د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د ایران له خونړیو چاودنو وروسته په سیمه کې د جګړې د پراخېدو اندېښې رامنځته شوي


د ایران په کرمان کې پرونیو چاودنو کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي. ایران د دې پېښې تر شا د امریکا او اسراییل لاس بولي، خو امریکا یې ردوي.
د ایران په کرمان کې پرونیو چاودنو کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي. ایران د دې پېښې تر شا د امریکا او اسراییل لاس بولي، خو امریکا یې ردوي.

د ایران په کرمان کې له خونړیو غبرګو چاودنو وروسته دا اندېښنې پيدا شوي چې په سیمه کې جګړه پراخه نه شي.

د ایران د ولسمشرسیاسي مرستیال محمد جمشیدي د کرمان د چاودنو تور په اسراییل او د امریکا په متحد ایالتونو پورې کړ.

جمشیدي وایي، د امریکا متحد ایالتونه او اسراییل د دې تراژیدۍ تر شا دي.

جمشیدي په ایکسپاڼه کې یا پخواني ټویټر کې پوښتنه کړې چې ایا د واشنګټن دا خبره حقیقت لري چې د امریکا متحدایالتونه او اسراییل د کرمان په ترورستي برید کې هیڅ ونډه نه لري؟

جمشیدي زیاتوي، ګیدړه لومړی خپل درواغ بویوي.

جمشیدي د دې تور هیڅ شواهد نه دي وړاندې کړي.

بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د کرمان په پېښه کې متحد ایالتونه لاس نه لري او هیڅ داسې دلیل نه لیدل کېږي چې په دې چاودنو کې دې پر امریکا یا اسراییل شک وشي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي ابرام پلې د ازادې اروپا/ازادي راډیو فردا څانګې ته وویل: "لا هم د دې چاودنو په اړه اطلاعات راروان دي. موږ باید د قربانیانو ویر وکړو او له نژدې وضعیت وڅارو."

په دې چاودنو کې چې پرون د ایران د قدس ځواکونو د پخواني قوماندان قاسم سلېماني د تلین د مراسمو پر مهال له یوې بلې د پنځلس دقیقو په واټن وشوې، د ایران د ایرنا خبرې اژانس په وینا، د څلور اتیا او پنځه نوي کسانو ترمنځ وژل شوي او دوه سوه څلور اتیا نور ټپیان شوې دي.

د قدس ځواکونو پخوانی قومندان قاسم سلېماني چې په ۲۰۲۰م کال کې د امریکا د برید له کبله ووژل شو.
د قدس ځواکونو پخوانی قومندان قاسم سلېماني چې په ۲۰۲۰م کال کې د امریکا د برید له کبله ووژل شو.

سلېماني د ۲۰۲۰م کال د جنوري په درېیمه بغداد ته څېرمه د دوو موټرو په کاروان کې رهي و چې د امریکا د ډرون الوتکي په برید کې ووژل شو.

قدس ځواکونه د امریکا له لورې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې دي.

په سیمه کې د جګړې د پراخېدو اندېښنې وروسته تر دې زیاتې شوې چې یوه لور ته اسراییلي ځواکونو په غزه کې د حماس ډلې پر ضد چې واشنګټن او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني، سخته جګړه روانه کړې ده.

بل لور ته د سې شنبې په ماښام د لبنان په مرکز بیروت کې د حماس ډلې یو مشر صالح العروري له خپلو څو ملګرو سره د ډرون الوتکې په برید کې ووژل شو.

پرون بیا په کرمان کې خونړۍ چاودنې وشوې او په سره سمندرګي کې د ایراني پلوه حوثي یاغیانو بریدونه پر تجارتي کښتیو روان دي چې نړیوال یې اندېښمن کړې دي.

XS
SM
MD
LG