د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۸

ایران کې ۸زره بهرنیان بندیان دي؛ جلالیان: ډېری یې افغانان دي


د ایران د اهواز کې د یوه زندان څنډه
د ایران د اهواز کې د یوه زندان څنډه

د ایران د عدلیې وزارت مرستیال او د بندیانو د لېږد د کمېټې مشر عسکر جلالیان وايي، دا مهال ۸زره بهرنیان په ایران کې بندیان دي چې ډېری یې افغانان دي.

د ایران حکومت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د ۸۰۰۰ بهرنیو بندیانو ډېره برخه افغانان دي.

د ایران "ایرنا" خبری اژانس د چهارشنبې په ورځ د جون ۱۲مه د دغه هېواد د عدلیې وزارت د مرستیال او د بندیانو د لېږد د کمېټې د مشر عسکر جلالیان له قوله ویلي چې د ایران د عدلیې وزارت هڅه کوی، د بیا ترلاسه کولو د هوکړې له مخې بهرني بندیان خپلو اصلي هېوادونو ته ولېږي.

خو جلالیان د دغو بنديانو د شمېر اړوند چې څومره افغانان دي، جزییات نه دي ورکړي.

جلالیان زياتوي، "د محکومو کسانو د لېږد د هوکړې په چوکاټ کې" پروګرام له لارې هر هغه بهرني بندیان چې د ایران په زندانونو کې په بند محکوم دي باید خپل هېواد ته ولېږدول شي.

راپور د عسکر جلالیان له قوله زیاته کړه چې د بندیانو د لېږد موخه سیاسي او امنیتي ملحوظات کېدای شي، خو د هغه په وینا، د بندیانو د لېږد په اړه د ایران د عدلیې وزارت نظر یوازې بشري حقونه دي.

خو هغه وويل چې د افغانستان د حقوقي نظام د بې نظمۍ له امله د بندي افغانانو لېږد ممکن نه دی.

د جلاليان په وينا، دوى د په دې لګیا دي چې د افغان بنديانو د لېږد له کمېټې سره ګډه غونډه جوړه کړي څو افغانستان ته د بنديانو د لېږد لپاره لار ومومي.

د افغان بندیانو ځینې کورنۍ هم غواړي چې بنديان يې افغانستان ته انتقال کړي.

د يوه افغان زنداني خور، چې نه غواړي د موضوع د حساسيت له امله يې نوم په راپور کې واخيستل شي، وايي چې ورور يې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور له څلورو کلونو راهیسې د اعدام په سزا محکوم شوى دى.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "زما د ورور نوم په لېږدېدونکو كې نه دى شامل، تېر كال یې زما د ورور له زندانه ډېر بنديان ولېږدول، هغه كسان چې ښايي يو يا دوه كاله حبس تېروي، خو د سختو جرمونو بنديان لکه زما ورور نه انتقالوي."

هغه د طالبانو له حکومته غواړي چې افغانستان ته يې د ورور به سپارلو کې هڅه وکړي.

په ورته وخت کې د یوه بل افغان زنداني پلار وايي چې زوی یې له یوه کال راهیسې په ایران کې بندي دی او تر اوسه یې حال نه لري.

د یوه افغان زنداني پلار وايي: د افغانستان نیمايي وګړي په ایران، ترکیې او پاکستان کې بندیان دي.

نوموړي د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل: "د افغانستان نیمايي وګړي په ایران، ترکیې او پاکستان کې بندیان دي. زما ۱۶ کلن زوی په زندان کې دی، مزدورۍ ته تللی و، هغه باید خوشې شي، خداى دې رحم وکړي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت نظر هم واخلي، خو بریالی نه شو.

تېر کال د طالبانو حکومت په ایران کې د ۷زره افغان بندیانو د شتون خبره کړې وه.

د ایران حکومت په داسې حال کې چې د طالبانو په واک کې افغانستان ته د افغان بندیانو د سپارلو خبر ورکوي چې په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان امنیتي ځواکونو او د طالبانو د مخالفو جبهو د غړو د نیولو راپورونه خپاره شوي دي.

د راپورونو له مخې تېر کال د دواړو هېوادونو ترمنځ د ١٣٨٥ کال د هوکړې له مخې د ایران حکومت شاوخوا ۸۵۰ افغان بندیان د طالبانو حکومت ته وسپارل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG