د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

د طالبانو حکومت: د پاکستان زندانونو کې شپږ زره افغان کډوال بندیان دي


له ارشیفه د پاکستان مېشتو یو شمېر افغان کډوالو تصویر
له ارشیفه د پاکستان مېشتو یو شمېر افغان کډوالو تصویر

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، اوس هم شاوخوا ۶۰۰۰ افغانان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.

د دغه وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد طلوع نیوز ته ویلي دي چې تر اوسه د دوی په مرسته له ۶۰۰ ډېر افغان بندیان د پاکستان له زندانونو ازاد شوي دي.

خو یو شمېر هغه افغانان چې په وروستیو کې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي، ادعا کوي چې په پاکستان کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو په ولکه کې دی، د افغان بندیانو په خوشې کولو کې هېڅ رول نه لري او اکثره یې د پیسو او ضمانتونو په بدل کې خوشې شوې دي.

د کراچۍ له زندان څخه د خوشې شویو افغانانو له ډلې یوه چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل:

"دوی له سفارت څخه راغلي وو او ژمنه یې وکړه چې ازاد به مو کړو خو له بده مرغه هېڅوک یې هم ازاد نه کړ، څلور میاشتې او لس ورځې په زندان کې وم، د ناروغۍ اسناد مو درلودل خو نه منل کېدل، اخر مې په ډېرې سختۍ په ضمانت ځان را خلاص کړ. ډېر افغانان شته چې وکیل نه لري او له ډېرو ستونزو سره مخ دي، په زندان کې د ناروغانو په ګډون ډېر افغانان شته چې په بد حالت کې دي. "

تر دې مخکې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان بندیانو یوې مدافع وکیلې مونیزې کاکړ هم ادعا کړې وه چې افغان کډوال د پاکستاني پولیسو لپاره د عاید په سرچینو بدل شوي دي.

په باکستان کې د افغانستان سفارت چې اوس د طالبانو په واک کې دی
په باکستان کې د افغانستان سفارت چې اوس د طالبانو په واک کې دی

په پاکستان کې یوې افغانې مېرمنې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې ولیکل شي او د دغه هېواد د پېښور په زندان کې یې له خپلې کورنۍ سره ۳ شپې تېرې کړې دي، ازادي راډیو ته وویل:

"موږ یې زنداني کړو، نېږدې درې شپې زندان کې وو، په دې موده کې یې موږ ته دوه وخته ډوډۍ هم نه راکوله، ښځینه پولیسو له ښځو او ماشومانو سره بد چلند کاوه، ډېر بد وخت مو تېر کړ او له هیچا سره هم هلته سم چلند نه کېده."

د پاکستان د پنجاب ایالت په چکوال ولسوالۍ کې د افغان کډوالو استازی اسدالله نیازی وايي، په دې وروستیو کې پاکستاني پولیسو له ۸۰ زیات افغانان نیولي او زنداني کړي دي او د هغوی هېڅ ډول ضمانت یې نه دی منلی.

نیازی زیاتوي:

"په چکوال کې شاوخوا ۸۴ کسان نیول شوي، موږ محکمې ته ورغلو، د UNHCR وکیلان هم راغلي وو خو محکمې یې ضمانت منظور نه کړ، زموږ د افغانانو په منځ کې د سرطان ناروغان شته او په زندان کې ستونزې هم ډېرې دي. ځینو یې له مجبورۍ ویل چې موږ دې ډيپورټ کړي چې حداقل خپل وطن ته خو لاړ شو."

افغان کډوال پاکستاني ځواکونه د پیسو ترلاسه کولو لپاره د دوی په نیولو او ځورولو تورنوي
افغان کډوال پاکستاني ځواکونه د پیسو ترلاسه کولو لپاره د دوی په نیولو او ځورولو تورنوي

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان زندانيانو مدافع وکيلې مونیزې کاکړ په ځلونو د دغه هېواد د پوليسو له خوا له افغان بنديانو سره د نامناسب چلند او حتی د افغان ماشومانو په بندي کولو اندېښنه ښودلې او له ازادي راډيو سره په خبرو کې یې دا ستونزې تایید کړي دي.

د پاکستان د موقت حکومت له اعلان وروسته چې ویلي یې و له له دې هېواد څخه به څه باندې ۱.۷ میلیونه بې اسناده افغان کډوال وباسي، ورسره په پاکستان کې د افغانانو د نیولو او زنداني کولو لړۍ هم چټکه شوې.

د کډوالو د ایستلو بهیر چې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو میاشتو کې پيل شو، د راپورونو پر بنسټ تر اوسه نېږدې ۵۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته رالېږل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG