د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۰

پر ایران د امریکا نوي بندیزونه


د ایران د شورای نګهبان منشي او ځواکمن دیني عالم احمد جنتي
د ایران د شورای نګهبان منشي او ځواکمن دیني عالم احمد جنتي

د امریکا د خزانې وزارت د ایران د شورای نګهبان د انتخاباتو د کمیټې پر یو شمیر چارواکو نوي بندیزونه اعلان کړي دي.

متحدایالاتو د ایران د شورای نګهبان پر پنځو تنو چارواکو نوي بندیزونه اعلان کړل.

پر دوی تور دی چې د ایران د ملي انتخاباتو په پروسه کې لاسوهنه کوي.

د امریکا د خزانې وزارت دا اقدامات پرون- پنجشنبې د شورای نګهبان او د دې شورا د انتخاباتو د څارونکې کمیټې د غړو پرضد داسې مهال اعلان کړل چې په دې هېواد کې نن انتخابات پیلېږي.

متحدایالات وايي، شورای نګهبان هغه کاندیدان- چې د ایران د لوی مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي پالیسۍ نه تعقیبوي بې صلاحیته کړي دي.

په هغو چارواکو کې چې بندیزونه پرې لګول شوي دي د شورای نګهبان د منشي او ځواکمن دیني عالم احمد جنتي په ګډون پنځه کسان شامل دي.

د ایران لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي براین هوک پرون په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل چې جنتي د کاندیدانو په غوره کولو کې مهم رول درلود.

ښاغلي هوک نننیو انتخاباتو ته د اشارې په ترڅ کې وویل ایراني چارواکو له خلکو څخه د خپلو استازیو د غوره کولو حق اخیستی دی.

هغه زیاته کړه: "د ایران خلک پوهېږي چې د جمعې ورځې انتخابات یوه سیاسي ډرامه ده او تش په نامه دي ځکه حکومت نیمايي کاندیدان بې صلاحیته کړي، میلیونونه ایرانیانو پرېکړه کړې ده چې په کور کې پاتې شي ځکه پوهېږي چې دوی په دې بهیر کې حقیقي رول نه لري، ایرانیان آزاد او عادلانه انتخابات غواړي، متحدایالات به د هغو ایرانیانو رسوا کولو ته دوام ورکړی چې له خپل صلاحیت څخه د ایران د خلکو د حق د ترپښو لاندې کولو لپاره کار اخلي او هغوی له خپلو اساسي آزادیو محروموي."

ښاغلي هوک وویل جنتي او د بندیزونو د کمیټې څلورو نورو غړو ایرانیان د آزادو او عادلانه انتخاباتو له حق څخه محروم کړي.

په پاتې چارواکو کې یو محمدیزدي دی چې د ایران د قضا لومړنی مشر و، او درې نور یې عباس علي کدخدايي، سیامک ره پیک او محمد حسن صادقي مقدم دي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي چې د شورای نګهبان د انتخاباتو کمیټې له ۷ زرو زیات کسانو ته په پارلماني انتخاباتو کې د کاندیدېدو اجازه ورنه کړه او د پارلمان اوسني ۹۰ غړي یې د دوهم ځل لپاره په انتخاباتو کې له ګډون څخه محروم کړي.

په داسې حال کې چې د ایران د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې له دې پروسې څخه ۹ زره کاندیدان ایستل شوي دي.

د امریکا د خزانې وزیر ستیفن منوچن وايي چې د ټرمپ اداره به په ایران کې د رژیم د ورانکارې اجنډا په ګټه د انتخاباتو انحصار ونه زغمي.

منوچین پرون د فبروري په شلمه نېټه په یو جلا بیان کې ویلي، د بندیزونو اقدام هغه جګپوړي ایراني چارواکي رسوا کوي چې د ایران خلک په آزادۍ سره د خپلو مشرانو له غوره کولو څخه محروموي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG