د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

د حجاب په تړاو د طالبانو اقدام د ایران د واکمنو اقداماتو ته ورته بلل شوی


ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو ښځو د لاریون یو انځور

ګڼو نړیوالو رسنیو د افغانستان په تړاو په بېلابېلو موضوعات لیکنې خپرې کړي دي.

یاهو نیوز انلاین:

یاهو نیوز انلاین ویبپاڼې د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس هغه راپور خپور کړی چې د طالبانو د امربالعمروف او نهی عن المنکر وزارت له خولي وايي، یو شمېر ښځې یې د سم حجاب په نه مراعتولو توقیف کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي، په ۲۰۲۱م کال کې واک ته له رسېدو وروسته دا د طالبانو له خوا د هغو ښځو پر ضد چې د دوی له خوا وضعه شوی حجاب یې نه دی مراعت کړی، د اقداماتو لومړنی رسمي تایید دی.

راپور د طالبانو د حکومت دا اقدام د ګاونډي هېواد ایران د واکمنو اقداماتو ته ورته بللی چېرې چې له لسیزو راهیسې پر ښځو د ځانګړي حجاب کارول اجباري دي.

راپور وايي، د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له خوا د هغو ښځو نیول کېدل چې د دوی په وینا یې سم حجاب نه دی مراعت کړی، د هغو افغان ښځو په حقونو یو بل ګوزار دی چې لا د مخه ترې واکمنو طالبانو د کار او زده کړو حق اخیستی دی.

ایرش ټایمز:

ایرش ټایمز ورځپاڼې بیا ایرلنډ ته په قاچاقي لاره د یما حسني په نوم د کابل پوهنتون د یو پخواني محصل له کړاوه د ډک سفر کیسه کړې.

په لیکنه کې د یما له خولې د هغه له افغانستان څخه د تېښتې هغه کیسه شوې چې ایران او ترکیې ته په غیرقانوني لارو ځي او نژدې یو کال مخکې د ایټالیا په سواحلو کې د هغې ډوبې شوې کښتۍ څخه څخه د وروستي کس په توګه ژغورل کېږي چې د ښځو او ماشومانو په شمول په کې ۹۵ کسان چې افغانان هم په کې وو، ووژل شول.

جاپان ټوډې:

له ټوکیو خپرېدونکې جاپان ټوډې ورځپاڼې بیا هغه جاپاني ډاکتر په اړه یو لیکنه خپره کړې چې لسیزې یې په افغانستان کې له افغانانو سره د مرستې لپاره په دې هېواد کې کار وکړ.

دا ډاکتر تیتسو ناکامورا و چې افغانانو کاکا مراد باله.

لیکنه د ناکامورا په اړه د انګلیسي ژبې راتلونکي مستند فلم باندې تمرکز کوي .

ناکامورا په وروستیو کې د افغانستان په ختیځ کې د عامو افغانانو سره مرسته کوله څو دغلته و چې دښتې سمسورې کړي او په سیمه کې خلک ښو خوړو او مېوو ته لاسرسی پیدا کړي.

د جاپان ټوډې په وینا، فلم جوړونکي کینجي یاتسو په دې مستند فلم کې د دوو لسیزو په موده کې د ناکامورا هغه بشر دوستانه هڅې او هغه پروژې نندارې ته وړاندې کوي چې په کې یې له ځايي افغانانو سره مرسته کوله.

ورځپاڼه د دې مستند د جوړونکي له خولې وايي، د ډاکتر ناکامورا پر ژوند یې د دې فلمو جوړولو موخه دا ده چې د ناکامورا میراث نړیوالو لیدونکو ته معرفي کړي او په جګړه ځپلي افغانستان کې د بیا رغونې هېلو ته د دې جاپاني ډاکتر ژمنتیا نورو ته وښيي.

یاتسو هیله لري چې د ناکامورا مستند به نړۍ کې د کلتوري توپیرونو ترمنځ یووالي او تفاهم ته الهام وبخښي او په لیدونکو باندې به دوامداره او ژور اغېز وکړي.

ډاکټر تیتسو ناکامورا چې په افغانستان کې یې څه باندې دوه لسیزې په بشري چارو کې د خلکو سره د مرستې لپاره تېرې کړې وې، په ۲۰۱۹ کال ډسمبر میاشت کې جلال اباد ښار کې د ناڅرګنده کسانو په ډزو کې ووژل شو.

نوموړی ته د افغانستان جمهوري حکومت د افغانستان اعزازي وګړتوب ورکړی و.

د ډاکتر ناکومورا وژنې د افغانانو ترمنځ پراخ عکس العملونه راپارولي وو او ګڼ عام افغانان یې په مړینه غمجن وو.

که څه هم د افغانانو د دې جاپاني خواخوږي له قتل راهېسې څلور کلونه تېر شول، خو تر اوسه هم د هغه پر قتل رسماً نه څوک تورن شوي او نه نیول شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG