د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

په ډیلي کې د افغانستان سفارت د فعالیت بیا پیلېدو په اړه د هندي ورځپانو تبصرې


په هندوستان کې د افغانستان د سفارت تصویر
په هندوستان کې د افغانستان د سفارت تصویر

انډین ایکسپرس:

له هنده خپرېدونکې ورځپاڼې انډین ایکسپرس ته په نوې ډیلي کې د افغانستان د سفارت د فعالیت د بیا پیل موضوع مهمه ښکاره شوې ده.

د هند په حیدراباد او ممبۍ کې جنرال قونسلانو سید محمد ابراهیم­ خېل او ذکیې وردګ ویلي، دوی د هند د حکومت په بلنه په نوې ډیلي کې د سفارت د قونسلي چارو مسوولیت هم اخیستی دی.

تر دې مخکې د هند لپاره د تېر جمهوري نظام له خوا ګمارل شوي سفیر فرید ماموندزي د نومبر پر ۲۴مه، د افغانستان د سفارت د دایمي تړل کېدو خبر ورکړی و.

هغه په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې وار له مخه یې د اکټوبر له لومړۍ په هند کې خپل فعالیتونه قسماً ځنډولي وو او هیله یې درلوده چې د هند حکومت داسې یو دریځ غوره کړي چې د دوی د فعالیتونو د دوام لپاره اغېزناک تمام شي.

انډین ایکسپرس لیکلي چې د سفارت د تړلو اعلان ښاغلي ماموندزي وکړ اوسني جنرال قونسلان یې د طالبانو استازي بللي وو، خو د ورځپاڼې په لیکنه د هند دولت ته ویلي دوی د دې موضوع په تړاو کُلي شاخصونو ته ګوري او دا کار هېڅکله د طالبانو د رژیم د رسمیت پېژندلو په معنی نه دی.

انډین ایکسپرس لیکي چې په تېرو دوو کلونو کې په نوې ډیلي کې د افغانستان پخواني سفیر او د هغه د ۲۸ ډیپلوماټانو ډلې یو یو له هنده بهر سفر وکړ او په غرب کې یې پناه واخیسته.

د ورځپاڼې په لیکنه، کله چې څه باندې دوه کاله مخکې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، مامومندزی په هند کې ټولو لویو غربي سفارتونو ته ورغی او هغوی ته یې وویل چې ډیپلوماتان یې پناه ته اړتیا لري.

خو اوسنیو ډیپلوماتانو سید محمد ابراهیم­ خېل او ذکیې وردګ تېره جمعه د سفارت د مسوولیت اخیستلو پر مهال په خپلو خبرو کې له طالبانو سره د خپلو اړیکو په باب څه ونه ویل.

ټایمز اف انډیا:

هندۍ ورځپاڼې ټایمز اف انډیا په خپله پرونۍ ګڼه کې د هغو امیندوارو افغان ښځو په باب لیکنه خپره کړې چې په بریتانیا کې د مهاجرت پر شرایطو برابر دي، خو لا هم په پاکستان کې انتظار دي.

د لیکنې له مخې دغو ښځو خبرداری ورکړی، که په عاجل ډول بریتانیا ته ونه لېږدول شي، ښايي د ماشومانو بقا یې له خطر سره مخامخه شي.

دغو ښځو یا هم د کورنیو غړو یې په افغانستان کې له بریټیش کونسل سره کار کړی، چې د افغان وګړو د بیامېشتولو د پروګرام له مخې په بریتانیا کې د مهاجرت پر شرایطو برابر دي او په پاکستان کې یې د کارونو پروسس روان دی.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغانانو د ډله‌ییز اخراج بهیر ګړندی شوی او پاکستان ویلي چې په دې برخه کې د چا فرمایش نه مني.

په پاکستان کې ځینو افغانانو چې د امریکا د متحدو ایالتونو، کاناډا او نورو هېوادنو د مهاجرت کیسونه لري، شکایت کړی، چې د اړتیا وړ اسنادو له لرلو سره سره افغانستان ته اخراج کړای شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا په خپله ویبپاڼه ریلییف ویب کې د ډسمبر میاشتې د درېیمې، یاد معلولو کسانو د نړیوالې ورځې په مناسبت لیکنه خپره کړې ده چې په افغانستان کې یې اکثریت د خپل بد حالت په اړه شکایتونه لري.

د لیکنې له مخې، دا ورځ په نړۍ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې په افغانستان کې معلول کسان تر بل هر هېواد زیات له تبعیض سره مخامخ دي او نه شي کولی تعلیم وکړي یا هم کاري فرصتونه ولري.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پرېکړې پر بنسټ، له ۱۹۹۲م راهيسې هر کال د ډسمبر درېیمه د معلولو وګړو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG