د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

الکوزی: پاکستان افغانستان ته لا هم د ۴۰۰ کانټینرونو د تګ اجازه نه ده ورکړې


د کراچۍ بندر یوه څنډه. په دې بندر کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرو بند دي.
د کراچۍ بندر یوه څنډه. په دې بندر کې د افغان سوداګرو زرګونه کانټینرو بند دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې افغان مسوولان وايي، د پاکستان حکومت د افغان سوداګرو ۴۰۰ هغه کانټینره، چې د پاکستان چارواکو په ټکو د تور لېست توکي په‌کې شامل دي، د انتقال اجازه نه ده ورکړې.

که څه هم د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د پاکستان له کراچۍ بندر نه د افغان سوداګرو د کانتینرونو لېږد ته اجازه ورکړل شوې، خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې افغان مسوولان وايي، ۴۰۰ هغه کانټینره، چې د پاکستان حکومت په ټکو د تور لېست توکي په‌کې شامل دي، اجازه نه ده ورکړل شوې.

د دغې خونې یو مسوول خان جان الكوزي د دې څرګندونو تر څنګ ازادي راډیو ته وویل، تر دې وروسته چې کوم سوداګريز توکي د کراچۍ بندر له لارې افغانستان ته واردېږي د پاکستان حکومت به پرې نوې اصول پلي کوي چې افغان سواګرو ته په زيان تمامېږي.

هغه زیاتوي: "پرون رسماً د کانټينرو لېږد شروع شو، دا به د يوځل لپاره اجازه وي، بيا به وروسته نوي شرايط وضع کېږي. اما دا کانټينر به اوس راځي، افغانستان ته به تسليمېږي. په‌دې کې ځينې خام مواد يو څه خراب شوي دي، خو خوراکي او ځينې نور توکي ډېر نه‌دي خراب شوي."

خان جان الكوزی
خان جان الكوزی

د نوموړي په وینا، په نوي قانون کې د پاکستان حکومت له خوا له افغان سوداګرو ۱۰سلنه ماليه او ۱۰۰سلنه بانکي تضمين اخيستل کېږي.

له نږدې دوه مياشتو محدوديت وروسته د پاکستان حکومت د کراچۍ په بندر کې د افغانستان سوداګرو بند پاتې کانتينرو ته چې شمېر يې تر ۳۰۰۰ ډېر ښودل شوی افغانستان ته د لېږد اجازه ورکړه.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ خونې د سه شنبې په ورځ ناوخته پر خپله ايکسپاڼه د يادو کانټينرونو د لېږد خبر ورکړ او د چهارشنبې په ورځ سهار يې پر ياده شبکه د کانټينرونو د لېږد يوه ويډيو هم خپره کړې چې د کراچۍ له بندر څخه يې افغانستان لوري ته حرکت کړی دی.

يو شمېر افغان سوداګر چې د کراچۍ په بندر کې يې کانټينرې بندې او په‌کې بېلابېل سوداګريز توکي وو، ازادي راډيو سره يې خبرو کې وويل چې، ميليونونه ډالر زيان ورته اوښتی.

انور افغان ځدران یو له دغو سوداګرو ازادي راډیو ته وویل: "دغو کانټينرونو کې ځينې خوراکي توکي چې وو خراب شوي دي، د ځينو هغو يې د خرابېدو نېټه نږدې شوې ده، افغان سوداګرو ته په ميليونونه ډالر زيان اوښتی، يوازې ماته تر ۶۰زره ډالرو پورې زيان واوښت."

نواب هاشمي بل هغه افغان سواګر دی چې کراچۍ کې يې سوداګريز مالونه بند وو.

نوموړی وايي د پاکستان حکومت په کال کې دوه يا درې ځل افغان سوداګرو ته داشان ستونزې جوړوي چې له امله يې سوداګرو ته ميليونونه ډالر زيان اوړي.

هاشمي د يادې ستونزې د دايمي حل غوښتنه کوي او وايي: "د طالبانو حکومت دې داسې يو پروتوکول دې ورسره لاسليک کړي چې په راتلونکي کې دا موټرې ونه دروي. اوس دا څه معنا چې په ۲۲۰ قلمه توکو باندې يې بنديز لګولی دی چې دا نه‌شئ وړلی. يو خو چاودېدونکي توکي دي او نور هغه توکي چې بنديز پرې دی هغه دې بند کړي او نه هم سوداګر دا توکي راوړي، اوس خو دوی البسه توکي، بنجاره سامان، ټايرونه، دوی دا توکي بند کړي دي چې مه يې وړئ."

د سوداګرو په وينا، د پاکستان حکومت افغانستان ته پر ۲۲۰ قلمه توکو بنديز لګولی او تور لېست کې يې شامل کړي دي .

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد په دې اړه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه، خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې افغان مسوولین وايي، د پاکستان حکومت دا کړنې د افټا تړون خلاف دي.

افټا د اسيا د ازاد تجارت تړون دى چې د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو په ټولو اسيايي هېوادونو کې د توليداتو د ملاتړ لپاره ايجاد کړى دى.

د یادونې ده چې په د پاکستان له کراچۍ بندر نه د افغان سوداګرو بند پاتې کانټينرونو ته داسې مهال د لېږد اجازه ورکول کېږي چې دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدين عزيزي په مشرۍ يو پلاوی اسلام‌اباد ته تللی و اوله د هغه هېواد له چارواکو سره تر ليدنې وروسته يې، خبر ورکړ چې له کراچۍ بندر نه یې د افغان سوداګرو په سوداګریو توکو د بار کانتینرونو د انتقال ستونزه هواره کړه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG