د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

د ایران د ورانکارو فعالیتونو د مخنیوي په هدف د امریکا نوي بندیزونه


د امریکا د خزانې وزارت
د امریکا د خزانې وزارت

امریکا پر ایران د بندیزونو د زیاتولو په لړۍ کې د انرژۍ پر څلورو نورو کمپنیو بندیزونه لګولي دي.

امریکايي چارواکي وايي، د نویو بندیزونو هدف دا دی چې د ایران د ورانکارو فعالیتونو د تمویل مخه ونیسي.

هغه څلور کمپنۍ چې متحدایالاتو د ایران پرضد د نویو اقداماتو په لړ کې بندیزونه پرې لګولي، د سپاه پاسداران د قدس ځواک لپاره د تېلو له صادراتو سره په مرسته تورنې شوې دي.

دا بندیزونه څو اونۍ وروسته له هغه اعلانېږي چې د امریکا پوځ د قدس ځواک پخوانی قوماندان جنرال قاسم سلیماني په عراق کې په یوه هوايي برید کې وواژه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه بیان کې چې پرون خپور شو ویلي، متحدایالات پر ایران د فشارونو د زیاتولو لپاره د اقداماتو په ترڅ کې نوي ګامونه اخلي څو د ورانکارو فعالیتونو د تمویل لپاره د ایران د رژیم د ټولو مالي سرچینو مخه ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د خزانې وزارت وايي له دې کمپنیو دوه په هانګ کانګ، یوه په شانګهای او یوه په دوبۍ کې دي.

دا وزارت زیاتوي، څلور واړو کمپنیو په ګډه د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د ایران د تېلو د ملي شرکت صادرات پلورلي او د قدس ځواک لپاره یې عواید برابر کړي دي. متحدایالاتو قدس ځواک د تروریستي ډلو په فهرست کې شامل کړی دی.

په همدې حال کې اسراییلو او متحدایالاتو دواړو پرون یوځل بیا د ایران پر وړاندې تنده ژبه وکاروله او سخت انتقادونه یې پرې وکړل.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د ایران ژریم، په نړۍ کې د اسراییلو تر ټولو لوی دښمن وباله.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد هالوکاست یوه درواغجنه افسانه بللې وه او ویلي یې و، چې ایران به اسراییل د ځمکې له مخې محو کړي.

د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد
د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد

نتنیاهو د جنوري په ۲۳مه د څه باندې ۴۰ هېوادونو د مشرانو په ګډون د اشویځ په نوم د نازي جرمني د انسان وژنې د مرګوني کمپ د بندیدو د کلیزې مراسمو ته د وینا پرمهال د ایران مشران، د تهران ظالم حاکمان وبلل او ویې ویل چې بل هلوکاست به بیا ونه شي.

نتنیاهو د هالوکاست نړیوالې غونډې ته په وینا کې وویل، د نړۍ هېوادونه لا هم د هغه رژیم پر وړاندې یوموټی شوي نه دي چې په نړۍ کې د اسراییلو ترټولو لوی دښمن دی، هغه رژیم چې په ښکاره د اټومي وسلې د جوړولو هڅه کوي او د نړۍ د یوازیني یهودي رژیم محو کول غواړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس هم په دې غونډه کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د ایران پرضد کلک دریځ خپل کړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس

پنس وویل، ایران د نړۍ یوازینی رژیم دی چې دولتي پالیسي یې د هالوکاست نه منل دي.

د دوهمې نړیوالې جګړې په کلونو کې د پولنډ په اشویځ کمپ کې له یو میلیون زیات وګړي چې اکثریت یهودان وو، ووژل شول خو په هالوکاست یا د یهودانو د ډلوژنې په ترڅ کې په ټوله کې شپږ میلیون یهودان وژل شوي دي.

اشویځ کمپ د ۱۹۴۵ میلادي کال د جنوري په ۲۷مه د پخواني شوروي اتحاد د پوځي ځواکونوله خوا آزاد شو.

XS
SM
MD
LG