د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

ملګري ملتونه: په ۲۰۲۳ کې تر ۳۰زره ډېر افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي


پاکستاني پولیس د افغان کډوالو د پلټلو پر مهال. 17 November 2023
پاکستاني پولیس د افغان کډوالو د پلټلو پر مهال. 17 November 2023

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا 'آى او ایم' او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا 'يو این ایچ سي آر' وايي، په ۲۰۲۳ کال کې تر ۳۰ زره ډېر افغان کډوال په پاکستان کې نیول شوي دي.

دغه سازمانونه وايي، په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې ۳۰زره ۴۴۸ افغان کډوال نیول شوي دي.

یادو سازمانونو تازه په یوه ګډ راپور کې ویلي چې دغه کسان ډېرى د روان کال د سپټمبر له ۱۵مې او د ډسمبر د ۲۳مې تر منځ نيول شوي دي.

د يادو سازمانونو په وینا دا شمېره تر بل هر کال زیاته ده.

د 'آى او ایم' او 'يو این ایچ سي آر' د راپور له مخې، بلوچستان ایالت کې د نيول شويو کسانو شمېر تر بل هر ایالت زيات دى چې د دغو سازمانونو په وینا ښايي یو شمېر افغانان چې له کراچۍ ښار څخه بلوچستان ته راغلي، هم نیول شوي وي.

د کډوالۍ نړیوال دفتر او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په راپور کې دا هم ویل شوي چې په دغه هېواد کې افغانان د نیول کېدو، توقیف او اخراج په ګډون له ځورونې او د اخاذیو له اخیستلو سره هم مخ دي.

خو دغو سازمانونو ویلي چې تېره اوونۍ د نیول شویو کسانو شمېر د مخکينۍ اوونۍ په پرتله ۶،۵ سلنه کم شوی دی.

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال هم وايي چې افغانان تل د پولیسو له لوري ځورول کېږي او نیول کېږي.

یو افغان کډوال کبیراحمد چې په دې وروستیو کې د پاکستان د پولیسو له‌خوا د لنډې مودې لپاره نیول شوی و، ازادي راډیو ته وویل: "دوه مياشتې وړاندې يې موږ يوه شپه تر سهاره پورې نيولي وو، غوښتل يې موږ له پولې هاخوا يوسي، خو موږ وويل چې اسناد لرو او موږ يوازې ويزې ته په تمه يوو. يو شمېر نور کسان هم هلته ووهمدا موضوع يې وړاندې کړه. هغه شپه هملته په زندان کې موږ پاتې شوو. بله ورځ دولس بجې د 'یو این ایچ سي آر' کارکوونکي راغلل او موږ یې ازاد کړو."

له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. November 28, 2023.
له پاکستانه ایستل شوي افغان کډوال. November 28, 2023.

دغه شان په پاکستان کې يو بل افغان کډوال چې د موضوع د حساسيت له امله يې نه غوښتل نوم يې په دې راپور کې واخيستل شي ازادي راډيو ته وویل، شاوخوا شپږ مياشتې مخکې يې د پاکستان په يوه زندان کې له څلورو مياشتو څخه زياته موده تېره کړې.

هغه وايي: "زه څلور میاشتې او لس ورځې بندي وم. زما یوازېنی جرم دا و چې ما یوازې د شارپ ټوکن درلود او د ملګرو ملتونو د شارپ ټوکن هغوى ته د منلو نه و هغوی ویل چې ته باید ویزه او پاسپورټ ولري."

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې له هغه هېواده د بې اسناده څه باندې ۱.۷ میلیونو افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی او پاکستاني چارواکو ویلي چې د ۲۰۲۴م کال تر جنورۍ پورې ټول هغه افغان کډوال چې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري باید له پاکستانه ویستل شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل ګډ راپور کې ویلي چې تر اوسه له پاکستانه څه باندې ۴۸۳ زره کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغو سازمانونو د معلوماتو له مخې، له پاکستان څخه دغه کډوال تر ډېره د چمن، تورخم، غلام خان، باديني او بهرامچې له لارې راستانه شوي دي.

سره له دې چې یو شمیر هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په وار وار له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د ودروي او د هغوی له ځورولو لاس په سر شي، خو د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې خپلو دې کړنو ته زور ورکړی او په پاکستان کې یو شمیر افغان کډوال تل د پاکستاني پوليسو له چلند او د دوى لخوا د افغانانو د نيول کېدو په اړه شکايت کړى دى.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG