د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۹

د امریکا عدلیې وزارت د ټرمپ د فرمان تطبیق لپاره استېناف غوښتنه کړې


د امریکا د ولسمشر د هغه اجرائیوي فرمان د بیا عملي کېدو لپاره چې متحده ایالاتو ته‌یې د اوو مسلمانو هېوادونو د اتباعو پر داخلېدو په مؤقت ډول بندیز لګولی و، د عدلیې وزارت د استېناف غوښتنه کړې ده.

دا وروسته له هغې چې د سیاټل یوه قاضي د ولسمشر ډونالد ټرمپ د دې فرمان د تطبیق مخه ونیوله، شوی دی.

یوازې څو ساعته وروسته له هغې چې د سیاټل ښار قاضي جېمز روبرت «James Robert» د ولسمشر ډونالد ټرمپ د اجرائیوي فرمان د تطبیق مخه ونیوله، د امریکا عدلیې وزارت د دغه فرمان د بېرته عملي کېدو لپاره د استېناف غوښتنه وکړه.

د ولسمشر ډونالد ټرمپ فرمان په مؤقت ډول د امریکا متحده ایالاتو خاورې ته د اوو هېوادونو اتباع چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي، له ننوتو منع کول.

ډونالد ټرمپ د دغه قاضي له فیصلې وروسته د ټویټر له لارې وویل چې دغه حرکت به شنډ کړي.

یوه امریکایي چارواکي روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت د سوریایانو په ګډون د دغو اوو هېوادونو کډوالو ته د اجازې ورکولو پروسه بېرته پیل کړې ده او ښایي لومړني کډوال چې منل شوي، د دوشنبې په ورځ متحده ایالاتو ته ورسېږي.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند وویل چې شااوخوا دوه زره پناه اخیستونکي متحده ایالاتو ته د تګ لپاره تیار دي.

ټاکل شوې چې د قاضیانو یوه درې کسیزه ډله چې د پخوانیو ولسمشرانو، بارک اوباما، جورج ډبلیو بوش او جیمي کارټر له‌خوا ټاکل شوې، د ولسمشر ډونالد ټرمپ د اجرائیوي فرمان د بیا عملي کېدو لپاره د امریکا حکومت د استېناف غوښتنه وڅېړي.

ډونالد ټرمپ د فلوریډا په پالم بیچ کې خبریالانو ته وویل چې دی ډاډه دی چې د عدلیې وزارت به په دغې دوسیه کې بریالی شي.

هغه زیاته کړه دوی به بریالي شي، د هېواد د خوندیتوب لپاره به کامیاب شي.

د واشنګټن د سیاټل قاضي جېمز روبرت
د واشنګټن د سیاټل قاضي جېمز روبرت

د واشنګټن ایالت مرکز سیاټل قاضي جېمز روبرت چې پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش ټاکلی، د تېرې جمعې په ورځ حکم صادر کړ چې د ولسمشر اجرائیوي فرمان تر هغو پورې نه‌شي تطبیق کېدای چې پر ضد یې دوسیې په واشنګټن او میني سوتا ایالتونو کې نهایي شوي نه‌وي.

د ولسمشر د اجرائیوي فرمان مخنیوی په ټوله امریکا کې د تطبیق وړ دی چې پر اساس‌یې د امریکا د ګمرکي او پولې ساتنې د خدماتو ادارې ټولو هوایي شرکتونو ته ویلي چې هغو مسافرو ته د پرواز اجازه ورکړي چې د امریکا معتبرې ویزې لري.

د ولسمشر فرمان د ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن اتباع د ۱۲۰ ورځو لپاره امریکا ته له داخلېدو منع کول او د سوریایانو د کډوالۍ پروسه‌یې هم د نامحدود وخت لپاره درولې وه.

XS
SM
MD
LG