د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۰

ټرمپ د ځینو نورو هېوادونو اتباع هم امریکا ته له ورتګه منع کوي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د داووس غونډې په څنډه ک
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د داووس غونډې په څنډه ک

د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر غواړي چې د یو شمېر نورو هېوادو اتباع هم امریکا ته له سفر څخه منع کړي.

ښاغلي ټرمپ ویلي، پر هغه لېست به یو شمېر نور هېوادونه ورزیات کړي چې اتباع‌یې متحده ایالاتو ته د داخلېدو حق نه‌لري.

ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په سویس کې د نړیوالې اقتصادي غونډې ترڅنګ خبریالانو ته وویل: "تاسو وینئ چې په نړۍ کې څه پېښې رامنځته کېږي، نو زموږ هېواد باید خوندي وي."

ولسمشر ټرمپ د هغو هېوادونو شمېر او نوم یاد نه‌کړ چې د بندیزونو په دې لېست کې شاملېږي، خو دومره‌یې څرګنده کړه چې د دې پرېکړې جزئیات به ډېر ژر اعلان شي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د داووس غونډه کې د وینا پر مهال.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د داووس غونډه کې د وینا پر مهال.

امریکایي رسنیو د ولسمشر ټرمپ تر دې څرګندونو یوه ورځ مخکې خبر ورکړی و چې واشنګتن غواړي؛

  • قرغزستان
  • بلاروس

او د پنځو نورو هېوادونو؛

  • برما
  • اریتیریا
  • نایجریا
  • سوډان
  • او تانزانیا

اتباع په هغه لېست کې شامل کړي چې امریکا ته سفر نه‌شي کولای.

د امریکا ولسمشر د سفر د ممنوعیت لومړی لېست درې کاله مخکې خپور کړ چې د اوو هېوادونو اتباع‌یې منع کړل، په دغو هېوادو کې ډېر هغه هېوادونه دي چې مسلمانان په‌کې اکثریت دي، خو دا بندیز بیا له یو شمېر قانوني ستونزو سره مخامخ شو او امریکایي محکمو وروسته اجازه ورکړه چې د؛

  • ایران
  • لیبیا
  • سومالیا
  • سوریې
  • یمن
  • ونزوئلا
  • او شمالي کوریا

پر ځینو اوسېدونکو بندیزونه ولګول شي.

امریکایي وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د چارواکو په وینا خبر ورکړ کوم هېوادونه چې پر لېست ورزیاتېږي د هغوی پر ټولو اوسېدونکو به دا بندیزونه نه‌تطبیقېږي او یو شمېر ویزې به نه‌ورکول کېږي.

د پولیتیکو وېب‌پاڼه بیا لیکي چې تر اوسه د هغو هېوادونو لېست نهایي شوی نه‌دی چې د بندیزونو په دې لېست کې شاملېږي او تمه ده چې دا پرېکړه تر راتلونکې دوشنبې پورې اعلان شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند هوګان ګیدلي په دې برخه کې د تفصیلاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو ویې‌ویل چې د ممنوعیت اصلي پرېکړه د امریکا د خوندي ساتلو لپاره او د نړۍ د امنیت د تأمین لپاره اغېزمنه ده.

XS
SM
MD
LG