د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

ایران کې د افغانانو په ګډون د ۲۹ کسان اعدام؛ د اعدام شویو افغانانو شمېر ۲۷ کسانو ته رسېدلی


ارشیف: په ایران کې د اعدام پړی یا زندۍ
ارشیف: په ایران کې د اعدام پړی یا زندۍ

په ایران کې د دوو افغانانو په ګډون لږترلږه ۲۹ کسان اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، د چهارشنبې په ورځ د کرج په قزلحصار په زندان کې ۲۶ کسان اعدام شوي چې ۲ افغانان هم په‌کې شامل دي. درې نور کسان هم په یوه بل زندان کې اعدام شوي.

اکثر دا کسان د مخدره موادو سره تړلو جرمونو په خاطر په اعدام محکوم شوي وو.

د ایران د بشري حقونو سازمان مشر محمود امیري مقدم په خپل ایکس‌پاڼه لیکلي که نړیواله ټولنه سمدستي اقدام ونه کړي سلګونه کسان به د ایران د رژيم له‌خوا په راتلونکو میاشتو کې ووژل شي.

مقدم ویلي، ایران د بندیانو ډله‌ییز اعدام روان کړی او پر خلکو ظلم اوج ته رسېدلی دی.

ایران د سږ کال په لومړیو اوه میاشتو کې څه باندې درې سوه کسان اعدام کړي دي.

په تازه اعدامونو سره د افغانانو د اعدام شمېر هم هلته ۲۷ ته رسېدلی دی.

ارشیف: په ایران کې یوې مېرمنې د یوه اعدام شوي عکس پورته کړی
ارشیف: په ایران کې یوې مېرمنې د یوه اعدام شوي عکس پورته کړی

یوې افغانې مېرمن چې ورور یې په ایران کې په اعدام محکوم دی او نه غواړم خپل نوم واخلي ازادي راډیو ته وویل په اعدام محکوم افغانان عدالت او وکیل ته له لاسرسی نه لري.

هغه وايي: "افغانان یو هم نه پرېږدي، هره ورځ یو یو اعداموي، ګڼو ښارونو کې اورم چې اعداموي مګر دا چې نوم او نښان یې چاته معلوم نه دی شمېر یې نه معلومېږي، ای کاش طالبان ژر یو کار وکړي، هره ورځ موږ ته لکه جهنم داسې تېرېږي، ای کاش یې اعدام مات شي. زندان دې وي خو چې اعدام یې نه کړي."

په ایران کې شاوخوا اته زره افغانان بندیان دي، خو معلومه نه ده چې له ډلې یې څو کسان په اعدام محکوم دي.

ایران کې له افغانانو سره د رژیم او ان ځینو خلکو د بد چلند پېښې په دې وروستیو څو میاشتو کې زیاتې شوي دي.

د ایران حکومت په ګڼو ښارونو کې د افغانانو تګ راتګ بند کړی او په ډېرو کمو مساییلو هم افغانان نیسي او بند ته یې اچوي.

تازه د تهران اړوند دماوند سیمه کې د راپورونو له مخې یو ایرانی پولیس د یوه تنکي افغان ځوان په غاړه ګونډه ږدي او تر هغو زور ورکوي چې غاړه ورماتوي.

دې پېښې په خواله رسنیو ګڼې نیوکې پارولي او د ایراني پولیس دا کار یې غیرانساني او وحشیانه کړنه بللې ده.

ایران کې مېشت افغان کډوال وايي چې دوی ډېر ځورول کېږي.

په ایران کې افغان کدوال حبیب الرحمن وايي: مسوولانو څخه غوښتنه کوم چې ژر تر ژره په ایران کې کوم چې بد وضعیت روان دی هغه ودروي. هره شپه افغانانو باندې چاپې وهل کېږي او افغانستان ته استول کېږي.

هغه وویل: "زه حبیب‌الرحمن ځواک یمه ایران کې اوسېږم، متاسفانه چې د افغانانو حال ډېر بد دی، ژوند یې تریخ دی. مسوولانو څخه غوښتنه کوم چې ژر تر ژره په ایران کې کوم چې بد وضعیت روان دی هغه ودروي. هره شپه افغانانو باندې چاپې وهل کېږي او افغانستان ته استول کېږي."

ایراني چارواکو بیا د افغانانو د وهلو، شکنجې او بندیانو په اړه له تبصرې پرته ویلي چې د روان کال تر پایه باید له دې هېواده ټول ناقانونه افغان کډوال ووځي.

د ایران د پولیسو عمومي قومندان احمد رضا رادان ویلي ټول پروګرامونه د ناقانونه کډوالو په ایستلو متمرکز دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG