د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

په ایران او عراق کې پر یو شمېر شرکتونو او افرادو د امریکا تازه بندیزونه


د امریکا او عراق بیرغونه
د امریکا او عراق بیرغونه

متحده ایالاتو پرون په ایران او عراق کې پر ۲۰ کمپنیو او یو شمېر افرادو نوي بندیزونه اعلان کړل.

د امریکا د خزانې وزارت پرون «۲۰۲۰ کال د مارچ ۲۶» په یوه بیان کې وویل، په نویو بندیزونو کې په ایران او عراق کې هغه ۲۰ مخکښ تجارتي شرکتونه، جګپوړي چارواکي او کاروباریان په نښه شوي چې یا یې د ایران د سپاه پاسداران په ملاتړ یا د دې ځواک او د هغه د قدس څانګې په نیابت فعالیت کاوه.

د بیان له مخې دا شرکتونه او افراد همداراز تورن دي چې په عراق کې یې د کتائب حزب‌الله یا عصائب اهل‌الحق په څېر ایران پلویو ترورېستي ډلو ته وژونکې مرستې وررسولې او د پیسو د مینځلو یا د غیر قانوني پیسو د سپینولو په فعالیتونو کې ښکېل وو.

په عراق کې د کتائب حزب‌الله ډلې یو شمېر جنګیالي.
په عراق کې د کتائب حزب‌الله ډلې یو شمېر جنګیالي.

ویل کېږي دا شرکتونه او افراد یمن ته قاچاقي وسلې وړي، د ایران تېل چې امریکا یې پر خرڅلاو بندیز لګولی دی، د سوریې پر حکومت پلوري، په عراق کې پاروونکي تبلیغات کوي او عراقي سیاستوال ګواښي.

د نویو بندیزونو له مخې د دې کمپنیو او افرادو شتمنۍ په متحده ایالاتو کې کنګل کېږي او امریکايي شرکتونو ته له دوی سره د معاملې اجازه نه‌ورکول کېږي.

د امریکا د خزانې وزیر ستیفن منوچین وویل، ایران د مخکښو کمپنیو یوه شبکه استخدام کړې څو په سیمه کې ترورېستي ډلې تمویل کړي، د ایران د خلکو شتمني واخلي او دې ډلو ته‌یې ورکړي او د خپلو وګړو په پرتله نیابتي ډلو ته لومړیتوب ورکړي.

د امریکا د خزانې وزیر ستیفن منوچین
د امریکا د خزانې وزیر ستیفن منوچین

په دې کمپنیو کې هغه ساختماني شرکت هم شامل دی چې په عراق کې سپېڅلي ځایونه او زیارتونه رغوي. د امریکا د خزانې وزارت وايي دا شرکت چې په ایران او عراق کې فعالیت کوي اصلاً د قدس ځواک له‌خوا اداره کېږي.

د امریکا په نویو بندیزونو کې د دې شرکت اجرائیه رئیس محمد جلال معب «Mohammad Jalal Maab» هم شامل دی. د امریکا د خزانې وزارت د معلوماتو له مخې معب چې د ایران د کرمان ولایت اوسېدونکی دی د قدس ځواک د پخواني قوماندان محمد قاسم سلیماني له‌خوا په ۲۰۱۹ کال کې پر دې دنده وګومارل شو.

سلیماني سږ کال د جنوري میاشتې په لومړیو کې د امریکا د هوايي ځواک په بمبارۍ کې په عراق کې ووژل شول.

د امریکايي ځواکونو په هوايي حمله کې ویشتل شوی موټر چې قاسم سلېماني په‌کې و.
د امریکايي ځواکونو په هوايي حمله کې ویشتل شوی موټر چې قاسم سلېماني په‌کې و.

متحده ایالات دا نوي بندیزونه داسې مهال اعلانوي چې د ایران پلوي وسله‌والو په عراق کې څو خونړۍ حملې وکړې او واشنګټن بیا د د بندیزونو د لیرې کولو په برخه کې تر فشار لاندې دی. له بلې‌خوا ایران هم د کرونا ویروس د سرایت له کبله له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG