د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

د ایران د وروستي برید په غبرګون کې پر دغه هېواد د پاکستان بریدونه


د پاکستان یوه جېټ الوتکه
د پاکستان یوه جېټ الوتکه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د هیواد هوایي ځواکونو یې په ایران کې دننه سخت دریځي په نښه کړي دي.

دا بریدونه وروسته له هغې کیږي چې ایران د سې شنبې په ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د جیش العدل پرډلې هوایي بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې دوه ماشومان ووژل شول.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان د ایران په سیستان و بلوچستان کې د ترهګرو پرپټنځایونو همغږي او دقیق پوځي بریدونه کړي دي.

د اعلامیې له مخې، په دغو بریدونو کې یو شمېر ترهګر وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي چې دغه بریدونه یې د بلوڅانو پر بیلتون غوښتونکې ډلې چې په پاکستان کې یې خونړۍ حملې ترسره کړي، کړي دي.

دې وزارت ویلي دغه اقدام یې ځکه وکړ چې تهران په دې اړه د پاکستان اندېښنو ته ځواب ونه وایي او د دغې ډلې په وړاندې یې کوم اقدام ونه کړ.

د ایران دولتي رسنیو نن پنجشنبې وویل چې د ایران او پاکستان پولې ته څېرمه، د ایران سراوان ښار ته نژدې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپورله مخې، د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا د سیستان و بلوچستان ولایت د مرستیال والي علیرضا مرحمتي له قوله خبرورکړی چې ویلې یې دي چارواکي په دې اړه پلټنې کوي.

هغه د ایران تسنیم خبري آژانس ته وویل چې پولې ته څېرمه د سراوان په یوه کلي کې د پاکستان په توغندویي برید کې چې نن سهارڅلورنیمې بجې وشو، څلورماشومان او درې ښځې وژل شوي دي.

هغه ټول وژل شوي بهرني اتباع وبلل.

XS
SM
MD
LG