د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۱۵

خبرونه

ټرمپ: له روسیې سره به د اوکراین پر سولې کار وکړم

سپینه ماڼۍ وايي، ولسمشر ډونالد ټرمپ د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو ته وویل چې هېواد به‌یې له روسیې سره د اوکراین په کړکېچنه پوله کې د سولې د راوستلو لپاره کار وکړي.

ټرمپ په یوه بیان کې چې پرون شنبه خپور شو، ویلي:

"موږ به له اوکراین، روسیې او نورو ټولو خواوو سره د پولو په اوږدو کې د سولې له بېرته راوستلو سره د مرستې لپاره کار وکړو."

په بیان کې همداراز ویل شوي چې دواړو مشرانو په نېږدې راتلونکي کې له یو بل سره د کتنې پر امکان هم خبرې وکړې.

سپینه ماڼۍ وايي، پورشینکو او ټرمپ د لیبیا، اروپا ته د پناه غوښتونکو او کډوالو د تګ او په مې میاشت کې په ایټالیا کې د جي ۷ د غونډې په اړه هم خبرې وکړې.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر ټرمپ په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

یوه افغان‌الاصله مېرمن د لندن د سیمه ییزې شورا په انتخاباتو کې بریالۍ شوه

افغان الاصله مېرمن او د بریتانیا د کارګر ګوند غړې رابعه نسیمي، د لوېدیځ لندن د سیمه‌ییزې شورا په ټاکنو کې د څه باندې ۱۲۰۰ رایو ترلاسه کولو وروسته د درېیو بریالیو نوماندانو له ډلې اعلان شوه.

نسیمي د طالبانو د حکومت په لومړۍ دوره کې، چې پنځه کلنه وه، له خپلې کورنۍ سره بریتانیا ته کډواله شوه.

د رسمي پایلو له مخې، د لوېدیځ لندن په اکټن سیمه کې کارګر ګوند وتوانېد چې د سیمه‌ییزې شورا درې څوکۍ خپلې کړي.

په دغو ټاکنو کې رابعه نسیمي د ۱۲۰۷ رایو په ترلاسه کولو سره د خپل ګوند د نوماندانو په منځ کې دوهم مقام خپل کړ او د شورا د منتخبې غړې په توګه معرفي شوه.

افغان باډي‌بلډر د نیویارک دپرو سیالیو اتلولي وګټله

افغان باډي‌بلډر علي بلال په امریکا کې د «نیویارک پرو» بدني روزنې په سیالیو کې اتلولي خپله کړه.

بلال د جمعې په شپه په پایلوبه کې د برازیل لوبغاړي اېډوان پالمېرا ته ماتې ورکړه، او لومړی مقام یې خپل کړ. د سېد سیالیو درېیم مقام د اندونیزیا د عیسی کاسیک په برخه شو.

علي بلال پر سټېج پیاوړی ننداره وړاندې کړه او د خپل بدن جوړښت، د عضلو د واضح حالت او غوره وړاندې کولو له امله وستایل شو.

علي بلال د باډي‌بلډنګ په برخه کې د افغانستان تر ټولو بریالیو نړیوالو ورزشکارانو څخه ګڼل کېږي. هغه تر دې وړاندې د ۲۰۲۴ کال «ارنولډ کلاسیک» سیالۍ هم ګټلې وې او د «مستر اولمپیا» په سیالیو کې یې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې پرله‌پسې دوهم مقامونه ترلاسه کړي وو.

د قطر صدراعظم او باندنیو چارو وزیر د امریکا له مرستیال ولسمشر سره د ایران په اړه خبرې وکړې

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام تایید کړه چې د دغه هېواد صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني، په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر له مرستیال جي. ډي. ونس سره لیدلي دي.

تر دې مخکې رویټرز او فرانس پرس خبري اژانسونو، د خبرو سرچینو په قول، راپور ورکړی و چې د دوی خبرې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو د خبرو اترو پر محور راڅرخېده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جي. ډي. ونس او قطري چارواکي «د سیمې وروستي پرمختګونه او د پاکستان د منځګړیتوب هڅې وارزولې، څو د تاوتریخوالي د کمېدو او د سیمې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا سبب شي.»

دا په داسې حال کې ده چې ایران وايي لا هم د امریکا د وړاندیز شوې هوکړې طرحه ارزوي او تر اوسه یې رسمي ځواب نه دی ورکړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو مخکې ویلي و چې تمه ده تهران خپل ځواب د جمعې په ورځ واشنګټن ته وسپاري.

( یو این ایچ سي ار): افغانستان ته د ګڼ شمیر کډوالو ستنېدنه هم خطرناکه ده او هم ګټوره

UNHCR and IOM
UNHCR and IOM

د افغانستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو د عالي کمشنري استازی وایي، افغانستان ته د میلیونونو کډوالو ستنیدل ښایي په دغه هیواد کې د بې ثباتۍ سبب شي، خو عرفات جمال زیاته کړه چې د افغانستان بې ثباتي په سیمه کې د هیچا په ګټه نه ده او که داسې څه وشي ښایي د ټولې سیمې لپاره دا ګډوډي خطرناکه وي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوه دا هم وویل چې ممکن افغانستان ته د ډيرو کډوالو ستنیدنه د دغهَ هیواد د اقتصادي ودي سبب هم شي او دا هغه څه دي چې ملګري ملتونه یې غواړي.

د ملګرو ملتو د شمیرو له مخې تیرمیلادي کال دوه میلیونه او اته لکه افغانان له پاکستان او ایرانه خپله هیواد ته ستانه شول چې روان کال تر دې دمه د تیرکال په پرتله د کډوالو د ستنیدو بهیر ګړندی شوی دی.

امریکایي ځواکونو د ایران دوې بیړۍ ویشتلي

د امریکا سمندري ځواکونه- ارشیف
د امریکا سمندري ځواکونه- ارشیف

د امریکا پوځ وایي، د ایران د تیلو پر دوو بیړیو یې د جمعې په ورځ ډزې وکړې او د هغوی مخه یې ونیوله چې د امریکا له سمندري محاصرې تیرې شي.

د امریکا د مرکزي قوماندې( سنتکام) په وینا دوه کښتۍ یې چې د ایران بیرغ پرې رپیده، خو بار پکې نه و، وویشتلې او ایران ته یې د هغوی د داخلیدو مخه ونیوله.

امریکا د ایران د سمندري محاصرې له پیله د جمعې تر ورځې د څه باندې اویا ایراني کښتیو د مخنیوي خبر ورکوي.

امریکایي ځواکونه د اپریل له دیارلسمې راپه دې خوا د هند په سمندر کې هغه بیړۍ دروي چې د ایران بندرونو ته ننوځي یا ترې وځي.

پنځه افغانان چې په غلا حج ته تلل، نیول شوي

عرفات غونډۍ- ارشیف
عرفات غونډۍ- ارشیف

په سعودي عربستان کې پنځه افغانان په دې تور نیول شوي چې په پټه یې غوښتل چې د حج په سږنیو مراسمو کې ګډون وکړي.

سعودي رسنۍ راپور ورکوي چې دې کسانو هڅه کوله چې د دښتې له لارې په پښو مکې مکرمې ته ولاړ شي.

د سعودي عربستان دولت هر کال د خپل هیواد دننه او بهر د مسلمانانو لپاره په حج کې د ګډون په خاطر مشخصه سهیمه اعلانوي.

له افغانستانه په سږني حج کې دیرش زره کسان برخه اخلي.

د حج مراسم د روانې مې میاشتې په وروستیو کې پيلیږي.

د ازادو مبارزو یو افغان لوبغاړی له خپل ارجنټایني سیال سره مسابقه کوي

د کرویشیا پلازمېنه، زاغرب
د کرویشیا پلازمېنه، زاغرب

د ازادو مبارزو افغان لوبغاړی واحد اله نژند د شنبې په ورځ ( د مې ۹ مه) له خپل ارجنټایني سیال لوریانو ستاروپولي سره لوبه کوي.

واحد اله نژند او ستاروپولي د اووه اویا کیلوګرامه وزن په ګټورۍ کې په کورایشیا کې سره مخامخیږي.

نژند تر اوسه لس ځله خپل سیالان مات کړي او دوه ځله یې شکست په برخه شوی، ستاروپولي بیا دیارلس لوبې ګټلي او په اوو کې یې ماته خوړلې.

هرات کې مسافروړونکی بس اوښتی لږ تر لږه ۲ کسان مړه او ۵۱ نور ټپيان دي

د کابل - هرات لویه لار
د کابل - هرات لویه لار

د هرات په ادرسکن کې د یوه مسافر وړونکي بس د اوښتو په پېښه کې لږ تر لږه ۲ کسان مړه او څه باندې ۵۰ تنه نور ټپيان دي.

پولیس راډیو چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړونده رسنۍ ده نن د پېښې په اړه راپور ورکړی.
د راپور په اساس بېګا ناوخته د هرات ادرسکن ولسوالۍ سره په لویه لار ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکی بس چپه شوی او مسافرو ته یې مرګژوبله اوښتې ده.

ټپيان نږدې روغتونو ته وړل شوي.

د افغانستان لویې لارې په تېره د کابل – کندهار – هرات لویه لار تل د خونړیو ټرافیکي پېښو شاهدې دي چې هر کال پکې سلګونو کسانو ته مرګژوبلې اوړي.

د امریکا پر دریو پوځي کښتیو د ایران توغندیز بریدونه؛ ټرمپ وايي بریدونه شنډ او کښتۍ له هرمز تېرې شوي

هرمز تنګی او د امریکا له خوا د سمندري محاصرې دوام
هرمز تنګی او د امریکا له خوا د سمندري محاصرې دوام

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، درې امریکايي پوځي کښتۍ له هرمز تنګي د تېرېدو پر مهال د ایراني توغندیو هدف ګرځېدلې دي.

ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه پاڼه Truth Social کې لیکلي چې "زموږ پر کښتیو راکټونه فیر شوي خو تر ډزو لاندې او په بریالیتوب له هرمز تنګي تېرې شوې دي"
هغه ویلي چې ایراني توغندي او ډرونونه د دوی له خوا شنډ شول.
ټرمپ خبرداری هم ورکړی چې که ایران ژر هوکړه لاسلیک نه کړي تر پخوا به لا په سختۍ تر برید لاندې راشي.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ سنټکام هم د جمعې په ورځ خبر ورکړی چې دوی د ایران دننه پوځي اهداف ویشتي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي ایران تېر یو نیم میاشت لږ تر لږه ۲۸ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو څار سازمان د ملګرو ملتونو له غړو غوښتي چې په ایران کې د اعدامونو مخه ونیسي.

د دغه سازمان یوې څېړونکې بهار صبا په یوه بیان کې ویلي چې تېر یو نیم میاشت لږ تر لږه ۲۸ تنه په ایران کې د سیاسي تورونو په خاطر اعدام شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان په خبره دا کسان ټول د هغو محاکمو له خوا په اعدام محکوم شوي چې پکې د "د تورنو خلکو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې شوي او له ټولو یې په زور اعتراف اخیستل شوی.

د ملګرو ملتونو سازمان هم خبر ورکړی چې د جګړې له پیله ایران لږ تر لږه ۲۱ کسان اعدام او ۴۰۰۰ تنه نیولي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG