د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

سیاتل ټایمز: د مسکو فارمټ غونډه د اوکراین جګړې سره هم مهاله، پر مرکزي اسیا د روسیې د نفوذ هڅه وه


د روسیې په کوربه توب او د طالبانو د استازو په ګډون د یوې مخکینۍ غونډې تصویر: ارشیف
د روسیې په کوربه توب او د طالبانو د استازو په ګډون د یوې مخکینۍ غونډې تصویر: ارشیف

د امریکا د متحدو ایالتونو له واشنګټن ایالت خپرېدونکې ورځپاڼې سیاتل ټایمز پرون د تاتارستان په پلازمېنه کازان کې د مسکو فارمټ پر پنځمه غونډه لیکنه خپره کړې، چې روسیه یې کوربنه وه او د طالبانو استازو هم په کې پر سیمه ییزو ګواښونو خبرې وکړې.

ورځپاڼې د اسوشېټېډ پریس اژانس په حواله لیکلي، دا غونډه داسې وخت کېږي، په اوکراین کې د روسیې جګړه روانه ده او مسکو هڅه کوي پر مرکزي اسیا خپل نفوذ ولري.

په مقاله کې د روسیې د تاس خبري اژانس په حواله لیکل شوي، په دې غونډه کې پر سیمه ییزو ګواښونو او په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو تمرکز وشو.

که څه هم د طالبانو حکومت د یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي غونډې ته وویل دوی ته دې څوک د حکومتولۍ د څرنګوالي نسخه نه وړاندې کوي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم په دې غونډه برخه درلوده او ویې ویل: روسیه هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام تر څنګ له افغانستان سره په بې پرې ډول مرسته وکړي.

د سیاتل ټایمز په لیکنه کې ویل شوي، چې څه باندې دوه کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته طالبانو د خپلې لومړۍ واکمنۍ په څېر چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله یې دوام وکړ، درګرده سخت قیودات لګولي دي.

د لیکوال په وینا، طالبانو له شریعت د خپل تعبیر له مخې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې، ښځې له هر ډول کارونو او عام ژوند نه محرومې کړي او په وروستي مورد کې یې د دوی سینګارځایونه هم وتړل.

د هند ټایمز اف انډیا ورځپاڼې پرون په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د چارو د ځنډولو پر احتمال لیکنه خپره کړې، چې دا موضوع د هند په ډېرو رسنیو کې د بحثونو سبب شوې ده.

د لیکنې په پیل کې راغلي، په هند کې د افغانستان د سفارت ټول فعالیتونه وروسته له هغې ځنډول کېږي، چې د افغانستان سفیر فرید ماموندزی او نور عالي رتبه ډیپلوماتان اروپا یا هم د امریکا متحدو ایالتونو ته د پناه اخیستو لپاره له هنده ووتل.

د افغانستان د سفارت یوه چارواکي پرون جمعه ټایمز اف انډیا ته ویلي، لږ تر لږه پنځه افغان ډیپلوماتان له هنده وتلي او اوس به د دغې ډیپلوماتیکې استازولۍ سرپرستي د هند د حکومت پرغاړه وي.

په نوي ډیلي کې د افغانسان سفارت د هغو ډیپلوماتانو له خوا چلول کېده، چې د پخواني جمهوري نظام له خوا ټاکل شوي وو.

د هند د حکومت سرچینو دغه تحول ته په پام ورځپاڼې ته ویلي، دا پرېکړه ځکه شوې چې د هند لپاره د افغانستان سفیر په تېرو څو میاشتو کې له هنده بهر و او کله چې ډیپلوماتانو د خپلې پناه درخواستونو لپاره تاییدي واخیسته، ډیپلوماتان هم په پرله پسې ډول درېیمو هېوادونو ته لاړل.

د ورځپاڼې په لیکنه، د هند لپاره د افغانستان سفیر فرید ماموندزي چې له هنده بهر ژوند کاوه، ادعا یې درلوده چې د سفارت چارې پرمخ بیايي.

د لیکوال په وینا، د هند حکومت د دې سفارت د تړل کېدو ملاتړ هم نه کوي.

په هند کې د افغانستان سفارت پر مشرۍ څو میاشتې هم لانجه راغلې وه، چې طالبانو په اپرېل میاشت کې د قادر شاه په نوم خپل کس، چې په دې سفارت کې یې د تجارتي مشاور په توګه کار کاوه، د دې سفارت د مشرۍ لپاره ونوماوه.

خو د افغانستان سفیر فرید ماموندزي او په سفارت کې دننه نورو ډيپلوماتانو یې مخالفت کړی و.

XS
SM
MD
LG