د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

ایران: د کابل پوهنتون د برید طراح په تهران کې دی


د ایران لخوا عادل پنجشېري ته منسوب خپور شوی تصویر
د ایران لخوا عادل پنجشېري ته منسوب خپور شوی تصویر

وروسته له هغې چې د ایران په کرمان ښار کې په شویو خونړیو چاودونو کې د داعش خراسان څانګې د لاس لرلو په اړه راپورونه خپاره شول، تازه د ایران د استخباراتو وزارت له ایرانیانو غوښتي چې د داعش وسله والې ډلې د خراسان څانګې د یو غړي محمد عادل چې د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ د تهران په لویدیځ کې لیدل شوی په نیولو کې مرسته وکړي.

دغه وزارت د کرمان د بریدونو په تړاو په درېیمه خپره کړې اطلاعیه کې ویلي، یاد کس چې په "عادل پنجشیري" مشهور دی د کابل پوهنتون د برید طراح و.

په اطلاعیه کې دا هم راغلي چې نوموړی له شاوخوا یو کال زندان تېرولو وروسته خوشې شوی او د وروستیو راپورونو پر بنسټ مهال د تهران لویدیځي برخې ته راغلی دی.

د ایران تسنیم خبري اژانس د عادل پنجشیري یو عکس هم خپور کړی.

دا هماغه کس دی چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د افغانستان ملي امنیت په کابل پوهنتون د برید په تور ونیوه او د افغانستان سترې محکمې د ۲۰۲۰ کال په ډیسمبر میاشت کې په اشد مجازاتو یانې اعدام محکوم کړ.

هغه مهال د افغانستان ملي امنیت د نوموړي د اعتراف یوه ویډیو خپره کړه.

په دې ویډیو کې نیول شوی کس خپل نوم محمد عادل یادوي او وايي چې په محمد آرش هم مشهور دی.

عادل پنجشېری د جمهوري نظام پر مهال ، پر کابل پوهنتون د برید په تور زنداني شوی و
عادل پنجشېری د جمهوري نظام پر مهال ، پر کابل پوهنتون د برید په تور زنداني شوی و

په دې ویډیو کې نوموړی په کابل پوهنتون په برید کې خپل لاس لرل تاییدوي، خو معلومه نه ده چې دغه اعتراف په کوم ډول حالاتو کې له هغه اخیستل شوی وو.

هغه مهال ملي ټلویزیون هم په یو خبر کې د محمد عادل عمر ۲۴ کاله یاد کړ او وې ویل چې د پنجشېر اصلي اوسېدونکی دی چې د کابل په پل چرخي کې اوسیږي.

خو پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل سره سم د زندانونو د ماتېدو له امله د داعش سلګونه غړي چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال زنداني شوي وو خوشې شول.

د امنیتي چارو پوه او د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د دفاعي او امنیتي بنسټونو عمومي ویاند جنرال اجمل عمر شینواری وايي: د ده د معلوماتو له مخې، د جمهوري حکومت په وروستیو کې یوازې په بګرام زندان کې د داعش څلور سوه غړي چې په اعدام محکوم وو بندیان وو.

جنرال شینواري ازادي راډیو ته وویل:

" دا یو لوی تروریستي ګواښ دی چې اوس مهال هم افغانستان ګواښي، هم افغانان اود دې ترڅنګ دغه ترهګر یا د جنايي جرمونو مجرمین چې د سیمې هيوادونو ته تللي دي د دغه هیوادونو لپاره هم لوی ګواښ پېښولای شي."

جنرال اجمل عمر: جمهوري نظام یوازې بګرام زندان کې ۴۰۰ په اعدام محکوم داعشي بندیان لرل
جنرال اجمل عمر: جمهوري نظام یوازې بګرام زندان کې ۴۰۰ په اعدام محکوم داعشي بندیان لرل

د امنیتي چارو بل کارپوه اسحاق اتمر بیا د سیمې له هېوادونو غواړي چې په ګډه د دغه ترهګریزې ډلې پر ضد اقدامات وکړي، کنه د ده په خبره وروسته به یې ګواښ لاپسې زیات شي.

اتمر زیاتوي:

" دا یوه جدي مسله ده چې په وړاندې یې باید د سیمي حکومتونه او دولتونه جدي او ګډ اقدام وکړي او پرېنږدي چې ترهګر د یو هیواد خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو په شیعه مېشتو سیمو کې د داعش ډلې حملې زیاتې شوې دي.

د کابل یو شمېر ښاریان وايي د ناامنۍ وروستیو پېښو سخت وېرولي دي.

د کابل د دشت برچې سیمې یوه اوسېدونکې چې نه غواړې په دې راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

" مخکې به په ځانګړو ځایونو خصوصا په ښوونځیو، یا جوماتونو کې پېښې کېدې خو اوس په موټرو، سوپر مارکیټونو او عمومي سړکونو کې کیږي، د کابل وضعیت ورځ تربلې خرابیږي، او موږ چې له کوره وځو بېرته کورته د ژوندي راتګ هیله نه لرو."

کابل کې وروستیو چاودنو یو شمېر خلک وېرولي او اندېښمن کړي دي
کابل کې وروستیو چاودنو یو شمېر خلک وېرولي او اندېښمن کړي دي

د دې ښار یو بل اوسېدونکی ګل نبي وايي د ناامنیو پېښو یې ان کاروبار زیانمن کړی دی.

نبي زیاتوي:

" په وروستیو کې په کابل کې د داعش بریدونه زیات شوي دي، موږ یې ډېر اندېښمن کړی یو ، دا چې موږ کاروباریان یو، او د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ حلاله نفقه پیدا کوو ډاریږو چې دا مو له لاسه ونه وځي."

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ له پیل او د یوې مودې لپاره تر نسبي امنیت وروسته یو وار بیا د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې وخت ناوخت چاودنې او رامنځته کیږي چې په وروستیو کې یې زور اخیستی دی.

یوه اوونۍ وړاندې د روانې جنورۍ میاشتې په درېیمه، شپږمه او اتمه نېټه د کابل په بېلابېلو سیمو کې درې چاودنې وشوې چې له امله یې لږ ترلږه لس کسان ووژل شول او له دېرشو ډېر ټپيان شول.

په دې کې د دوو پېښو مسولیت داعش خراسان څانګې ومانه.

دغې ډلې په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د نورو ځینو خونړیو بریدونو مسوولیت هم منلی و.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتیرش د تېر ډیسمبر په پنځلسمه په یو راپور کې وویل چې د ۲۰۲۳ کال د اګسټ له لومړۍ نېټې د همدې کال د اکتوبر تر ۲۲ مې په افغانستان کې ۱۴۱۴ امنیتي پېښې ثبت شوې دي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه سلنه زیاتوالی ښيي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG