د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

ملګري ملتونه: له ایران څخه افغانستان ته په خپله خوښه د کډوالو ستنېدل کم شوي


ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته بېرته راغلي دي.
ارشیف: له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال چې افغانستان ته بېرته راغلي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د راپور له‌مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په ایران کې د افغان کډوالو په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو کچه د پام وړ کمه شوې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا 'یو این ایچ سي آر' وايي، د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو په ۲۰۲۳ کې له ایران لږ شمېر افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

'یو این ایچ سي آر' په خپل راپور کې چې د سه‌شنبې په ورځ د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه تر ډسمبر پورې د کډوالو په خپله خوښه راستنېدو په اړه خپور شو ویلي چې سږ کال یوازې ۵۱۶ تنه په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغه راپور له‌مخې، په ایران کې د خپلو زده‌کړو د دوام او د ویزې ترلاسه کولو لپاره له ایران څخه افغانستان ته د افغان محصلانو په راستنېدو کې هم کموالی راغلی او د دغو راستنېدونکو یوازې ۱۱ سلنه جوړوي.

دغه شان په راپور کې ویل شوي چې ډېری راستانه شوي کډوال د اقتصادي ستونزو له امله افغانستان ته ګرځېدلي دي.

د ملګرو ملتونو ياده اداره وايي، ښايي ډېری خلک تحصيل لرونکي او له مهارت سره هېواد ته ستنېږي، ځکه دوی احساس کوي چې کولای شي خپل ژوند پخپله جوړ کړي، خو زياته کړې يې ده چې، د افغانستان کړکېچ ته سیاسي حل‌لاره د کډوالو خوندي او باثباته راستنېدل تضمینولی شي.

ارزو چې له څلورو میاشتو راهیسې ایران ته کډواله شوې وايي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو له امله ایران ته کډواله شوې ده.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل، په ایران کې له ستونزو سره سره بیا هم نه‌غواړي خپل هېواد ته ستنه شي، ځکه په خبره يې، د پرمختګ لپاره ترې ټول فرصتونه اخيستل شوي.

هغه زیاتوي: "نیمه کورنۍ دلته ده او نیمه کورنۍ مو هلته ده. موږ نه‌شو کولی بېرته افغانستان ته لاړ شو ځکه چې نجونې هلته د حجاب د نه اغوستلو له امله نیول کېږي. موږ په افغانستان کې د زده‌کړو حق نه‌لرو، د طالبانو د حکومت پر مهال مې د زده‌کړو څلورم کال له ستونزو سره پای ته ورساوه."

هغه زياتوي، چې تازه يې په يوه مخابراتي شرکت کې کار پيل کړى و چې طالبانو د ښځو پرکار د بنديز فرمان صادر کړ، دا او د کورنۍ نورې ښځې يې بې‌کاره شوې.

په ایران کې یوې بلې افغان کډوالې ګیتي ازادي راډيو ته وویل، کورنۍ یې په افغانستان کې له امنیتي ستونزو سره مخ ده او له همدې امله نه‌شي کولای بېرته هېواد ته ستانه شي.

هغه وايي: "ډېرې ستونزې شته. موږ په افغانستان کې ستونزې درلودې، له مجبورۍ مو یوه دوست هېواد ته پناه راوړه. زما پلار مخکې یو پوځي وو و او موږ اړ شو چې له خپل هېواد څخه ایران ته کډوال شو."

یو بل افغان کډوال حفیظ الله چې د ایران په اصفهان کې په یوه فابریکه کې کار کوي وايي چې په افغانستان کې کار نه‌شته او د ښه ژوند لپاره ایران ته کډوال شوی دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل چې دوی په ایران کې هم له سختو شرايطو سره مخ دي.

هغه زیاتوي: "پوليس سهار، ماسپښين، شپه او هرکله راځي، موږ په فابريکه کې د تختو او پلاستيک لاندې استراحت کوو ترڅو دوی ونه‌شي کولی موږ پيدا کړي. هېواد هم په بد حالت کې دی. ژمی دی، وچکالي ده. خلک ژوند، مالي او اقتصادي امنیت نه‌لري."

هغه وايي، د ايران حکومت ده ته او يو شمېر افغان کډوالو ته د اوسېدو اسناد نه ورکوي او دی نه‌شي کولی بېرته افغانستان ته ستون شي، ځکه هلته د کار زمينه نه‌شته.

حفيظ الله وويل، حتی يو شمېر کسان چې د ايران د حکومت له‌خوا له پولې اړول شوي وو، بېرته د کار لپاره ايران ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران حکومت په دې وروستیو کې د دغه هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د افغان کډوالو پر تګ راتګ او کار بندیز لګولی دی.

ایراني رسنیو د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې په ایران کې شاوخوا پنځه میلیونه افغانان ژوند کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG