افغانستان
په ایران کې دوه افغانان اعدام شوي
د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی چې دوه تنه افغان اتباع د شیراز په زندان کې اعدام شوي دي.
دغه سازمان پرون د جولای په دویمه راپور ورکړ چې دغه دوه کسان، عليالله بخش او افضلالله بخش نومېدل او یکشنبه د شیراز په عادل آباد زندان کې اعدام شوي.
علي او افضل سره نږدې خپلوان بلل شوي او درې کاله وړاندې د مخدره موادو اړوند جرمونو په تړاو بندیان شوي وو.
ایران یو له هغو هېوادونو دی چې د اعدامونو کچه پهکې لوړه ده او له همدې امله د بشري حقونو د ډلو له خوا پرې نیوکې کېږي.
د طالبانو حکومت تېر کال ویلي وو چې په ایران کې اوه زره افغان بندیان دي، خو دا نه ده څرګنده، چې څومره یې په اعدام محکوم شوي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
چین او تاجکستان په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو ملاتړ وکړ
چین او تاجکستان په یوه ګډه اعلامیه کې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو ملاتړ وکړ.
دواړو هېوادونو پرون په دې اعلامیه کې وویل، په دغسې یوه حکومت کې باید بېلابېلې قومي، مذهبي او سیاسي ډلې حضور ولري.
دغو هېوادونو ټینګار کړی چې افغانستان باید یو خپلواک، بېطرفه، متحد، ټولګډونه، سولهییز او له تروریزم، جګړې او مخدره موادو پاک هېواد وي.
چین او تاجکستان دغه راز د افغانستان سوله او ثبات د سیمې د هېوادونو په ګټه بللي دي.
دغه ګډه اعلامیه تاجکستان ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ تر سفر او په قزاقستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د مشرانو په غونډه کې تر ګډون وروسته خپره شوې ده.
د افغانستان په لسو ولایتونو کې د بارانونو اورېدلو اټکل شوی
د افغانستان په لسو ولایتونو کې نن شنبه د چنګاښ یا سرطان ۱۶مه هم د بارانونو اورېدلو اټکل شوی دی.
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست په یوه اطلاعیه کې ویلي، د چنګاښ تر ۱۶مې پورې به په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا او غزني کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مټرو پورې وي.
په اطلاعیه کې وړاندې ویل شوي چې د سالنګونو په ګډون د افغانستان په ختیځو، شمال ختیځو، شمالي، لوېدیځو، جنوبي حوزو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو اټکل شوی چې د بادونو سرعت به په یوه ساعت کې ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.
طالبان: د پاکستان له زندانونو ۹ افغان بندیان خوشې شول
په کراچۍ د طالبانو قونسلګرۍ خبر ورکړی چې د یوه ماشوم په ګډون ۹ تنه افغان بندیان د سند ایالت له زندانونو خوشې شول.
دغې قونسلګرۍ پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دغه ۹ افغانان پرون جمعه له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته له خپلو خپلوانو سره یوځای شول.
ویل شوي، دغو کسانو د کډوالۍ کارډونه هم درلودل، خو بیا هم د پولیسو لهخوا نیول شوي وو، چې ګواکې د کارډونو وخت یې پوره دی.
د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې له پاکستانه د بې اسناده د افغان کډوالو ډلهییز اخراج روان دی، ورسره ایران هم د افغانانو اخراج زیات کړی دی.
اوچا: د افغانستان په لوېدیځ کې بارانونو او سېلابونو نژدې ۴۰زره کسان زیانمن کړي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، د افغانستان په لوېدیځ کې د مې میاشتې له لومړیو راهیسې سختو بارانونو او سېلابونو نژدې ۴۰زره کسان زیانمن کړي دي.
د افغانستان لپاره د اوچا څانګې پرون پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې سېلابونو ډېر زیان کورونو، کرنیزو محصولاتو او څارویو ته رسولی دی.
اوچا وایي، که څه هم له زیانمن شویو ټولنو سره څه بېړنۍ مرستې شوي، خو دوی د اوږدمهاله ملاتړ په شمول زیاتو مرستو ته اړتیا لري.
د افغانستان یو شمېر ولایتونه نن او سبا هم د سېلابونو له ګواښ سره مخامخ دي.
د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت پرون پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د شنبې او یکشنبې په ورځو د کابل او هلمند د سیندیزو حوزو په ګډون د افغانستان په ځینو سیمو کې د تېزو بارانونو له کبله د سېلابونو د راوتلو اټکل کېږي.
په ځانګړې توګه د پنجشېر، غوربند، لوګر، غزني، کونړ، لغمان، پکتیا، پکتیکا، خوست او زابل د سیندونو په اوږدو کې د اوبو د کچې د لوړېدو وړاندوینه شوې ده.
د دې سیندونو پر غاړو د پرتو سیمو له خلکو غوښتنه شوې چې د سیندونو پر غاړو له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
سرپل کې ترافیکي پېښه؛ دوه کسان مړه او اوه نور ټپیان دي
په سرپل ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه شوي او اوه نور ټپیان دي.
د چارواکو په وینا، دا پېښه پرون ناوخته د سرپل ښاراړوند لاتي کلي کې د یوه مسافروړونکی بس د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
د پېښې ټپیان نژدې روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړښودل شوی دی.
که څه هم د بس د چپه کېدو اصلي لامل نهدی ښودل شوی، خو معمولاً د چلونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي اصولو نه رعایت په افغانستان کې د زیاتو ترافیکي پېښو اصلي علت ګڼل کېږي.
طالبانو په کندهار او غزني کې پر شپږو کسانو د تعزیري سزا د تطبیق خبر ورکړی
د طالبانو ستره محکمه په کندهار او غزني ولایتونو کې پر شپږو کسانو د درې وهلو د تعزیري سزا د تطبیق خبر ورکوي.
دې محکمې پرون پنجشنبې په جلا بیانونو کې ویلي چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې پر لواطت تورنو پنځو کسانو د ۳۰ درو وهلو حکم تطبیق شو.
دې محکمې همدارنګه ویلي چې په غزني کې په غلا تورن پر یو کس د ۳۹ درو وهلو سزا تطبیق شوه.
په څه باندې یوه اوونۍ کې د طالبانو د محکمو له خوا پر شاوخوا ۳۰ کسانو دا ډول تعزیري سزاګانې عملي شوې دي.
د بشري حقونو فعالان او مدافعان د طالبانو پر قضایي نظام انتقاد کوي او وایي تورن کسان مدافع وکیل ته له لاسرسي پرته د طالبانو لهخوا مجازات او زنداني کېږي.
د جرمني د نړیوالې همکارۍ اداره له افغانستانه خپل ټول جرمني کارکوونکي وباسي
د جرمني د نړیوالې همکارۍ ادارې یا "جيایزیټ" GIZ ویلي نیت لري چې خپل ټول جرمني کارکوونکي له افغانستانه وباسي.
د جرمني د "آراینډي" RND رسنۍ د راپور له مخې دې ادارې ویلي چې له ۲۰۲۵م کال وروسته به په افغانستان کې هېڅ کورنی کارکوونکی استخدام نهکړي.
دې ادارې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د بندېدو د عواملو په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د ټولو ۱۶۰ افغان کارکوونکو قراردادونه به د روان ۲۰۲۴م کال ترپایه د اعتبار وړ وي.
د "جيآیزیټ" ادارې ویاند ویلي چې په افغانستان کې د دې ادارې راتلونکې پروژې به د غیردولتي سازمانونو له لارې پلې شي.
د جرمني د نړیوالې همکارۍ ادارې له ۲۰۰۲م کال راهیسې په افغانستان کې کار پیل کړی او د تعلیمي او روغتیایي خدماتو په ګډون یې په مختلفو برخو کې فعالیتونه سرته رسولي دي.
د پاکستان صدراعظم د طالبانو له حکومت سره معنا لرونکی تعامل وغوښت
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په افغانستان کې د اقتصادي او پراختیایي اړتیاوو د تامین لپاره د طالبانو له سرپرست حکومت سره معنا لرونکی تعامل وکړي.
شریف دغه غوښتنه پرون پنجشنبې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان سرمشریزې ته په وینا کې وکړه.
شریف همدارنګه د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې دا مسئله دې یقیني کړي چې د دې هېواد له خاورې پر نورو هېوادونو د بریدونو لپاره کار وانهخیستل شي او دې برخه کې دې کوټلي اقدامات وکړي.
د پاکستان صدراعظم وویل، هغه تروریستي بریدونه چې په دې وروستیو کلونو کې په پاکستان کې زیات شوي، د دوی ټولو لپاره د اندېښنې وړ دي.
د طالبانو حکومت تراوسه د پاکستان د صدراعظم د دغو نویو څرګندونو پر وړاندې غبرګون نهدی ښودلی، خو له دې مخکې یې ویلي وو چې هیچاته به اجازه ورنهکړي چې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ متوجه کړي.
جاپان له افغان بزګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې د لس میلیون ډالرو مرسته کړې
جاپان له افغان بزګرو سره د کوکنارو پرځای د بدیل معیشت په برخه کې د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو ضد ادارې سره د لس میلیون ډالرو مرسته کړې ده.
په کابل کې د جاپان سفارت پرون پنجشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې د دې مرستې هدف په هلمند، کندهاراو بدخشان ولایتونو کې د تر ټولو زیانګالو ټولنو لپاره د مخدره توکو د کارولو د مخنیوي، درملنې، رغونې او په ټولنه کې د مدغم کیدو د خدماتو وړاندې کول دي.
د جاپان سفارت همدارنګه ویلي چې له افغانانو سره به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
جاپان دغه مرسته داسې مهال کوي چې د روانې اوونۍ په پیل کې په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربهتوب غونډه کې د طالبانو د حکومت پلاوي په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د کوکنارو پرځای د بدیلو کښتونو او معیشت په برخو کې له افغان بزګرو سره مرسته وکړي.
د افغانستان په ځینو سیمو کې د اوبو کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې سبا او بل سبا په یو شمېر سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو په اړه خبرداری ورکوي.
د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت نن پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د شنبې او یکشنبې په ورځو (د چنګاښ - سرطان ۱۵ او ۱۷) د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو له هغې ډلې د کابل او هلمند په حوزو کې د تېزو بارانونو له کبله د سېلابونو د راوتلو اټکل کېږي.
په بیان کې په ځانګړي ډول د پنجشېر، غوربند، لوګر، غزني، کونړ، لغمان، پکتیا، پکتیکا، خوست او زابل د سیندونو په اوږدو کې د اوبو د کچې د لوړېدو وړاندوینه شوې.
په بیان کې د دې سیندونو پر غاړو د پرتو سیمو له خلکو غوښتنه شوې چې د سیندونو پر غاړو له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.