د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۴

طالبان: تراوسه نږدې ۸۰۰زره افغانان له ګاونډیو هېوادونو په زوره ایستل شوي


له ایرانه افغانستان ته شړل شوي افغان کډوال. November 6, 2023
له ایرانه افغانستان ته شړل شوي افغان کډوال. November 6, 2023

د طالبانو حکومت وايي چې تراوسه نږې اته سوه زره افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو په اجباري توګه افغانستان ته استول شوي.

د طالبانو د حکومت اداري مرستیال له ګاونډیو هېوادونو نه د بې اسناده افغان کډوالو د په اجبارې ایستلو د نیوکې ترڅنګ وايي چې تراوسه شاوخوا ۸۰۰زره افغان کډوال افغانستان ته استول شوي دي.

عبدالسلام حنفي د چهارشنبې په ورځ د جدي پر شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د يرغل د غندنې په مناسبت په کابل کې په يوه غونډه کې وويل، کوم کسان چې له ګاونډيو هېوادونو څخه په اجباري توګه راستانه شوي، د نغدو پيسو په ګډون يې بېلابېلې مرستې ترلاسه کړې دي.

نوموړي د دغو کډوالو ايستل د نړیوالو نورمونو خلاف وبلل.

هغه زیاته کړه: "له بده مرغه څه د پاسه ۸۰۰زره کډوال د ټولو نړیوالو اصولو او د ګاونډیو هېوادونو له خوا د منل شويو نورمونو خلاف په جبري توګه ایستل شوي چې د افغانستان اسلامي امارت له خوا په ډیر ښه ډول اداره کېږي. الحمدلله هرې يوې دغو کورنيو ته لس زره افغانۍ ورکول کېږي او ځینو نړیوالو بنسټونو هم ورسره همکاري کړې ده."

که څه هم په وروستیو میاشتو کې له ایران، پاکستان او ترکیې نه د افغانانو د اجباري ايستلو لړۍ چټکه شوې، خو حنفي په مشخصه توګه د کوم هېواد نوم وانه‌خيست.

دا په داسې حال کې ده چې له ايران او پاکستان څخه يو شمېر راستانه کړای شوي کډوال ادعا کوي چې له دولت او مرستندويه بنسټونو يې اړينې مرستې نه دي ترلاسه کړي.

امېد یو له هغو افغانانو څخه دی چې په دې وروستیو کې له ایران څخه په جبري توګه افغانستان ته لېږل شوی دی.

هغه وايي چې پرته له کومې مالي مرستې افغانستان ته ستون کړای شوی او تراوسه ورسره هېڅ کومه مرسته نه ده شوې.

امېد ازادي راډیو ته وویل چې مرستې ته سخته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: "زه رد مرز شوم، له سختو ستونزو سره مخ یوو. د ژمي موسم دی، لرګي نه لرو، ګاز نه لرو، خواړه نه لرو، پیسې مې هلته پاتې دي. ملګري ملتونه که له موږ سره مرسته وکړي څو لرګي او توکي واخلو ځکه وضعیت ډېر ستونزمن دى."

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. November 1, 2023
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. November 1, 2023

له پاکستانه راستون کړای شوى بل افغان کډوال سید وقاص چې په ننګرهار ولایت کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي، هم د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "زه له پاکستانه راستون شوی یم. دوه کاله کېده چې پاکستان ته کډوال شوي وو، د حکومت له خوا له پاکستانه موږ بېرته افغانستان ته ولېږل شو. حکومت له موږ سره یوازې لس زره افغانۍ مرسته وکړه. اوس کار نه شته، ژمی دی او د خوړلو لپاره څه نه لرو."

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د بيا ځلي واکمنۍ وروسته په سلګونه زره افغانان د امنیتي ګواښونو، بې وزلۍ او بې روزګارۍ په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله د ایران او پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول چې په دې وروستيو کې له دغو هېوادونو بې اسناده کډوالو د ايستلو لړۍ ګړندۍ شوې ده.

د پاکستان حکومت وايي، په دغه هېواد کې له ۱.۷ میلیونو ډېر افغان کډوال پرته له قانوني اسنادو ژوند کوي او دوی به ټول له ياد هېواده وباسي.

ایران هم وايي چې تر پنځو میلیونو ډېر افغانان له قانوني اسنادو پرته په دغه هېواد کې ژوند کوي چې هغوى به یې افغانستان ته د لېږلو لړۍ ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۳ کال کې به ۲۹.۲ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري او دا شمېر به له پاکستان او ایران څخه د زرګونو کډوالو په ايستلو سره نوره هم لوړه شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG