د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

کرمان کې خونړۍ چاودنې؛ وحیدي: له افغانستان او پاکستان سره د ایران د پولو تړلو پلان د عملي کېدو په حال کې دی


د ایران په کرمان کې له خونړۍ چاودنې وروسته د سیمې یو انځور
د ایران په کرمان کې له خونړۍ چاودنې وروسته د سیمې یو انځور

په کرمان کې له خونړیو چاودنو یوه ورځ وروسته، د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، له افغانستان او پاکستان سره د ایران د پولو د تړلو پلان د عملي کېدو په حال کې دی.

داسې ښکاري چې په ایران کې وروستیو دوو خونړیو بریدونو د افغانستان په دغه ګاونډي هېواد کې نوې امنیتي اندېښنې راپورته کړې دي.

د ایران په کرمان ښار کې له خونړیو پېښو یوه ورځ وروسته د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر وايي، له افغانستان او پاکستان سره د ایران د پولو د تړلو پلان د پلي کېدو په حال کې دی.

د ایران ایسنا خبري اژانس د احمد وحیدي له قوله لیکلي چې د افغانستان او پاکستان په پوله کې داسې نقطې شته چې د پولو بندولو په پلان کې لومړیتوب ورکړل شوی.

نوموړي دغه خبري آژانس ته ویلي: "هغه سرحدي نقطې چې خلاوې لري او ناوړه ګټه ترې پورته کېږي د پولو د بندولو لپاره لومړیتوب ورکړل شوی دی."

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي

وحیدي زیاته کړې چې د پولې د بندولو طرحه یو بشپړ پلان دی چې بېلابېل اړخونه لري او یوازې دېوال نه دی او د پولې د بندولو لپاره بېلابېل کارونه ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ډلې د پخواني قومندان قاسم سلېماني د تلین د نمانځنې په مراسمو کې په دوو چاودنو کې شاوخوا ۹۰ کسان ووژل شول او د راپورونو له مخې ۲۸۴ تنه نور ټپیان شول.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ایران کې د دغو خونړیو چاودنو مسوولیت منلی دی.

د طالبانو حکومت، د ایران له خوا د پولو بندولو د پلان په اړه د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په ایران کې یې وروستي مرګوني بریدونه غندلي دي.

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي او پوځي کارپوهان ټینګار کوي چې له ترهګرۍ سره مبارزه باید د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ د ګډې او هراړخیزې همکارۍ له لارې وشي.

د سیاسي چارو پوه او په ایران کې پخواني ډیپلومات عزیز معارج ازادي راډيو ته وویل، په ایران کې له خونړیو بریدونو وروسته دا څرګندونې پر افغانستان د ایران له لوري یو ډول غیر مستقیم تور دی چې ګواکې ترهګر له افغانستانه ایران ته راغلي دي.

هغه وویل: "دا پر افغانستان د ایران لخوا یو غیر مستقیم تور دی چې ښايي ترهګر له افغانستانه ایران ته تللي، خو ایرانیانو دا خبره مخامخ نه ده کړې ځکه اسناد او شواهد نه لري. ایران اړ و چې د خپل کورني امنیت د تامینولو لپاره دا کار ترسره کړي او باید یې وکړي، خو که له افغانستان سره په تفاهم او د دواړو هېوادونو لخوا د ځانګړو تدابیرو په ترسره کولو سره پولي تړل کېدې او پوستې زیاتېدې، دا به لا ښه و."

د پوځي چارو یو کارپوه احمد خان اندړ وايي، د پولې د تړلو پلان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې مثبته پایله نه شي لرلی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "د ایران او افغانستان د پولو تر منځ داسې سیمې دي چې ترهګر کولای شي په اسانۍ سره ایران او افغانستان ترمنځ تګ راتګ وکړي. نو دا اړینه ده چې د دواړو هېوادونو لخوا ګډه مبارزه وشي."

د یادونې ده چې داعش ډلې تر دې وړاندې هم په ایران کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی و.

یو شمېر ایراني چارواکو تر دې وړاندې په افغانستان کې د داعش وسله‌والو د حضور په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د دې هېواد له ایسنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي وو چې افغانستان او ایران ۹۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او له همدې امله په افغانستان کې دننه هر ډول پرمختګ د ایران پر امنیت اغېز کولی شي.

خو د طالبانو حکومت ادعا کوي چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او تل یې ټینګار کړی، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG