د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۸

امریکا: طالبان باید د تروریزم په وړاندې مبارزې ته ژمن پاتې شي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان باید په افغانستان کې د تروریزم په وړاندې په مبارزه کې په خپلو کړیو ژمنو ولاړ پاتې شي.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ بېلابېلو هېوادونو وخت ناوخت په افغانستان کې د تروریستي ډلو په موجودیت اندېښنې ښودلي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له دې پدیدې سره مبارزه وکړي.

د دې وزارت ویاند متیو مېلر تېره ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې طالبانو د ترهګرۍ په ضد د مبارزې ژمنه کړې او باید په دې اړه په خپلو کړیو ژمنو ولاړ پاتې شي.

هغه زیاته کړه: "موږ په دوامداره ډول طالبانو ته څرګندوو چې د ترهګرۍ په ضد مبارزې کې یې ژمنه کړې او هیله لرو چې خپلو تعهداتو ته ژمن وي. واشنګټن د افغانستان وضعیت څاري او که څه هم امریکا په افغانستان کې حضور نه لري، خو تروریستي فعالیتونو ته ځواب ورکوي."

مېلر دا څرګندونې په افغانستان کې د تروریستي ډلو د شتون د اندېښنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړې خبرداری یې ورکړ چې په سیمه کې د امریکايي پوځ په نه موجودیت کې هم متحده ایالات د دې وړتیا لري چې وضعیت وڅاري او ترهګریز فعالیتونو ته ځواب وکړي.

هغه د ۲۰۲۲م کال په جولای میاشت کې د القاعده سبکې د مشر ایمن الظواهري وژلو ته اشاره وکړه او وې ویل، متحده ایالاتو د الظواهري په وژلو وښوده چې د امریکا د ساتنې لپاره به ورته اقدامات کوي.

د القاعده مشر ایمن الظواهري چې امریکا د ۲۰۲۲م کال جولای کې په کابل کې د هوايي برید په ترڅ کې وواژه.
د القاعده مشر ایمن الظواهري چې امریکا د ۲۰۲۲م کال جولای کې په کابل کې د هوايي برید په ترڅ کې وواژه.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د القاعده په ګډون د بېلابېلو ترهګریزو ډلو سره په اړیکو تورن دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تحریمونو د څېړلو او څارنې کمېټې د روان لمریز کال په غبرګولي میاشت کې په یو راپور کې ویلي وو چې طالبان له القاعده او تحریک طالبان پاکستان سره ژورې اړیکې لري او پر دې سربېره یو شمېر نورې ترهګرې ډلې هم د دوی تر واک لاندې سیمو کې فعالې دي.

د دې ترڅنګ یو شمېر هېوادونو په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هېوادونو، روسیې او پاکستان له دې وړاندې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په موجودیت اندېښنه ښودلې، خو د طالبانو حکومت په وار وار په افغانستان د القاعده په ګډون د هر ډول ترهګرو ډلو موجودیت رد کړی دی او ویلي، اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې چاته ګواښ پېښ شي.

د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې د دوحې هوکړې ته ژمن دي، د دوحې هوکړه چې د ۲۰۲۰ په فبرورۍ کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوه له مخې یې طالبان باید له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې او هیچاته اجازه ورنه‌کړي چې افغان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

په همدې حال کې د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي ویلي چې داعش ډله لا هم د افغانستان او سیمې د خلکو لپاره یو ګواښ دی.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږی کوونکی جان کربي
د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږی کوونکی جان کربي

نوموړي تېره ورځ په یو خبري کنفرانس کې د ایران په کرمان ښار کې د وروستي برید په اړه چې مسوولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې ومنلو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "د داعش خراسان ډله لا هم یو ګواښ دی او غړي یې تر ډېره له افغانستان دباندې مېشت دي. هغوی لا هم د افغانستان د خلکو او په ښکاره ډول د سیمې لپاره یو دوامداره تروریستي ګواښ شمېرل کېږي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جان کربي د څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې تر دې یې ویلي چې دوی د داعش وسله‌والو پر ضد مبارزه کړې او په افغانستان کې یې ځپلې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

دا په داسې حال کې ده چې په تېر ۲۰۲۳ میلادي کال کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان بلخ، هرات، بغلان او یو شمېر نورو ولایتونه داعش ډلې خونړي بریدونه وکړل چې ګڼو ولسي او طالب چارواکو ته یې په کې مرګ ژوبله واړوله.

د تېر کال په لومړیو کې د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون سازمان ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د غړو شمېر له ۶ زرو اوښتي او غړي یې تر ډېره په بدخشان، کندز او تخار کې ځای پر ځای دی، هغه ادعا چې د طالبانو حکومت رد کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG