د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

د افغانستان په اړه د ایران، پاکستان او هند تازه خپلمنځي خبرې


له ښي اړخه: د پاکستان، ایران او هندوستان بیرغونه
له ښي اړخه: د پاکستان، ایران او هندوستان بیرغونه

تېرو دوو ورځو کې افغانستان د هند، ایران و پاکستاني چارواکو ترمنځ د خبرو اترو یو مهم اړخ و.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر جی‌‌ایس شنکر چې تهران ته په دوه ورځني سفر تللی و، له خپل ایراني سیال امیر عبدالهیان سره له کتنې وروسته د دوشنبې په ورځ خبري غونډې ته وویل؛ دوی دواړو د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې اترې کړي.

هغه زیاته کړه:

"ما او ډاکټر عبدالهیان به په افغانستان کې بدلونونه وڅېړو. موږ په دې اړه لنډې خبرې وکړې او د امنیت و ثبات په اړه به خپلو اوږدمهاله بحثونو ته دوام ورکړو. "

د هند د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې دوی د چابهار بندر له لارې منځنۍ اسیا او افغانستان ته د هند د ټرانزیټي لارې په پراختیا هم خبرې کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر، ایس‌جی شنکر
د هند د بهرنیو چارو وزیر، ایس‌جی شنکر

هاخوا د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قُمي چې اسلام‌اباد ته تللی و، له خپل پاکستاني سیال اصف دراني او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر عباس جیلاني سره کتلي او د افغانستان اړوند په بېلابېلو مسایلو ورسره غږېدلی دی.

ښاغلي قُمي تېره شپه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، په دې لیدونو کې یې ټینګار کړی چې په سیمه کې سوله و ثبات د افغانستان په سولې و ثبات پورې تړلی دی او یوازې د افغانستان د ګاونډیانو په محوریت سیمه‌ییز ابتکارات کولای شي د دې ډول سولې له راتلو سره مرسته وکړي.

قُمي چې په افغانستان کې د ایران سرپرست سفیر هم دی زیاته کړې، پاکستاني چارواکو سره یې پر دې هم موافقه کړې چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه به د دې هېواد لپاره د سیمه‌ییز تماس ډله جوړوي او د رغنده وړاندیزونو یوه بسته به د طالبانو حکومت ته سپاري.

کاظمي قمي او عباس جیلاني
کاظمي قمي او عباس جیلاني

هغه د افغانستان په اړه د تماس ډله د پراخېدو وړ بللې او وايي، دا ډله به وشي کولای چې د افغانستان په اړه د دې هېواد د ګاونډیو، سیمې او نړیوالې ټولنې اندېښنې؛ د یوې مشخصې تګ‌لارې په چوکاټ کې د یوه منطقي مهالوېش په نظر کې نیولو سره وړاندې کړي.

هاخوا بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله ایکس‌پاڼه له حسن کاظمي قُمي سره د عباس جیلاني او اصف دراني د کتنې په اړه لیکلي، دې لیدنه کې جیلاني د یوه سوله‌ییز او با ثباته افغانستان لپاره د سیمه‌ییزې همغږۍ په اړتیا ټینګار کړی او په دې برخه کې یې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ونډه مهمه بللې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا هم لیکلي چې قمي او اصف دراني هم د افغانستان د وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې کړي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې کتنو په اړه خپل غبرګون نه‌دی ښودلی، خو وړاندې یې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، له هر هغه اقدام هرکلی کوي چې په سیمه و افغانستان کې د امنیت و ثبات له راتلو سره مرسته کوي.

افغانستان داسې مهال د خپلو ګاونډیانو د خبرو اترو د اجنډا یوه برخه ده چې وروستیو کې داعش ډلې په ایران او افغانستان کې بریدونه وکړل او پاکستان هم خبر ورکړی چې د دې ډلې دوه بریدګر یې نیولي، کومو چې د پاکستان د ادعا پر بنسټ په پکتیا کې نظامي روزنه لیدلې وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG