د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

هند کې د افغانستان سفارت د فعالیت بیا پیل؛ دوو ډیپلوماتانو د سفارت مسوولیت پرغاړه اخیستی


په نوې ډیلي کې د افغانستان لوی سفارت
په نوې ډیلي کې د افغانستان لوی سفارت

د هند په پلازمېنه نوې ډیلي کې د افغانستان د سفارت د قونسلي چارو د بیا پیل خبر ورکړل شوی دی.

د هند په حیدراباد کې د افغانستان جنرال قونسل وايي، په نوې ډیلي کې یې د هند د حکومت په غوښتنه د افغانستان د سفارت د قونسلي مسوولیت اخیستی دی.

تر دې مخکې د هند لپاره د تېر جمهوري نظام له خوا ګمارل شوي سفیر فرید ماموندزي تېره جمعه د افغانستان د سفارت د دایمي تړل کېدو خبر ورکړی و.

د هند لپاره د تېر جمهوري نظام له خوا ګمارل شوی سفیر فرید ماموندزی
د هند لپاره د تېر جمهوري نظام له خوا ګمارل شوی سفیر فرید ماموندزی

حیدراباد کې جنرال قونسل سید محمد ابراهیم‌خېل او په ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسلې ذکیې وردګ پرون په نوې ډیلي کې د سفارت په انګړ کې د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ د اوچتولو ویډیو هم خپره کړې ده.

ابراهیم‌خېل ویلي، مخکېنی درې رنګه ملي بیرغ زوړ شوی و، چې پر ځای یې نوی بیرغ اوچت کړای شو.

هغه زیاته کړه: "د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت موږ دواړه جنرال قونسلانو ته وویل چې ځانونه ژر د بهرنیو چارو وزارت ته ورسوئ، کله چې هلته لاړو، دوی وویل هغسې چې دوې میاشتې مخکې مو ویلي وو چې په نوې ډیلي کې د افغانستان سفارت نه تړل کېږي، دوی له موږ هیله وکړه چې د ممبۍ او حیدراباد د کارونو تر څنګ د سفارت قونسلي چارې هم پرغاړه واخلو."

په نوې ډیلي کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، له دې سره د سفارت ټکنۍ شوې چارې بېرته پیل شوې دي.

ذکیې وردګ ویلي چې سفارت به خپل کارونه په عادي ډول پرمخ بیايي او افغانانو ته به خدمات وړاندې کوي.

په هند کې د افغانستان سفارت د فعالیت بندېدو له کبله هلته د مېشتو افغانانو ستونزې زیاتې شوې وې. په تصویر کې د سفارت دروازه کې مراحعین لیدل کېږي.
په هند کې د افغانستان سفارت د فعالیت بندېدو له کبله هلته د مېشتو افغانانو ستونزې زیاتې شوې وې. په تصویر کې د سفارت دروازه کې مراحعین لیدل کېږي.

د سفارت د تېرې اوونۍ په اعلامیه کې راغلي وو چې وار له مخه یې د اکټوبر له لومړۍ په هند کې خپل فعالیتونه ځنډولي وو او هیله یې درلوده چې د هند حکومت داسې یو دریځ غوره کړي چې ددوی د فعالیتونو د دوام لپاره اغېزناک تمام شي.

سفارت ویلي وو چې برعکس په دې وروستیو اتو اوونیو کې د کنټرول د پرېښودو لپاره دواړو لوریو هندي حکومت او طالبانو تر فشار لاندې راوستی و او بالاخره له یوه ستونزمن انتخاب سره مخ شو.

په اعلامیه کې افغان سفارت له هند غوښتي وو چې د سفارت د سرپرستۍ په برخه کې خپل مسوولیت پر غاړه واخلي او ډاډ ورکړي چې د افغانستان د سفارت ټول اموال، موټر او په بانکي حساب کې شاوخوا پنځه لکه ډالره په خوندي توګه ساتل کېږي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي ویلي وو، ډېر ژر به دغه سفارت بېرته پرانیستل شي.

په هغه ویډیو کې چې محلي رسنیو پرون خپره کړې سید محمد ابراهیم خېل او ذکیې وردګ د طالبانو له حکومت سره د خپلو تماسونو خبره نه ده کړې.

د هند په ګډون د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو پاکستان، ترکیې، روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو د طالبانو ډیپلوماتان منلي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG