د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

ایران د " ناقانونه کارګرۍ" په تور د لسګونه افغانانو د نیولو خبر ورکړی


له ارشیفه د یو شمېر ایران ته تلونکو افغان ځوانانو تصویر
له ارشیفه د یو شمېر ایران ته تلونکو افغان ځوانانو تصویر

په تېرو ۹ میاشتو کې د ایران حکومت د افغانانو په ګډون ۵۰۷ بهرني کارکوونکي چې قانوني اسناد يې نه لرل، نیولي دي.

د ایران د ایرنا خبري اژانس د ګیلان د همکارۍ، کار او ټولنیزو چارو د عمومي مدير سیاوش اقاجاني په حواله ویلي، دغه کارګران چې ډېری يې افغانان دي، د ۱۴۰۲ کال له پیله د همدې کال د ليندۍ د مياشتې تر وروستيو پورې يوازې د دغه هېواد په ګيلان ولايت کې نيول شوي دي.

اقاجاني زياته کړې چې يوازې د روانې اوونۍ د يک‌شنبې په ورځ يې ١٦ تنه بې‌اسناده افغان کارکوونکي نيولي، چې د ده په وينا، دغو کسانو په فابريکو، رستورانتونو او ودانيو کې کار کاوه.

ګیلان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې بهرني اتباع په‌کې د اوسېدو له قانوني اسنادو پرته له کار کولو منع دي.

د طالبانو له بياځلي واکمنۍ وروسته، د پام وړ برخه افغانان د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، له بشري حقونو د سرغړونو او د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې له وېرې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان کډوال شوي دي.

د دغو افغان کډوالو د نیولو او ايستلو بهیر د هغوی د برخلیک په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

په ایران کې یو افغان کډوال چې نه‌یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، سره له‌دې چې د افغانستان په تېر جمهوري نظام کې یې کار کاوه او په افغانستان کې له ګواښونو سره مخ و، خو ایراني پولیسو هغه نیولی او او ټاکل شوې چې له دغه هېواده وباسي.

سرچینه زیاتوي:

"ما غوښتل چې سهار اته بجې کار ته ولاړ شم، ایراني پولیسو موټر ته پورته کړم، ما غوښتل خپل حقوق ترلاسه کړم، هغوی ته مې وویل نظامي یم، د پاسپورټ پيسې مې تحويل کړي دي، غواړم پاسپورټ واخلم. هغوی زما خبره ونه منله، اوس بايد د کرايه پيسې پيدا کړم چې نيمروز يا هرات ته ولاړ شم."

بې وزلۍ، بې کارۍ او د طالبانو غچ اخیستونکو هڅو یو زیات شمېر افغانان د ایران په ګډون نورو هېوادونو ته په کدوالیدو اړ ویستي
بې وزلۍ، بې کارۍ او د طالبانو غچ اخیستونکو هڅو یو زیات شمېر افغانان د ایران په ګډون نورو هېوادونو ته په کدوالیدو اړ ویستي

په همدې حال کې یو بل افغان کډوال کبیر قادري چې یوه اوونۍ وړاندې نیول شوی و او د ايران له اصفهان ايستل شوی ازادي راډیو ته وویل:

"موږ د خټو په بټيو کې کار کاوه، د شپې به مو کار کاوه، سهار چې ویده وو، پولیسو زه ونیولم، بندخونې ته یې بوتلم او څو ساعته هلته وم، بیا یې موږ پولې ته بوتلو او له هغه ځای يې افغانستان ته بېرته واستولم."

هغه ادعا کوي چې ايراني پوليسو ترې ټولې پيسې اخيستې او د نيمروز له پولې څخه په مزارشريف کې خپل کور ته له ډېرو ستونزو ګاللو وروسته رسېدلى دى.

د هغه په وينا، کار نه‌لري او مجبور دى چې د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره بيا ايران ته ولاړ شي.

خو ولې افغان کډوال په ایران کې په غیر قانوني توګه کار کوي؟

په ایران کې د بشري حقونو یو افغانه فعاله اصفه ستانکزی وايي، په دغه هېواد کې افغان کډوال د استوګنې د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره له بیروکراسۍ سره مخ دي او لا هم ناوړه اقتصادي وضعیت لري چې له مجبورۍ په ناقانونه توګه کار کوي.

هغه زیاتوي:

"کډوال له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نړیوال سازمانونه په ایران کې له افغان کډوالو سره هیڅ ډول مرسته نه‌کوي. په ځانګړې توګه هغه کسان چې نوي راغلي، کور او سرپناه نه‌لري له ستونزو سره مخ دي."

څه موده وړاندې طالب چارواکو د اسلام کلا په پوله کې ویلي وو، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د پخوا په پرتله زیات شوی دی.

افغان کډوال په‌داسې حال کې په ايران کې د نيولو، ناوړه چلند او ايستلو د بهير په اړه اندېښمن دي چې تر دې وړاندې د ايران حکومت د دغه هېواد په ۱۶ ولايتونو کې د افغانانو پر تګ راتګ بنديز لګولی و او په دې وروستیو کې د ایران او افغانستان په سرحدي ښار مشهد کې هم افغان کارګران د مشهد په ګرځنده بازارونو کې له کار کولو منع شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG