د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

یو څېړنیز سازمان: له پاکستان او ایران څخه نږدې یو میلیون افغانان ایستل شوي


له پاکستانه ایستل شوي افغانان په تورخم کې افغانستان ته د اوښتو انتظار کوي. November 12, 2023
له پاکستانه ایستل شوي افغانان په تورخم کې افغانستان ته د اوښتو انتظار کوي. November 12, 2023

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان په تېرو ۹ میاشتو کې له پاکستان او ایران څخه د نږدې یو میلیون افغان کډوالو د راستنېدو شاهد دی.

افغانستان ته د ژمي په رارسېدو سره له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ زور اخیستی دی.

د راپورونو له مخې له دغو دوو ګاونډیو هېوادونو سلګونه زرګونه کسان په زوره افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د 'بلو ټروت' په نوم څېړنیز سازمان چې عمدتاً د پاکستان او سیمې مسایل څېړي، پرون د جنورۍ ۲مه په ایکس‌پاڼه کې لیکلي چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټې پورې له ۴۵۶۰۰۰ څخه زیات افغان کډوال چې د دې بنسټ په خیره له قانوني اسنادو پرته پاکستان کې مېشت وو، افغانستان ته استول شوي.

بل خوا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په یوه راپور کې ویلي چې د سپټمبر له ۱۵مې څخه د ډسمبر تر ۲۳مې پورې شاوخوا ۳۸۴زره افغان کډوال له پاکستانه راستانه شوي دي.

په دې جمله کې درې لکه او ۱۱زره یې د تورخم له لارې او پاتې نور یې د سپین بولدک له لارې د افغانستان خاورې ته ننوتي.

د تېر ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته د پاکستان موقت حکومت د کډوالو د ایستلو بهیر پيل کړ او ویل یې چې یو میلیون او اوه لکه افغان کډوال چې اسناد نه لري له خپلې خاورې باسي.

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته په لاره دي.
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته په لاره دي.

په زوره ایستل شویو کسانو کې هغه خلک هم شامل دي چې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پاکستان ته تښتېدلي وو او ځینې یې د امریکا په ګډون په درېیمو هیوادونو کې د منل کېدو انتظار ایست.

په تېرو درېیو میاشتو کې لسګونه زره بې اسناده کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه کړای شوي هغه هم د ساړه ژمي پر مهال.

د خوړو نړیوال پروګرام په خپله ایکسپاڼه ویلي چې له پاکستانه د افغان کورنیو په زور د ایستلو لړۍ لا هم روانه ده.

دغه سازمان زیاته کړې چې دغه مهاجر په تش لاس راستنېږي او د تګ ځای هم نه لري.

یو له دغو افغان کډوالو څخه محمدالله دی چې په تېر ډسمبر کې له پاکستان څخه افغانستان ته په زوره ایستل شوی.

هغه وايي: "موږ له سخت ژمي سره مخ یوو، په کورونو کې د سوځولو او تودوخې لپاره ګاز او لرګي نه لرو، ګاز او لرګي ډېر ګران دي، په دې برخه کې چا له موږ سره مرسته او پاملرنه نه ده کړې."

پاکستان د افغانستان یوازینی ګاونډی هیواد نه دی چې افغان کډوال باسي، ایران هم په دې وروستیو کې د افغان کډوال اخراج ته زور ورکړی دی.

د تهران ټایمز په ګډون ایراني رسنیو پرون راپور ورکړ چې په تېرو ۹ میاشتو کې له پنځو لکو زیات افغان کډوال افغانستان ته استول شوي.

له ایرانه ایستل شوي افغانان
له ایرانه ایستل شوي افغانان

په دې راپور کې د ایران د رضوي خراسان ولایت د سرحدي ځواکونو قوماندان سردار مجید شجاع ویلي چې دغه کډوال له ټول هېواد څخه راټول شوي او د خراسان رضوي ولایت د دوغارون له پولې څخه افغانستان ته لېږل شوي دي.

یو شمېر هغه افغان کډوال چې له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي وايي، په ناوړه وضعیت کې دي.

له دې ډلې حسیب الله الکوزي ازادي راډیو ته وویل: "اوس چې موږ افغانستان ته راستانه شوي یو، د کار او ډوډۍ موندل یوه ننګونه او ستونزمنه مسئله ده. هیڅوک مرسته نه کوي او زما په څېر راستانه شوي کسان له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي."

تهران ټایمز لیکي چې ایران اوسمهال د اتو لکو داسې افغان کډوالو کوربه دی چې قانوني اسناد لري، خو تقریباً دوه چنده همدومره نور یعنې یو نیم میلیونه افغان کډوال له اسنادو پرته په ناقانونه هلته مېشت شوي.

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري اخراج هم غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني تېره اوونۍ ویلي وو چې هېوادونه باید له افغان کډوالو سره د نړیوالو معیارونو مطابق چلند وکړي.

د طالبانو حکومت او د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې له راستنو شویو کډوالو سره به مرستې کوي، خو یو شمېر دغه کډوال شکایت کوي چې مرستې اصلي اړمنو ته نه دي رسېدلي او یا هم کافي نه دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG