د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د ایران چاودنو کې د وژل شویو افغانانو د وارثانو کیسې


د ایران د کرمان د پېښو قربانیان
د ایران د کرمان د پېښو قربانیان

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا خبر ورکړی چې د دې هیواد په کرمان ښار کې د تېرې چهارشنبې ورځې په دوه چادونو کې ۱۲ افغان کډوال هم وژل شوي دي.

د دې خبري اژانس د خبر له مخې، په وژل شویو کې ۷ یې ښځې دي.

ایرنا خبری اژانس د کرمان ولایت د کډوالو د ادارې له قوله خبر ورکړی چې رضا نورزی، محمد قاسم احمدي،مریم تاجک، محمد متین احمدی، محمد تاجک هند، نازنین فاطمه عزیزي،زهرا فیضي، نظیفه غفوري، نعمت الله اڅکزی، لطیفه اڅکزۍ ، معصومه اڅکزۍ ، رازګل علیزۍ د دې پیښو قربانیان دي.

خو د ایران اړوند یوې بلې رسنۍ «سحر» په دغو چاودنو کې د وژل شویو افغان کډوالو شمېر ۱۳ ښودلی دی.

راز ګل علیزۍ او د هغې دوه لوڼې معصومه اڅکزۍ او لطیفه اڅکزۍ د دغې پېښې په قربانیانو کې شامل دي.

د رازګل علیزۍ د خور زوی میرا جان ازادي راډیو ته وویل :

" رازګل عليزۍ زما خاله وه معصومه او لطیفه اڅکزۍ یې لوڼې وې ، یاد مراسم د دوی کور ته په نږدې سیمه کې و زما د خاله دوه کوچنۍ لوڼې مراسمو ته تللې وې ځکه هلته یې خواړه ورکول ، خاله مې په خپلو لوڼو پسې تللې وه چې کور ته یې راولي، دوه چاودنې وشوې او هغوی په کې ووژل شوې."

د میراجان په خبره، رازګل علیزۍ ۴۱ کلنه او خیاطه وه.

دی وايي یوه لور یې معصومه اڅکزۍ اته کلنه او لطیفه اڅکزۍ چې تر دې کوچنۍ وه د ښوونځي زده کوونکې وې.

دغې کورنۍ له ۲۵ کلونو را هیسې د ایران په کرمان ښار کې ژوند کاوه .

ایران د دغو خونړیو پېښو په ویر یو ورځنی ماتم اعلان کړی و
ایران د دغو خونړیو پېښو په ویر یو ورځنی ماتم اعلان کړی و

د ایران په کرمان ښار کې د چهارشنبې د ورځې د پېښې د نورو قربانیانو په ډله کې د نعمت الله اڅکزي د تره زوی علي احمد اڅکزي ازادي راډیو ته وویل:

" د قاسم سلېماني تلین مراسمو ته تللي وو، کله چې لومړۍ چاودنه وشوه، یوه لاره د خلکو د وتلو لپاره خلاصه وه کله چې ټولو خلکو هغې لاړې ته مخه کړه په هماغه ځای کې دوهمه چاودنه وشوه ، نعمت الله اڅکزی ۱۵ کلن او د خپلې کورنۍ یوازېنی زوی و، د خپلې کورنۍ د نفقې پیدا کولو لپاره ایران ته په غریبۍ تللی و، د ټولې کورنۍ هیلې نعمت ته وې هغه هم ووژل شو ."

د علي احمد اڅکزي په خبره، نعمت الله ۱۵ کلن و او د ښوونځي د اووم ټولګي زدکونکی وو د ورځې دوه وخته یې د خپلې شپږ کسيزې کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو لپاره کار کولو.

دغې پېښې په ایران کې د یو شمېر افغان کډوالو اندېښنې راپارولې دي.

ایران ته د بې کارۍ، فقر او ګونګ راتلونکي له امله هره ورځ سلګونه افغانان په قاچاقي لارو روان دي
ایران ته د بې کارۍ، فقر او ګونګ راتلونکي له امله هره ورځ سلګونه افغانان په قاچاقي لارو روان دي

په ایران کې یو تن افغان کډوال حفیظ الله نایبي ازادي راډيو ته وویل چې پنځه کاله وړاندې د ناامنیو د زیاتېدو له امله له افغانستان څخه ایران ته کډوال شوی، خو اوس په دغه هېواد کې هم امنیت نشته.

نایبي زیاتوي:

" موږ د فاریاب ولایت په یوې لیرې سیمې کې ژوند کولو، بد بختانه زموږ سیمه ډیره ناامنه وه ، له چاودنو، انتحاري او ورور وژنې څخه وتښتیدو، اوس دلته هم د امنیت په برخه کېاندیښمن یو ،پاکستان هم له خپل هیواد څخه افغان کډوال وباسي او ایران هم، مخکې به په رخصتیو کې وتلو د عاشورا مراسم به مو نمانځل خو اوس له ویرې له کوره د وتلو جرت نه شو کولای هره شېبه د یوې پېښې خطر وي. "

د تېرې چهارشنبې د ورځې په ماسپښین په کرمان ښار کې د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ډلې د پخواني قومندان قاسم سلېماني د مړینې د څلورم تلین د نمانځنې په مراسمو کې چې ګڼ شمېر خلک راټول شوي وو، دوه خونړۍ چاودنې وشوې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حافظ احمد ضیا تکل په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره د ایران په کرمان ښارکې شوې چاودنې غندلې دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په دغو دوو چاودنو کې شاوخوا ۹۰ کسان وژل شوي او ۲۸۴ نور ټپیان شوي دي.

دا چې د ټپیانو په ډله کې افغان کډوال شامل دي او کنه، جزیات نه دي ورکړل شوي .

د دې پېښو د قربانیانو جنازې د جمعې په ورځ ترسره شوې .

دا په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب راهیسې تر ټولو خونړي بریدونه ګڼل کیږي.

د ایران حکومت د پنجشنبې په ورځ د دغې خونړیو پېښو له امله ملي ماتم اعلان کړی و.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG