د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

بزنس سټندرډ: طالبان د ډیپلوماتیکو اړیکو په تشکیل کې پاتې راغلي


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

بزنس سټندرډ:

هندۍ انلاین خپرونې بزنس سټندرډ پرون د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې پر مسئله لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په یوه برخه کې راغلي، د طالبانو ویندویانو له بېلابېلو ګاونډیو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د پیل په اړه تبصرې کړي، خو د خپرونې په باور دغه حکومت لا هم له نورو هېوادونو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو په تشکیل کې پاتې راغلی دی.

د بزنس سټندرډ په لیکنه، سیاستوال او شنونکي په دې باور دي، چې د طالبانو حکومت د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو لپاره په تېرو څه باندې اتو میاشتو کې اغېزناکه ډیپلوماسي نه درلوده.

په لیکنه کې ګڼو هېوادونو ته د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي سفرونو ته هم اشاره شوې خو لیکوال وايي، له دې سره- سره طالبان نه دي توانېدلي له نورو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړي.

په مقاله کې راغلي، د طالبانو له خوا لېږل شویو ډیپلوماتانو په روسیه، چین، ایران، پاکستان او قزاقستان کې خپلې چارې رسماً پیل کړي، خو لا هم معلومه نه ده ایا دا به دې ته لار اواره کړي چې دغه هېوادونه د طالبانو اوسنی حکومت په رسمیت وپېژني؟

ټلیګراف:

له بریتانیا خپرېدونکې ورځپاڼې ټلیګراف د افغانستان د کرکټ د ښځینه لوبغاړو پر وضعیت لیکنه خپره کړې ده.

لیکنه په دې عبارت پیلېږي، چې څه باندې اته میاشتې مخکې چې طالبانو بیا پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، د دغه هېواد د کرکټ د ښځینه لوبغاړو برخلیک نامعلوم و، خو ځینې نجونې له افغانستانه تر وتلو وروسته وتوانېدې چې یو وار بیا د کرکټ لوبې ته مخه کړي.

ورځپاڼې د رویا صمیم خبرې هم رااخیستي چې دا مهال په کاناډا کې ژوند کوي او هیله­منه ده راروانه میاشت د کاناډا په نیوبرانزویک کې د فردریکټون د کرکټ کلب لپاره خپله لومړۍ مسابقه وکړي.

د ټلیګراف په لیکنه، رویا صمیم کال مخکې د هغو ۲۵ ښځو په ډله کې شامله وه، چې د افغانستان کرکټ بورډ ورسره قرارداد وکړ.

۲۹ کلنې صمیم ویلي، دا هغه ښه شېبه وه چې هېڅکله به مې هېره نه شي.

هغې تر تېرې اګست میاشتې په کابل کې په پوره لېوالتیا د کرکټ لوبه کوله او هره ورځ به یې اته ساعته له نورو سره یوځای تمرین هم کولی شوای.

د کرکټ دغې ښځینه لوبغاړې رویا صمیم ګارډین ته ویلي، هرڅه ښه روان وو، خلکو چې دوی له توپ یا بال او بټ سره پر لارو سړکونو لیدلې، دوی تشویقولې او یو وار خو د کرکټ وتلي ستوري راشد خان له دوی سره غرمنۍ هم وخوړله، چې د ښځو او نجونو د کرکټ پر ملاتړ یې خبرې وکړې.

خو کله چې طالبانو د تېرې اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړه د صمیم لوبه لغوه شوه او د کرکټ د نجونو ټیم مشر د ښځینه کرکټ د راتلونکي په اړه اندېښنه وښوده.

طالبانو له کله چې پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړې، تر اوسه یې د کرکټ ترڅنګ د نجونو نورو ورزشي فعالیتونو ته هم اجازه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG