د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

ټرمپ: ایران په افغانستان او سیمه کې مداخله کوي، نور بندیزونه به ولګوو


د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ایران د نورو بندیزونو لګولو اعلان وکړ.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ پر ایران د نورو بندیزونو لګولو اعلان وکړ.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د ایران د قدس ځواکونو د عمومي قوماندان قاسم سلیماني د وژلو او په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر دوو اډو د ایران د توغندیو د برید په اړه وینا وکړه.

په دې وینا کې ډونالد ټرمپ پر ایران د نورو بندیزونو د لګولو اعلان وکړ او پر نړیوالو یې غږ وکړ چې د ایران د "ترورېستي" هڅو مخه ونیسي او پرېنږدي چې دغه هېواد اټمي وسلې ترلاسه کړي.

د امریکا ولسمشر د تېرې شپې په وینا کې قاسم سلیماني ترهګر وباله او ویې‌ویل چې پخوا لا باید په نښه شوی وی او پر ایران‌یې دا تور پورې کړ چې د افغانستان او سیمې د هېوادو په چارو کې مداخله کوي.

ولسمشر ټرمپ وویل، کله چې له ایران سره اټمي تړون په ۲۰۱۳ کال کې لاسلیک شو، نو یو ۱۵۰ میلیارده ډالر یې ترلاسه کړل، بیا یې په همدې پیسو د افغانستان په ګډون په سیمه کې ترورېستي هڅې پیل کړې.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: "په کومه ورځ چې تړون لاسلیک شو ایران مرګ پر امریکا شعار ورکړ. بیا یې د تړون له پیسو په ترهګرۍ کې استفاده وکړه. په یمن کې یې دوزخ جوړ کړ، په سوریه کې، لبنان کې، افغانستان کې او عراق کې ..."

د امریکا ولسمشر چې په عراق کې د ایران د توغندیو د برید په ځواب کې خبرې کولې، څرګنده کړه چې په دې حمله کې چا ته مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې.

ښاغلی ټرمپ وايي: "په برید کې د ایران د رژیم له لوري، هېڅ امریکایي نه‌دی ژوبل شوی، زموږ ټول پوځیان خوندي دي او په پوځي اډه کې ډېر لږ زیان اوښتی، هېڅ امریکایی او عراقی نه‌دی وژل شوی، ځکه چې وار له مخه احتیاطي تدابیر نیول شوي وو."

ایران وړمه شپه د عراق دننه پر دوو پوځي اډو توغندي وویشتل. د ایران مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي دغه بریدونه د امریکا پر مخ څپېړه بللې او ویلي یې دي چې امریکا باید له سیمې ووځي، خو ښاغلي ټرمپ د دې حملې په ځواب کې پر ایران د بندیزونو د لګولو اعلان وکړ: "د امریکا متحده ایالات د ایران پر رژیم سمدستي نور بندیزونه لګوي دا پیاوړي بندیزونه به تر هغه پر خپل حال وي چې ایران خپل چلند بدل کړي."

ایران په عراق کې د چهارشنبې په شپه د عین الاسد او اربیل پر پوځي اډو توغندي وویشتل.
ایران په عراق کې د چهارشنبې په شپه د عین الاسد او اربیل پر پوځي اډو توغندي وویشتل.

نوموړي بیا پر نړیوالو غږ وکړ چې "ایران باید له خپلو اټمي هیلو په شا شي او د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي، هغه وخت رارسېدلی دی چې بریتانیا، جرمني، فرانسه، روسیه او چین دا حقیقت ومني."

د امریکا ولسمشر ناټو سازمان ته په خطاب کې وویل: "نن زه پر ناټو غږ کوم چې د منځني ختیځ په پروسه کې لا زیات دخیله شي."

ټاکل شوې وه چې د ناټو عمومي منشي د چهارشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړي، د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفون خبرې وکړې او د ارګ د خبرپاڼې له مخې سټولټنبرګ ویلي چې کابل ته‌یې خپل سفر په سیمه کې د رامنځته شویو پېښو د مدیریت په هدف ځنډولی دی او په مناسب وخت کې به ورشي.

د امریکا په اوهایو پوهنتون کې د منځني ختیځ د مطالعاتو د مرکز رئیس علم پایند ازادي راډيو ته وویل چې د ولسمشر ټرمپ له وینا وروسته نړیوالو سمه ساه ایستې ده، ځکه چې په سیمه کې جګړه ونه‌شوه.

ښاغلی پایند وايي: "دا نړیوال چې اوس یو څه ساه کاږي علت‌یې دا دی چې دا تاوتریخوالی چې تر څه بریده دوی اټکل کاوه هغومره نه‌دی، یعنې ډېر ښه هم نه‌دی او ډېر بد هم نه‌دی. خلکو فکر کاوه چې اوس به امریکایان الوتکې پسې الوزوي او پر ایران به بمباري کوي، خو هغسې ونه‌شول."

ایران په عراق کې د چهارشنبې په شپه د عین‌الاسد او اربیل پر پوځي اډو توغندي وویشتل. وړاندې د جمعې په ورځ د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې په بغداد کې د ایران د قدس ځواکونو عمومي قوماندان قاسم سلیماني ووژل شو.

له دغو بریدونو سره په افغانستان کې یو شمېر سیاسي کتونکو دا اندېښنه لرله چې افغانستان د ایران د نیابتي جګړې په ډګر بدل نه‌شي.

XS
SM
MD
LG