د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

د بشري حقونو ډلو په ایران کې د اعدامونو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې


ارشیف
ارشیف

د بشري حقونو ډلو په ایران کې د اعدامونو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په اسلامي جمهوریت کې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د اعدامونو په شمېر کې ۴۳ سلنه زیاتوالی راغلی.

د بشري حقونو دوه مدافع ډلې وايي، په ایران کې په تېر یو کال کې لږترلږه ۸۳۴ کسان اعدام شوي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په سلو کې ۴۳ زیاتوالی ښيي.

د ایران د بشري حقونو ډلې او په ګډه د اعدام پر ضد په پاریس کې دېره ډلې په دې هېواد کې د اعدام د سزا په اړه په خپل ګډ کلني راپور کې چې نن خپور شو ویلي چې چارواکو د ټولو اعدامونو په سلو کې ۸۵ نه دي اعلان کړي.

دوی وايي چې د اعدامونو اصلي شمېر ښايي تردې ډېرزیات وي ځکه لسګونه نور موارد د دقیقو جزییاتو د نشتوالي یا د دوو سرچینو په وسیله د هغو په تایید کې د پاتې راتلو له کبله په راپور کې نه دي راغلي.

د ایران د بشري حقونو ډلې مشر محمود امیري مقدم په راپور کې ویلي دي چې په ټولنه کې د وېرې خپرول په واک کې د پاتې کېدو لپاره د رژیم یوازینۍ تګلاره ده او د دې لپاره د اعدام سزا د دوی ترټولو مهمه وسیله ده.

یادې ډلې ویلي چې په ایران کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې ۴۷۱ کسانو ته د مخدروموادو په اړوندو قضیو کې د اعدام سزا ورکړل شوې چې دا شمېر د تېر کال په پرتله دوه ځلې لوړ دی.

په ایران کې د اعدامونو په شمېر کې ناڅاپي زیاتوالی راغلی او د بشري حقونو مدافع ډلې د مخدروموادو پرضد د مبارزې او د تېر ۲۰۲۳ کال د اعتراضونو په اړوند د اعدامونو زیاتېدو ته اشاره کوي.

دا پراخ اعتراضونه د پولیسو په توقیف کې د بشپړ اسلامي حجاب د نه رعایت په تور د ۲۲ کلنې پیغلې مهساامیني له مړینې وروسته پیل شول.

د ګډ راپور له مخې ایران ۲۲ ښځې هم اعدام کړي چې دا د نړۍ د بل هر هېواد پرتله د ښځو د اعدام لوړه شمېره ده.

راپور یادونه کوي چې د اقلیتونو تناسب هم په اعدامونو کې لوړ دی. سني بلوڅان د ایران د وګړو یوازې پنځه سلنه جوړوي په داسې حال کې چې د اعدام شویو بلوڅانو شمېر ۱۶۷ ته رسېږي چې د ټولو اعدامونو په سلو کې ۲۰ جوړوي.

په دوی کې تقریباً ټول د مخدرموادو په اړوندو قضیو کې اعدام شوي.

راپور زیاتوي چې ځینې اعدامونه په پته پرته له دې چې د مجرم مدافع وکیل یا کورنۍ خبر وي ترسره شوي او ځینې نور د رسمي رسنیو له خوا نه دي اعلان شوي په داسې حال کې چې د اسلامي رژیم د قوانینو له مخې د مجرمانو مدافع وکیل ته باید د اعدام د حکم له تطبیق مخکې خبر ورکړل شي.

په ایران کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره تېرکال د اعدامونو یا اشد مجازات شمېر له ۸۰۰ واوښت.

د بشري حقونو د ډلو د راپورونو له مخې ایران د اعدامونو د شمېر له پلوه له چین وروسته د نړۍ دوهم هېواد دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG