د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

رویټرز: د امریکا استخباراتي سرچینې په ایران کې وروستي بریدونه د داعش د خراسان څانګې کار ګڼي


د ایران د وروستیو خونړیو پېښو یوه څنډه
د ایران د وروستیو خونړیو پېښو یوه څنډه

د ایران په کرمان کې له خونړيو بریدونو دوه ورخې وروسته رویټرز خبري اژانس له موضوع څخه د دوو باخبرو سرچینو په حواله لیکلي، د متحدو ایالتونو استخبارات تاییدوي چې دا بریدونه، د داعش ډلې خراسان څانګې کړي.

یاد شوي اژانس د جنورۍ په ۶مه نېټه د سرچینو په حواله لیکلي:"دا معلومات څرګند او د نه انکار وړ دي."

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغو سرچینو د خپل هویت د نه افشا کولو په شرط ویلي چې د امریکا استخباراتي ادارو دغه معلومات د "مخابراتي مداخلو" پر بنسټ ترلاسه کړي دي.

خو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو په ایران کې وروستي بریدونه یې غندلي دي.

ومو غوښتل افغانستان سره د دې موضوع د تړاو په اړه د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښتو، خو هغه د راپور تر خپریدو پورې زمونږ پوښتنې ځواب نه کړې.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت په وار- وار ادعا کړې چې د داعش ډله یې په افغانستان کې ځپلې ده او د افغانستان له خاورې څخه به د هیڅ هیواد پر ضد کار وانخیستل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او ګڼو چارواکو په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو ټینګار کړی او ویلي چې هیڅوک د افغانستان خاوره د چا خلاف نه شي کارولی
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او ګڼو چارواکو په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو ټینګار کړی او ویلي چې هیڅوک د افغانستان خاوره د چا خلاف نه شي کارولی

د چهارشنبې په ورځ د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ډلې د پخواني قومندان قاسم سلېماني د تلین د لمانځنې په مراسمو کې په دوو چاودنو کې شاوخوا ۹۰ کسان ووژل شول او د راپورونو له مخې ۲۸۴ تنه نور ټپیان شول.

د اسلامي دولت ډلې (داعش) په ایران کې د دغو خونړیو چاودنو مسوولیت منلی دی.

د ایران دولت تر اوسه د رویټرز د راپور کومه تبصره نه ده کړې.

بي بي سی فارسی د ایران د استخباراتو وزارت په حواله لیکلي چې یو حمله کوونکی تاجکستانی وګړی و.

د امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر وايي، د ترهرګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره باید د سیمې هیوادونه ټول سره یو ځای شي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

" دا یوه داسې ترهګره ډله نه ده چې یوازې په افغانستان کې لویدلي وي دا کیدای شي په نورو هیوادونو نه هم عملیات ترسره کړي، زه فکر کوم ددې ګواښونو څخه د مخنیوي لپاره، يواځينۍ لاره دا ده چې د سیمې هیوادونه ددغه ډلې پر وړاندې په مشترک ډول اقدام وکړي."

د ایران د کورنیو چارو وزیر وحید احمدي د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې له پاکستان او افغانستان سره د پولو د تړلو پلان د عملي کېدو په حال کې دی
د ایران د کورنیو چارو وزیر وحید احمدي د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې له پاکستان او افغانستان سره د پولو د تړلو پلان د عملي کېدو په حال کې دی

د یادونې ده چې د ایران په کرمان ښار کې له خونړیو پېښو یوه ورځ وروسته د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي وویل، له افغانستان او پاکستان سره د ایران د پولو د تړلو پلان د پلي کیدو په حال کې دی.

مخکې تر دې یو شمېر ایراني چارواکو په افغانستان کې د داعش وسله والو د حضور په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان، شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د دې هیواد له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي وو چې افغانستان او ایران ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او له همدې امله په افغانستان کې دننه هر ډول پرمختګ د ایران پر امنیت اغېز کولی شي.

راپور: ثنا کاکړ

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG