د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

یو شمېر افغان سوداګر: په کراچۍ بندر کې د اېسارو مالونو د خوشې کولو لپاره مو چا مرسته نه ده کړې


د پاکستان کراچۍ بندر - تصویر له ارشیفه
د پاکستان کراچۍ بندر - تصویر له ارشیفه

په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د کانټینرونو د خلاصون له هڅو سره- سره لا هم د دغو سوداګرو سلګونه کانټینرونه بند پاتې دي چې د سوداګرو شکایتونه او اندېښنې یې راپارولي دي.

يو شمېر هغو يې ازادي راډيو ته وويل، له دوه‌ نيمو مياشتو زيات وخت کېږي چې د کراچۍ په بندر کې د دوى سوداګريز توکي بند پاتې دي او له دوى څخه سلګونه ډالر جريمه اخيستل کېږي.

يوه سوداګر انور افغان ځدران ازادي راډيو ته وويل:

" تقريباً ۲۶ کانتينرونه په‌دې کې زما بند پاتې دي، په‌دې کې د موټر سېکلونو پرزې دي، لږ تر لږه ۳لکه ۷۰زره ډالر ډیمرج پر موږ راغلی دی چې دا ډيمرجې به موږ بهرنيو کمپينو ته ورکوو، له زياتو ستونزو سره مخ يو."

د کندهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې يو مدير انجنیر عبدالباقي هم دغه ستونزه تاییدوي او وايي:

" بايد ووايم هغه ۲۱۲ قلمه ممنوع جنسونه چې پاکستان اوس په ګمرک کې درولي دي او هغه ته اجازه نه ورکوي چې افغانستان ته راشي، د هغو له ډلې يې تور چای، رختونه، ټايرونه، د برېښنا سامان او هغه ماشينرۍ چې فابريکې ترې جوړيږي او د سينګار توکي په‌کې شامل دي."

هغه زياته کړه، چې د کندهار او نورو ولايتونو يو شمېر سوداګر کابل ته تللي، څو د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسوولينو او د طالبانو د حکومت له چارواکو سره دې ستونزې ته حل‌لاره پيدا کړي.

د پاکستان حکومت شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د سوداګريزو توکو څه باندې ۳۵۰۰ کانټینرونه ودرول.

تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

اسلام‌اباد د اکټوبر په درېیمه له افغانستان سره د ټرانزیټ په برخه کې په سوداګریز تړون کې بدلونونه راوستل او د افغان سوداګرو پر وارداتي توکو لس سلنه تعرفې سربېره یې د ځینو توکو پر لېږد بندیز ولګاوه.

خو اوس د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې دا مهال د سوداګریزو توکو ۴۵۰ کانټینرونه په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي او د خوشې کېدو لپاره يې هڅې روانې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دارلانشاء مشر اختر محمد احمدي ازادي راډيو ته وویل:

" تر اوسه پورې ۳زره کانټینرونه خوشې شوي او یوازې ۴۵۰ نور یې د تخنیکي ستونزو له امله بند پاتې دي. د سوداګرۍ خونه، خپله سوداګرو او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په ګډه هڅه کوي چې دغه ستونزه حل شي."

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد هم ازادي راډيو ته په یوه ليکلي پیغام کې ویلي چې په کراچۍ بندر کې د پاتې شویو کانټینرونو شمېر ۴۲۰ ته رسيږي، چې د خوشې کېدو لپاره يې خبرې روانې دي.

افغان سوداګر چې د کراچۍ په بندر کې یې سوداګريز توکي بند پاتې دي، ادعا کوي چې د پاکستان دا اقدام د نړیوالو قوانینو خلاف دی او باید ژر تر ژره دې د دوی ستونزې هوارې شي.

دوی ټینګار کوي چې که ستونزو ته يې ژر پام ونه‌شي، نو د دوی د زیان کچه به نوره هم زیاته شي او کاروبار به یې له‌ منځه ولاړ شي.

په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت په بېلابېلو پلمو د افغان سوداګرو د صادراتو او وارداتو په بهیر کې ستونزې رامنځته کوي چې د سوداګرو اندېښنې یې ډېرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG