د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

په پاکستان کې د ایران بریدونو ته غبرګون؛ اسلام‌آباد له تهرانه خپل سفیر ورغوښتی


ارشیف: د ایران له لوري توغول شوی یو توغندی
ارشیف: د ایران له لوري توغول شوی یو توغندی

پاکستان په بلوچستان کې د ایران له هوایي بریدونو یوه ورځ وروسته له تهرانه خپل سفیر وروغوښت.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ نن چهارشنبې اعلان وکړ چې اسلام آباد د تېرې شپې د برید له کبله له ایرانه خپل سفیر ورغوښتی دی.

هغې په خپلو څرګندونو کې چې له تلوېزیونه خپرېدې وویل، د ایران لخوا د پاکستان پر ملي حاکمیت د تېرې شپې بې بنسټه او بربنډه سرغړونه د نړیوالو قوانینونو او د ملګرو ملتونو د منشور له اهدافو او اصولو څخه سرغړونه ده.

مېرمن بلوچ زیاته کړه چې پاکستان په اسلام آباد کې د ایران سفیر ته چې د دغه برید په مهال تهران کې و، ویلي چې بېرته ورنه‌ شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده زهرا بلوچ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده زهرا بلوچ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان نن چهارشنبې د سویس په داووس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې وویل چې د هېواد ځواکونو یې یوه ورځ مخکې په پاکستان کې یوه ایرانۍ ترهګره ډله په نښه کړې وه.

هغه وویل په پاکستان کې د دوست او ورور هېواد هېڅ یو تبعه د ایران په میزایلو او ډرون الوتکو کې نه دی په نښه شوی.

هغه وویل، په دې برید کې جیش العدل ډله چې یوه ایرانۍ ترهګره ډله ده په نښه شوې ده.

ایران تراوسه د پاکستان د دغه اقدام په وړاندې غبرګون نه‌دی ښودلی.

پاکستان په بلوچستان ایالت کې د جیش العدل ډلې پرمرکزونو د ایران وروستی برید په سختو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې هغه به جدي عواقب ولري.

پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ایران توغندویي برید په خپل هوایي قلمرو یو لمسونکي تېری بللی دی.

په هغه اعلامیه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبې خپره کړې، دغه برید په کلکه غندل شوی او ویل شوي چې په نتیجه کې یې دوه بې ګناه ماشومان وژل شوي او درې نجونې ټپیانې شوې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان پر ملي حاکمیت دغه تېری بشپړ د نه منلو دی او کېداي شي جدي عواقب ولري.

د ایران دولتي رسنیو د سې شنبې د ورځې ناوخته وویل چې ایران د پاکستان د بلوچستان په زرغون غره سیمه کې د جیش العدل ډلې دوه مرکزونه په توغندیو او ډرون الوتکو هدف ګرځولي او له منځه وړي دي.

خو د اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د راپورله مخې دولتي رسنۍ دغه راپورونه پرون چهارشنبې له کومې توضیح پرته لیرې کړل.

د ایران سپاه پاسداران ته نږدې تسنیم خبري اژانس په راپور کې ویلي وو چې په نښه شوې سیمه هغه ځای دی چې د ایراني چارواکو د ادعا له مخې د جیش العدل ډلې یو لوی مرکز په ‌کې پروت دی.

د ایراني چارواکو د ادعا له مخې د توغندویي او ډرون الوتکو په ذریعه په دغو بریدونو سره یې د جیش العدل ډلې دوه مرکزونه له منځه وړي دي.

جیش العدل چې د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي په یوه بیان کې چې انلاین یې خپورکړی منلې چې پردوی برید شوی دی.

د دغه برید په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې د ایران یو لوړپوړی ډیپلومات احضار کړی او خپل ته سخت اعتراض وړاندې کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې دغه برید یو غیرقانوني عمل بللی او ویلي یې دي چې هغه له دې پلوه زیات د اندېښنې وړ دی چې د پاکستان او ایران ترمنځ د اړیکو د ډیرو نورو چینلنونو سره سره شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان تل ویلي چې تروریزم په سیمه کې د ټولو هېوادونو لپاره یو ګډ ګواښ دی او هغه همغږي اقدام ته اړتیا لري او زیاتوي دا ډول یو اړخیز اقدام د ښه ګاونډیتوب له اړیکو سره سرنه‌خوري او کولای شي دوه اړخیزباوراو اعتماد ته جدي زیان ورسوي.

د پاکستان په بلوچستان کې د ایران له خوا دا برید وروسته له هغه شوی چې جیش العدل ډلې په دې وروستیو کې د ایران د سیستان و بلوچستان په راسک کې په ایراني پولیسو د یوه برید مسوولیت په غاړه واخیست.

په هغه برید کې یو ایرانی پولیس وژل شوی و.

تر دې مخکې هم جیش العدل ډلې تېر ډسمبر د ایران په راسک کې د پولیسو یو مرکز تر برید لاندې نیولی وو او لږ تر لږه یوولس ایراني ځواکونه یې وژلي وو.

د امریکا په ګډون ایران او یو شمېر لوېدیځو هېوادونه جیش العدل ډله یو ترهګر سازمان ګڼي.

دې ډلې په ۲۰۱۹ کال کې د ایران د سپاه پاسداران اړوند بسیج ځواکونو پر یوه بس د ځان وژونکي برید مسوولیت هم اخیستی و چې په‌کې د دغو ځواکونو ۲۷ غړي وژل شوي وو.

د اسوشېټېډ پرېس آژانس د راپورله مخې تهران شک کوي چې پاکستان د ایران د مهم سیمه ییز سیال سعودي عربستان په اشاره د دغې سخت دریځې سني ډلې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG