د جمیت العلمای اسلام له مشر سره کتلي و.

له ښاغلي فضل الرحمان سره د طالبانو د سفیر کتنه دا پوښتنه هم رابرسېره کوي چې آیا د پاکستان دا مذهبي مشر دومره اعتبار لري چې په دې لویه لانجه کې منځګړتوب وکړي؟

زردشت شمس: په پاکستاني طالبانو کې د فضل الرحمان هېڅ وزن نشته
زردشت شمس: په پاکستاني طالبانو کې د فضل الرحمان هېڅ وزن نشته

په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت پخوانی ډيپلومات زردشت شمس دې پوښتنې ته په ځواب کې وايي:

" په پاکستاني طالبانو کې د مولانا فضل الرحمان هېڅ وزن نشته دی او پر ده د TTP له خوا څوځلې ځانمرګي بریدونه شوي دي. نو په ټوله کې که وګورو پاکستان اوس په ډېر مایوسه حالت کې دی او داسې ورته والی ښکاري لکه زموږ تېر جمهوریت چې په وروستیو کې په هېواد کې د سولې د راوستو لپاره همداسې لېوالتیا درلوده او هرې خوا ته یې لاس اچاوه، خو متاسفانه هغو ټولو هڅو هېڅ نتیجه ورنه کړه."

د جمیعت العلمای اسلام ګوند پر ایکس شبکې په خپل بیان کې یادونه کړې چې د طالبانو سفیر مولانا فضل الرحمان ته د کابل د سفر بلنه هم ورکړې ده، خو د دې سفر د احتمالي وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د افغانستان او پاکستان اړیکې په تېرو پنځو لسیزو کې هېڅکله ښه نه وو.

د تېر جمهوري نظام چارواکو تل پر پاکستان تور لګاوه چې په خپله خاوره کې یې د دولت مخالفو طالبانو ته پټنځایونه ورکړي دي، خو د جمهوریت له پرځېدو وروسته په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په پاکستان کې د تروریستي حملو له زیاتېدو وروسته د کابل او اسلام آباد په اړیکو کې ترینګلتیا نوره هم زیاته شوه.

اسلام آباد وايي د پاکستاني طالبانو تحریک دا حملې له افغانستانه تنظیموي، خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي او وايي چې پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه د افغانستان غاړې ته نه اچوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG